راروان سوړ ژمۍ او پراخ خوراکي ناورین
په داسی حال کې چې دپلازمينې په ګډون پر ډیرو ولایتونو دژمي سړوخي خنک سیوری غوړولی زرګونه افغانان ، په هيوادكي له پراخی بي روزګاري ، دخوراكي توكوله كمښت ، دبيود لوړوالى اوله امله يي درامنځته سوي مخ په زياتيدونكي بي وزلي اولوږي کړیږی .
په هيوادكي څوكلني جګړي اوتاوتريخوالي ټولنيزاقتصادله مځكي وهلى ، زراعتي اوصنعتي سيسټم يي وران كړى اوپر هيواد يي دبيسوادۍ ، بيكارۍ اوفقربي خونده سيورى غوړولى دى .
په داسی حال کی چې کرونده او څاروي دهيواد پنځه اوياپه سلوكي اقتصاد جوړوي تيري څوكلني وچكالۍ اواوسنيونااراميوزراعت ته سخت تاوان پيښ كړي، ډيرى كرهڼيزي مځكي اوباغونه وچ سوي اوپه كليوالوسيموكي يي انساني ژوند له خنډ سره مخامخ کړى دى.
په تيرواووكلونوكي دبون ، لندن ، توكيواوپاريس دكنفرانسونوپه ترڅ كي له افغانستان سره دژمنه سويوشاوخوا(۴۰) مليارډه ډالره مرستو سره سره بياهم دعادي افغانانوپه ژوندكي دپام وړبدلون نه دي راغلي اودلوږي اوفقرلمنه پراخه سوي ده .
رسمي ارقام ښيي چي همدااوس دوه څلويښت په سلوكي افغانان په محض فقركي قرارلري اوشاوخواشل مليونه نورافغانان په بي وزلي كي ژوندكوي.
په داسي حال كي چي په ۲۰۰۷كال كي افغانستان دنړي د۱۷۸بي وزله هيوادونوپه كتاركي پنځم ځاي درلود ، دملګروملتونوپه وينااوس يي څلورم مقام خپل كړي چي له دي نه ورځ تربلي دافغانانودژوندخرابيدل څرګنديږي .
د افغانستان د ولسي جرگې اقتصادي کمیسیون وايي اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا اووه ميليونه وگړي د لوږې سره مخامخ دي او په خبره يې د دغه ناورين نه د وتو لپاره لږ تر لږه دوه ميليونه ټنه غلې دانې ته سخته اړتيا ليدل کېږي .
حکومت هم مني چې دژمي تروژونکي سړې سیلۍ مخکي باید۲۰۰زره ټنه غله دانه فقرځپلوسیموته ورسیږی اوکه تردې وړاندی دلیري پرتوسیمولويی لاری واوری بندی کړی نودزرګونوکسانودمړیني ویره رامنځته کیږي.
داضطراري حالاتودکمیټې غړي اودکرني وزیرمحمد آصف رحیمي ویلي که څه هم ۶۱۰۰ټنه غله دانه یې ځینوهغوسیموته لیږدولې چې له لوږي کړیږی خوپه وینایی چې ۵۶نورې ولسوالۍ لاپاته دي چې په عاجله توګه غلې دانې ته اړتیالری .
همدارازدسوداګرۍ وزارت وایي له قزاکستان څخه یي دوه سوه زره ټنه غنم پیریدولی چې دراتلونکودویواونیوپه ترڅ کی به هیوادته راولیږدول سی اوپرډیرواړینوکورنیوبه وویشل شی .
د چارواکو د شميرو تر مخه دا مهال په هيواد کې د سړي سر کلنۍ عايد شاوخوا ٤٠٠ ډالره دى چې د گاونډيو هېوادونو په پرتله څوبرابره ټيټ بلل کېږي .
د ملگرو ملتونو سازمان په دې وروستېوکې افغانستان کې د لوږې د زياتېدو په هکله خبردارى ورکړى دى او ميلونونو وگړو سره ېې د بيړنېو مرستو غوښتنه کړې ده
د ملگرو ملتود خوړو پروگرام يا ډبليو ايف پي ( WFP) وایي اوس سلگونه زره ټنه خوراکي توکو مرستو ته اړتيا ده . دوى وايي دا مرستې بايد له ژمي د رارسیدو نه مخکې اړو خلکو ته ورسول شي.
ملگري ملتونه وايي افغانستان کې شا اوخوا پنځه ميلونه کسان د خوارۍ یا بې وزلۍ له کچې ټيټ ژوند لري. دوى له مرسته کووونکو هېوادو څخه غوښتي دي چې دې کسانو لپاره څلور سوه ميلونه ډالره د مرستې په توگه ورکړي.
داپه داسی حا ل کی ده چی تیرکال دژمي دسړوخي اواړینوکسانوته دلازمومرستودنه رسیدوله امله تر۲۰۰۰دووزوزیاتوکسانودخوراک له نیشتوالی اویخنۍ له امله خپل ژوندله لاسه ورکړی و.
همدااوس دهیوادله یوشمیرلویدیځواوشمالی ولایتونوڅخه دخلګودخورابدوضعیت خبرونه رارسیدلي ، له بادغیس څخه دوښودخوړلواودبغلان اوسمنګان څخه داولادونودپلورراپورونه ورکړل سوی دی .
حکومت وایی سږ کال شپږو ميليونو ټنو غنمو ته اړتيا ده چې څه ناڅه څلور ميليون ټنه يې په کور د ننه توليد شوي او پاتې دوه ميليونه ټنه يې بايد له بهرنيو هېوادونو وارد کړي .
تراوسه له پاکستان څخه ۵۰زره ټنه اوله قزاکستان څخه دوه سوه زره تنه غنم پيرودل سوی چي شته خوراکي تشي ته په پام سره به ونه کړای سی ددغه خوراکی ناورین مخه ونیسی .
یوبل څه چې په دی برخه کی داندیښنی وړدی دپیرودل سوی غلی دانی ناسم ویش دی ، که څه هم چی حکومت وایی دغه غله دانه به په فقرځپلوسیموکی پراړینوکورنیووویشل شی خوپه حکومت کی شته فسادته په پام سره هیڅ څوک هم ډاډه نه دی ترڅودغه ویش په سمه توګه ترسره شۍ.
بنسټیرحل یي څه دی ؟
که څه هم چې د افغانستان ٨٠ په سلو کې اوسېدونکي پر کرنيزو چارو بوخت دي، خو لا تراوسه دغه هېواد د خوراکي توکو په ځانگړې توگه د غنمو په برابرولو کې پاتې راغلى او د بهرنيو مرستو لپاره يې لاسونه غځولي دي .
په ټوله کې د کوکنارو کرل ، د اوبخور د سيستم نشتوالى او کرنيزو چارو ته نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې افغانستان يې د خوراکي توکو په برابرولو کې تر ډېره بريده نورو هېوادونو پورىې تړلى دى .
دکتونکوپه اند په هیوادکی به هله دخوراکی توکوستونزه پای ومومی ترڅو افغان حکومت او مرستندويه ټولني په دې ذراعتی هیوادکی د کرنيزو جوړښتونو په برخه کې سترې پانگونې وکړي .
د کرنيزو پروگرامونو پياوړتيا او په ځانگړې توگه د اوبو د لويو بندونو جوړول د پاريس په ناسته کې د حکومت له مهمو وړانديزونو څخه ول چې له مخي یی له نړیوالي ټولني څخه د دوه نيم ميلياردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړى وه خولاهم په دی برخه کی کومه خاصه توجه نه ده سوي .
په داسی حال کی چی افغانستان ګڼي داوبوطبیعی زیرمی لری ، پراخ هواردښتونه پکښی دی اوهوا اومځکه یی هم دکرلپاره خورامساعده ده خوپه تیرواووکلونوکی دنړیوالی ټولنی دشاوخواڅلویښتوملیارډه ډالرومرستي په دی برخه کی کومه خاصه ګټه نه ده کړي اوله همدی امله دی چې نړیوالي مرستي پربنسټیزوپروژونه دي لګیدلی هسی چي دخلګوپه ژوندکی عملی بدلون راولي .
دملګروملتونودخوراک اوکرني نړیوال سازمان (اف اې او) په خپل یوه وروستي راپورکی ویلي چې سږ کال د افغانستان د کرنيزو توکوکچه د تېرکال په پرتله ٣٨ په سلو کې ټيټه شوې ده اولامل یی هم کروندګروته داصلاح سویوتخمونونه رسیدل ګڼلي .
دراپورله مخي له اصلاح شويو تخمونو کار اخستل ٣٠ په سلو کې د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي لامل گرځي خواوسمهال یوازی ۳۱په سلوکی کروندګراصلاح سوي تخمونه ترلاسه کوی اوهغه هم ډیرله نارسمی سرچینوڅخه دپیسوپه بدل کي .
نچوړدادی چې که نړیواله ټولنه اوافغان حکومت دهیواددذراغتي سیسټم بیارغوني ته پام وانه ړوي ، بهرنیوهیوادنوته تلونکي بی سروپایه اوبه راونه ګرځوی ، داوبوستربندوه جوړنه کړي ، پراخي شاړی مځکي خړوبی نه کړی نوکه څلویښت ملیارډه نورډالرهم هیوادته راوړل سي دخلګوپه ژوندکي به تلپاتی بدلون رانسي .