کور / شعر / کابليه

کابليه

ها د کیږدی په خوله کی ناسته بوډی
ها په غوږو کاڼه سپین پوسته توړی

ها چی په سپین غاړه امیل جیلول
ها چی وربل کی غټ نتکی ځوړول

هغه ښایسته ډیر په ځوانی کی مسته
ها چی وه پیغله ها د ګلو لښته

دهغی ځوانی می خاطرو ته راغی
دناز خبری می یاددو ته راغی

ها چی کاروان سره هلمند ته تلله
ها چی د اوښ رسی په لاس نیوله

ها چی وربل کی سره ګلان ټومبول
هاچی دتورکمیس ګنګروان شرنګول

ها چی په سپین مړوند بنګړی اچول
هاچی خپل سترګی په کجل توره ول

غږ می پری وکړ کابلیه خوری
د اوالداد او د زرلښتی موری

زه جنت ګل یمه سلام می تاته
خورجانی څنګه یی کلام می تاته

ته جنت ګل یی خواره مه شی وروه
حال می خراب دی بی سړی بی اوره

ژوند می تباه شو د مینوو د لاسه
سړی می والوتل د پله د پاسه

زرلښته ویوړل قوماندان ویوړله
ماښام ترږمی وه هغه زمان ویوړله

اولداد دلته په کیږدی کی ناست دی
پښه یی نشته په نمسی کی ملاست دی

اوس کونډه ښځه یمه ځوانی می تیرشو
ها زمانی اوس له هر چا نه هیر شو

اوس را ته پاتی دی د غم بارونه
یومی ګوډځوی یوکیږدی د لور یادونه

د کابلی په حال می و ژړل ډیر
پر ما هغه ګړی ډیر سخته شو تیر

لعنت په جنګ اوجګړه مار دی وشی
په دی لاس پوڅو ټوپکمار دی وشی