کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا ناټو به خپله ماته اومني ؟

ایا ناټو به خپله ماته اومني ؟


کله چې په بازارونوکې څو کسان سره راټول شي نو ټول په ټوله دخلکو سترګې پسې ور اوړي او یو نیم پکې پرته دچا له غوښتنې ور دانګي هم خو که دا مهال کومه وژونکي پېښه رامنځ ته شي نو خلک په خپل قضاوت کې وایی اوزګار خیل وو ولي   ور ټولیدل او چې نه کارنو هلته څه کار ….
دناټو دیو شمیر غړیو هیوادونو سره کټ مټ همداسې لوبه شوې ده امریکا چیغه کړه او دوې ورسره غبرګه کړه . پرته له دې چې دافغانستان دخلکو او سیمي په جغرافیه او یا انټرپالوژۍ او بشر پیژندنه کې لومړی مالومات تر لاسه کړي او بیا دهغې مالوماتو او دخلکو دعرف او عاداتو په رڼا کې یوه معقوله تګلاره جوړه کړي، ناټو ځواکونو دې هیواد ته لاره وکړه او په ټولو تیرو تجاربو یی سترګې پټې کړې او خپل نابلده سرتیري یی  په ډزو او بمباریو وګومارل خو دا پوښتنه ورڅخه طرحه نه شوه چې دچا په خلاف جنګ، ددښمن نوم مالوم دی خو تعریف یی نشته دغې ستراتیژې په سیمه کې دناټو پر وړاندې له خلکو سره کرکه زیاته او دناټو مخالفین ددغې کرکې له امله زړور شول .
اوس نو دناټو پروړاندې دوه لویی ننګونې پرتې دي یوه داچې ایا ناټو به ماته ومني ؟ او دویمه داچې ناټو به اومني چې داد امریکا دموخو جګړه ده خو کریډیټ یی دناټو په اکاونټ کې محاسبه کیږی ، اوبالاخره  میدان به پریږدي ؟
دامریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس په فلوریډا ایالت کې وویل چې دافغانستان کړکیچ دافغانانو خپله جګړه ده .
خوهمدغه ښاغلي بیا ناټو ته وایی چې داد ترهګرۍ پر وړاندې نړېواله همکاري ده ، ددې معما په ګرداب کې راګیر هیوادونه او ورسره تړلي هېوادونه اندیښمن شويدي او دناڅرګندو پایلو څخه دځان ژغورنې په موخه په هر رنګ او نیرنګ له لویدیزه راوړي موخې او هیلې شنډول غواړي  چې د طالب ، ترهګر ، ځانمرګي او القاعده یا تروریست سره دنښتو په پلمه یی په افغانستان کې دناټو پښه بنده کړېده خو د تکنالوژۍ پروړاندې یی ورته دخلکو له مذهبي احساساتوڅخه دفاعیه جوړه کړې او یوې داسې ورځې ته سترګې په لاره دي چې ناټو ماته او افغانستان دخپلو موخو دخوندی توب ځاله وګرځوي .
دبارک اوباما وړاندې شوې تګلاره کې هم داسې څه نشته چې د روان جنګ دپای او دسولییز چاپیریال درامنځ ته کیدو پیل یی وګڼو . نړېوال اقتصادی کړکیچ او دتیلو له امله د لویدیز بده ورځ ددې لامل شوه چې امریکا باید له عراقه سرتیری اوباسی او دتیلو او نفتی موادو د استخراج له پاره زمینه برابره کړي ولسمشر بش له عراقه دسرتیرو دویستو په مسله چوپه خوله پاتې کېدل ددې مانا لري چې دغه جګړه لکه چې یو برتانوي قاضی ویلی وو دنړېوالو اصولو پرخلاف وه او هاغه مهال اړتیا وه چې دعراق دنفتو چینې بې سر پوښه شی مګر دنن ورځې اړتیا داده چې ددغو بې سرپوښو چینو څخه یوازې امریکایی منګي ډک شي چې عراقي حکومت ورسره ددغه ارزښت په منلو سره دسرتیرو دویستلو  توافق وکړ او خپل ولس ته یی د  مومن خان په ښامار کې توره سره کړه  . اما دا لا پرځای پاته ده چې  په سیمه کې دپاکستان ایران روسیی او چین داتومی ځواکمنتیا دمخنیوی په موخه باید دړندو جګړه روانه وي او هرڅوک چې سر لک بوڅ کړي نو دترهګرې په بازار کې یی دپلورلو هوډ کیږي او نړېواله ورورولي ګرېوانه ته  لاسونه ورغځوي .
ددغو سیاسی پالیسو په تور داب کې دملتونو او خلکو ورځ توره شوې خو دا خبره دنړۍ تاریخ ته په کتو سره ډیره معقوله بریښي چې وایی دنړۍ ستر ستر شهکارونه داختناق په غیږه کې زیږيږي او وده کوي او افغانستان نن سبا هغه سیمه ګرځیدلې چې دنړۍ او سیمي هېواده یی په اړه انګیري چې ګواکې ټول تشنج او اختناق  ورڅخه سرچینه اخېستې ده نو که همداسې وي بیا خو ناټو ته پکار دي چې له یادو شویو دوه ننګونو څخه یې یوه اومني کومه چې ددوې له پاره ګټوره وي او جګړې ته دې دحل لاره ور کړی دا ټول تغیرات باید په دې باور اومني چې پرون د وارسا تړون هم همداسې اختناق له منځه یووړ او نن ناټو هم دهماغه اختناق منځ ته رسیدلې چې نه پرمختګ کولای شی او نه هم په شا تګ.
خلک چې دمیچنو لاندې دي له ناټو غواړي چې  دپرمختللیو هېوادونو دمدني مخلوق او بشري ځواک په توګه دې دتاریخ له تکراره لاس واخلي کنه نو سبا خدای مه کړه ترینګلتیا داسې یو برید ته ونه رسي چې کابو کول به یی دنړېوالو له واکه هم وتلې خبره وي .