ناټو : زموږ سره پر وزیرستان د حملې کومک پاکستان کړی و
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چی ناټو وایی په هغه حمله کی چی دوی د جنوبی وزیرستان پر انګور اډه باندی د توپ څه نا څه شل ګولۍ اورولي وې ، پاکستانی پوځ کومک ورکړی و . دا حمله په یکشنبه د پکتیکا څخه پر انګور اډه باندی سوې وه .خو د تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکول سوی . دا لومړی ځل دی چی ناټو اعتراف کوی چی پر قبایلی سیمو د دوی د حملو سره د پاکستانی پوځ مرسته دخیله ده . دا رسواینه په داسی حال کی اعلانیږی چی اسلام آباد مسلسل د امریکا لخوا د بې پیلوټه الوتکو هوایی حملې صرف په الفاظو کی غندی . خو څیړونکي وایی چی د ناټو د دې رسواینی څخه به د آصف علی زرداری او پاکستانی پوځ دریځ سخت زیانمن سی .
کابليه »