کرکټ : افغانستان ميانمار ته ماتې ورکړه.

34 | نوومبر 18th, 2008


د آسيا د کرکټ ددويمې درجې هېوادو د ځوانانو يا له ١٧ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو د ملي لوبډلو ترمنځ سيالۍ يا ټورنامنټ چې پرون شوى، نن افغانستان په خپله دويمه سيالۍ کې ميانمار ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ چې تايلينډ په پلازمينه بنکاک کې ترسره کيږي، پکې افغانستان ، ايران، تايلينډ، چين، مالديپ، ايران، ميانمار او د عمان په ګډون اوه هېوادونه برخه لري .
دا سيالۍ په دوو ګروپونو يا ډلو وېشل شوي دي په الف ګروپ کې افغانستان، عمان، ميانمار او ايران او په ب کې چين مالديپ، او تايلينډ برخه لري .
نن افغانستان خپله دويمه سيالي له ميانمار سره ترسره کړه، چې دغه هېواد ته يې ه اتو لوبغاړو ماتې ورکړه .
د ميانمار لوبډلې پچه يا قرعه وګټله او ټوله لوبډله يې په پنځه دېرشم اوور کې وسوځېدله، دغه لوبډلې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٧٥ منډې جوړې کړې .

افغان ځوانو توپ اچوونکيو يو ځل بيا ډېره ښه لوبه وکړه او مخالف لوبغاړي يې ژر ژر وسوځول.
د افغانستان د ډلې لخوا توپ اچوونکو نجيب ، افضل او ذبيح الله د مخالف لوري درې درې لوبغاړي وسوځول .

افغاني توپ وهونکو يا بيټسمينانو د ميانمار لخوا ورکړل شوى هدف (٧٥) منډې په ډېرې اسانۍ سره ددوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او نهم اوور کې يې ٧٨ منډې جوړې کړې .
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزنکى کبير خان هم د ځوانانو له لوبډلې سره بنکاک ته تللى دى .

نوموړي وويل چې افغان ځوانو لوبغاړو پخپله لومړۍ سيالۍ کې سمه لوبه نه وه کړې ، خو نن يې په بيټنګ او بالنګ دواړو برخو کې ښه وځليدل .
کبير خان هيله څرګنده کړه چې دافغانستان د ځوانانو ملي لوبډله به په راتلونکيو سياليو کې ښه لوبه وکړي .
د هغه په وينا، که چېرې افغانستان په خپله بله سيالۍ کې ايران ته ماتې ورکړه، نو ددغو سياليو نيمه پاى لوبه يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کوي .
نن په نورو سياليو کې مالديپ چين ته او عمان ايران ته ماتې ورکړه.
عمان پرون افغانستان ته هم ماتې ورکړه، افغانستان به د لړم په ٣٠مه، له ايران سره خپله درېيمه سيالي کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024