کور / تازه خبرونه / پكتيكا: د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګى بريد شوى

پكتيكا: د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګى بريد شوى

نن سهار د پكتيكا ولايت د برمل په سرحدي ولسوالۍ كې د ملي اردو پر سرتېرو ځانمرګى بريد شوى، خو چارواكي وايي، چې پېښه يوازې د بريدكوونكي په وژنه تمامه شوې او سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د پكتيكا والي ډاكټر اكرم خپلواك وايي، يوه تن چې په ځان پورې يې چاوديدونكي توكي تړلي وو، د ملي اردو سرتېرو ته ځان نېږدې كيدل غوښتل، خو د ده په خبره د هغوى پرې پام شو او ده موخې ته له رسيدو وړاندې ځان والوځاوه.

والي دا هم وايي، چې سرتېرو د پېښې په ځاى كې داسې يو څوك ژوندى نېولى ، چې د بريدكوونكي د لارښود ګومان پرې كيږي.

ياده پېښه د انګورو آډې په نوم هغه ښارګوټي كې شوې، چې له ډېورېنډ پولې سره جوخت پروت دى.

پكيتكا له وزيرستان او بلوچستان سره نېږدې څلور سوه كيلومټره ګډه پوله لري.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د دولت مخالفو وسله والو څه نه دي ويلي.