کور / تازه خبرونه / د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې طالبانوبريدکړی

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې طالبانوبريدکړی

وسلوال طالبان وايي چې دوی تېره شپه دننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه پوسته بريد کړی او هغوی ته يې مرګ ژوبله پېښه کړې. د طالبانو ويندوی ذبيح الله مجاهد په خبره دوی په دغه بريد کې ۵ تنه پوليس وژلي دي. د روداتو ولسوال عبدالحق د پيوې پر کنډو د طالبانو بريد مني، خو وايي چې پوليس پکې نه دي وژل شوي او يوازې د غلته د اوسېدونکو کوچيانو څو سره مالونه له منځه تللي، وړمه شپه هم په ياد ولايت کې د خوږياڼو پر ولسوالۍ وسلوالو طالبانو بريد کړی و او دواړو لوريو يو بل ته د ځاني تاوان اوښتو ادعاوې درلودې.