د اوښکو ملغلرې

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2008


اوس مې وګوره رقیبه چې رڼا شوم په تیارو کې


                 تا په ما بل کړی اور و،زه ډیوه په تورو شپو کې


د تیارو د سمندر چې د ساحل غاړې نژدې شوې 


                     د ګلکڅ بوټې نڅیږي د سبا په اننګو کې


معلومیږي زما خټه وه په ملو اخښل شوې


چې له هر څه بې پروا شوم په دا مستو ولولو کې


عقله ماتې مې له مینې ستا لویدلې هتکړۍ دي


هسې نه چې ارماني  یم د جنون په زولنو کې


دا چې پرې یې دي وزرونه د حالاتو په سندرو


اوس بلبل هزار داستان شو د حالاتو په پنجرو کې


چې لټون د زمانې و، اخر ګوره را څرګند شول


که هر څو یې وپټ کړي سره لالونه په ایرو کې


که نادودو د وختونو ځورولي زخمي زړونه


بیا ګرمي ده او مستيده په دا ورانو میکدو کې


له ویاړونو ډکې شوي دا زما د رنځ شیبې دي


د خوښۍ غږونه اورم په ویرجنو ترانو کې


د خوږمه سترګو اوښکې یا دمینې ملغلرې


دا رښتیا چې را ښکاره شي خزانه په ویرانو کې


عبد الباقي بریال

Copyright Larawbar 2007-2024