کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژمنۍ رخصتۍ او د معارف ټکنی بهیر

ژمنۍ رخصتۍ او د معارف ټکنی بهیر

څلورمه ورځ ده چې دمرکزکابل په ګډون په سردسیروسیموکې دښونځیووروستۍ ازمویني پیل سوی ، دازموینوترپایته رسیدووروسته  روان ښوونیزکال پایته رسي اوزدکونکي به دري میاشتي له ښوونځیورخصت وی.

افغان زدکونکې داسي مهال یوبل ښوونیزکال شاته پریږدی چې  دهیوادپه ډیرولیري پرتوسیموکې ګڼ ښوونڅی ناامنیوتړلي ، ډیری ماشومان له زدکړيزبهیره پاته دی اودډیروښونځیولپاره دودانیونشتوالی ، دمسلكي ښوونكوكمښت ، ددرسي توكولږوالى ،وروسته پاته تدريسي ميتوداوددرسي كتابونوپه تدوين اوچاپ كي زياتي تيروتني اوناسم ويش نیمه روان ښونیربهیرټکنی کړی .

دهیواداوسنی  اوتیری دیرش کلنی ورانی اوویجاړی وضعی ته په کتوسره ښونه اوروزنه دافغان ماشومانوهغه ستره اولومړنی اړتیاده چی دهیواداقتصادی ، سیاسی ، نظامی اوټولنیزپرمختګ ورپوری تړلی دی .

كه څه هم چي د۲۰۰۱زيږديزكال راپه ديخوا له څه مهاله چي دامريكاترمشري لاندي دنړيوالي ټولني په مرسته په افغانستان كي نوي اداره رامنځته سوي، په هيوادكي دښووني اوروزني دبهيربياپيليدنه اورشد يوه لويه لاسته راوړنه ګڼل كيږي خولاهم په دغه هيوادكي دجګړوله زوره مليونونه افغان ماشومان له زدكړئيزبهيره پاته دي .

په دي وروستيوكي ديوي نادولتي ټولني دسروي له مخي ، په افغانستان كي ماشومان ۱۳مليونه شميرجوړوي چي دټول نفوس ترنيمايي زياته سلنه پوره كوي اودامهال يي يوازي شپږمليونه زدكړي ته لاسرسي لري اوپاته اوه مليونه نوريي له دغه بهيرنه محروم دي.

دښوني اورزوني له بهيره دماشومانودپاته تګ لوي لاملونه،ناامني، بي وزلي ، وروسته پاتي فرهنګ اودماشومانوپه برخه كي دحكومت نه پوره پاملرنه ده .

دپوهني وزارت دشميروله مخي د۲۰۰۶زيږديزكال دمي مياشتي څخه تر۲۰۰۸فبروري مياشتي پوري پرښوونځيو( ۲۴۵۰) بيلابيل بريدونه سوي او۳۳۶ځله زدكونكي تربريدونولاندي راغلي دی اود ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف دمعلوماتوله مخی  په روان کال کې پر ښوونځيو ٢٥٦ بريدونه شوي چې له کبله يې ٥٨ تنه مړه او ٤٦ نور ټپيان شوي دي .

ددغوناوړه پیښوپه لړکی  وروستۍ پیښه دتیری چهارشنبی په ورځ دکندهارښارپه میرویس مینه کي هغه مهال رامنځته سوه چې څوتنونامعلوموکسانودښونځي د۱۶تنوښځینه زدکونکوپرمخونوتیزاب وپاشل چي له امله یی ددووتنودسترګوروښنايی له منځه ولاړل .

که څه هم چي اوسمهال په کندهارکې ۲۷زره نجوني ښونځیوته ځي خوپه ښاردننه دغي وروستۍ پیښی زدکونکي نجوني اودهغوی کورنۍ اندیښمن کړی، اودښوونی اوروزني په برخه کی هم چې دحکومت یوازینی ستره لاسته راوړنه ګڼل کیږی دحکومت بی کفایتي څرګندوی.

دپوهني وزارت دچارواکودویناله مخې اوس مهال په هیواد کې نژدى ٧٠٠ ښوونځي تړل شوي چې زيات شمېریی دهیوادپه ناامنو ولايتونو کندهار، ارزگان، هلمند او زابل کې تړل شوي دي اوله امله یی دری سوه زره زدکونکي له زدکړي پاته دي .

ددي ترڅنګ، دښووني اوروزني روان اوسني بهيرهم دكيفيت له پلوه دډاډوړنه دى ، په ډیروسیموکي دښوونځیولپاره دودانیونشتوالی ، دمسلكي ښوونكوكمښت ، ددرسي توكولږوالى ،وروسته پاته تدريسي ميتوداوددرسي كتابونوپه تدوين اوچاپ كي زياتي تيروتني اوناسم ويش هغه څه دي چي داوسني ښوونيزبهيردټكني كيدا لامل سوي .

ټاکل شوې وه چې د روان کال په ترڅ کې په دغه هېواد کې ١٦٠٠ ښوونځي جوړ شي، خودادی کال پایته رسیږی اوتراوسه یی یوازي پرنیمایی هغوکارپیل سوی دی .

له نوی نصاب سره سم ددرسی کتابونو چاپ چې په روان کال کې په څوځلي توګه توزیع سول اوزدکوونکي یی دویش له وخت ، ډول اودچاپ له څرنګوالي خوښ نه و، بله هغه ستونزه ده چې ډیری زدکونکي ورڅخه سرټکوی، چارواکي وایی د۷ټولګیوڅخه ترنهموهغوپوری ۶۰ملیونونورودرسی کتابونوته اړتیاده چې په روان کال کی به چاپ سي .

خوګوتنیوونکي وایی چې دتیروڅه باندی اووکلونوپه ترڅ کی حکومت په دی نه دی توانیدلی ترڅویوباکیفیته معارف رامنځته کړي ،۸۷ښوونیزکال پایته ورسیدخو دمسلکي ښونکودکمښت ، زاړه تدریسی میتود، دریسی توکوکموالي ، ښوونځیوکي نه ډسپلین اودنوی نصاب سره برابرددرسی کتابونودنشت ستونزي لاپرځای پاته دی .