راستانه شوي کډوال سختی ستونزی ګالی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 19th, 2008


اسوشیټیډ پریس د جلال آباد څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د پاکستان او نورو سیمو څخه راستانه سوي کډوال په داسی خیمو کی ژوند کوی چی مخی ته یې لوږه او بېوزلی او شا ته یې هم ځمګني ماینونه دي . په هغه کمپ کی چی په چمتله کی جوړ سوی ، څه نا څه څلوېښت زره افغانی کډوال شپې سبا کوی . د ملګرو ملتونو د کډوالو د څانګی لوی کمشنر انتونیوګترس چی دغه کمپ ته ورغلی و ، کډوالو ته وویل چی « د نړیوالی ټولنی لخوا کافی مرسته نه ده سوې . زه به په هغه کنفرانس کی چی په همدې اوونۍ کی په کابل کی جوړېدونکی دی ، پر شتمنو هېوادو فشار واچوم چی ستاسو راستنو شوو کډوالو لپاره نوره بسپنه او اعانې راکړی . » د کمپ خلکو وویل چی خیمې ټولی سورۍ دي ، خواړه او صحی اوبه نه لرو ، د خیمو تر شا په ماینونو فرش ځمکی دي او د خوارۍ لپاره هیڅ کار او روزګار نسته او صرف په نوم ژوندي یو . افغانستان ته د ۲۰۰۲ راهیسی پنځه ملیونه کډوال راستانه سوی او بیا هم درې ملیونه لا په پاکستان ، ایران او نورو هېوادو کی اوسیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024