کور / شعر / غزل

غزل

 

ژوند یې دوزخي شو ځکه چول اخلي ګوښه ته ځي
ورک به د ځان غم کړي، لري ډول اخلي ګوښه ته ځي


دا د وخت زردارو ته د مکر سجده نه کوي
ستا ملنګ د میني یو کچکول اخلي ګوښه ته ځي


دلته په بازار کي د څو ښکلو د خولې بیه ده
خوار کاڼي د ځان سره د تول اخلي ګوښه ته ځي


خپل شرین ایمان خو تر ډالرو ګټور ګڼي
بيرته له سکروټو ګام په سول اخلي ګوښه ته ځي


څومره د غم اوښکي به ګریوان ته د ویر وسپاري
دوي چي په زخمی لاسو کهول اخلي ګوښه ته ځي


بیا لکه ماشوم ستا له یادونو سره لوبي کړي
ښکلې بشرمل چي دي تاتمول اخلي ګوښه ته ځي