کور / تازه خبرونه / خوست: يو ښوونځى په بمونو والوځول شو

خوست: يو ښوونځى په بمونو والوځول شو

د خوست ولايت د اسماعېل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د ورزې په سيمه كې تېره شپه ناوخته يو منځنى ښوونځى په بمونو والوځول شو.

د سيمې ولسوال دولت خان قيومي وايي، چې په ښوونځي كې څلور چاودنې شوې، چې له امله يې څوارلس خونې په بشپړ ډول وېجاړې شوې دي.

ولسوال وايي، چې د ښوونځي جوړولو په پيل كې د كلي خلكو ژمنه ورسره كړې وه، چې د دې كار ساتنه به كوي، او اوس يې د كلي پر مشرانو او ملاامامانو منلي، چې وېجاړ شوى ښوونځى به له سره جوړوي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤوليت چا پرغاړه نه دى اخېستى.