کور / تازه خبرونه / په زابل کی یوې پیغلی ځان وسوځاوه

په زابل کی یوې پیغلی ځان وسوځاوه

قنقوس خبری آژانس خبر ورکوی چی پرون په زابل کی یوې ۲۲ کلنی پیغلی پر ځان تېل وپاشل او اور یې واخیست . د زابل امنیه قوماندان جیلانی فراهی وویل چی دغه پیغله د خپلو زیاتو سوځېدلو زخمونو په اثر په روغتون کی مړه سوه . که څه هم پولیس وایی چی د ځان وژني اصلی علت تر اوسه معلوم نه دﺉ خو د نجلۍ ګاونډیان وایی چی دا پیغله یې یوه زاړه سړي ته په نکاح کوله نو ځکه هغې ځان ته اور واچاوه . د دې نجلۍ یو خپل د دې قضیې په ارتباط نیول سوی دﺉ .