ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د یو امریکايې پوځي افسر په حواله لیکلي دي چې امریکا هیڅ کله هم د ملا عمر د نیولو غوښتنه نده کړې.
ورځپاڼې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې ددوې ترمنځ دوهمه ناسته هم په سعودي عربستان کې کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه ځینو منفي غبرګونونو ته په اشارې لیکلي دي چې اوس فتنو ته د لمن وهلو وخت ندې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د کډوالو د ستونزې د هواري لپاره په کابل کې جوړیدونکې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې دا ستونزې د نړیوالو مرستو پرته حل کیداې نشي.
په ورځپاڼه کې د غورماچ ولسوالۍ له استازو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر هم خپور شوې او د هغه په حواله لیکل شویدي چې د هیواد د هر وګړي دفاع خپله دنده بولي.
په ورځپاڼه کې د حاجیانو د لیږلو په برخه کې شته ستونزې هم څیړل شوي او د هغې د حل غوښتنه شوې ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکايې کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې افغانستان ته د شلو زرو نورو سرتیرو د استولو اړتیا ده.
په ورځپاڼه کې د ناټو د پارلماني ډلې د مشر دا وینا هم راغستل شوې چې د افغانستان روان بحران پوځي حل لاره نلري.
دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو تبصره کړې او په عینې حال کې ځینو هغو خنډونو ته اشاره کړې چې د کمزوري مدیریت له امله رامنځ ته شویدي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په وړاندیز بحث کړې او د طالبانو لخوا ددې غوښتنې د ردولو په اړه لیکلي دي چې دوې له دې کار نه زیاته ګټه ترلاسه کوي.
ورځپاڼې د خپل دوهم مخ په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب ولس مشر سیاست څیړلې او لیکلي دي چې اوباما به په افغانستان کې بدلون د کرزي په لرې کولو سره پیل کړي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي نوي دریځ ته په اشارې هغه یوه نوې سیاسي جوارګري بللې ده.
په ورځپاڼه کې د هسپانوي چارواکو په نقل دا هم لیکل شویدي چې د افغانستان جنګ دې پخپله افغانانو ته وسپارلې شي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د سولې د خبرو لپاره د ولس مشر کرزي د غوښتنې ردولو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې مخالفین ولي خبرې نه کوي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې افغانستان ته ورپیښ کلتوري ګواښونه راغستې او لیکلي دي چې د هیواد د ملي کلتور تر سختو ګواښونو لاندې دې.
او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغان ماشومانو حالت څیړلې او لیکلي دي چې دا د روزګار خاموشه قربانیان دي.
ورخپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې د عید ګاه په جامع جومات کې بیت اله شریف ته تلونکې یو حاجي مړ شوې دې.
او ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او د هغې د حل لپاره يې د مناسبو اقداماتو سپارښتنه کړې.