کور / شعر / وردګ

وردګ


ستاله شينكي شينكي باغوصدقه
وردګــــــــــــه ستا له غرورغو صدقه
تل دباران د پســــــــــــــــــــرلي يــادوم
ستا له سړو سړو چينو صــــــــــــــــدقه
خړي ګردونه د تر زرو ښـــــــــــــــــه دي
ستا له سپيرو سپيرو ډاګو صــــــدقه
ستا بيابان تر ګلستان بهتـــــــــــــر دی
ستا له وړو غټو ميرو صــــــــــــــــــــدقه
په هـــــــر زمان د زړه ټوټۀ يې زمــــــــــــا
ستـــا له خوړونو او ورشو صدقـــــــــه
كلك ميلمه پال يې په جهـــان منـــــــلی
ستا له دې ښکلو عادتو صدقـــــــــــــــه
لتا نه كسي او ليــــــمه ځـــــــــــــــــــاروم
ستا له سركښو شاه زلمو صدقــــــــــــه
زما دې ټول بدن لتــــــــانه ځـــــــار شي
ستا له باتورو ننګيالو صدقــــــــــــــــــــه
تا محمد جان غوندې بچيــــان روزلي
ستا لدې خو ځنده زانګو صدقـــــــــــه
همت قربان كړې د افغان له خــــاورې
وردګه ستا له هديرو صدقــــــــــــــــــــــــه