کور / تازه خبرونه / امریکایی قوماندان د خبرو اترو پلان جوړ کړی دی

امریکایی قوماندان د خبرو اترو پلان جوړ کړی دی

رویټر په افغانستان کی د ناټو د امریکایی قوماندان جنرال ډیویډ مک کایر مېن له قوله خبر ورکوي چی دﺉ غواړی د محلی قوماندانانو ، محلی مخورو ، او محلی طالبانو سره د خبرو اترو د یوې عمومی پخلاینی پلان عملی کړی . دی وایی چی په عراق کی دغه کار ښه نتیجه ورکړه او سُنی جنګیالي یې د القاعده دښمنان او د ځانو تر څنګ ودرول . ده وویل چی موږ داسی یو پلان نه لرو چی یو قوم یا قومونه راسره ودروو بلکی د هر قوم سیمه ییز مخور راسره دروو او لویدیځ به مرسته ورکوی . ده اعتراف وکړ چی که موږ په افغانستان کی هر څومره دښمنان ووژنو بیا هم د هغوی له شره نه خلاصیږو او دا کار د هغوی اراده نه سی ماتولای . نو ځکه د سیاسی ، دیپلوماتیکی ، او انکشافی مرستو څخه پرته پوځی قوت نسی کامیابېدای . ده وویل چی موږ په کابل کی د چارواکو سره په تماس کی یو چی محلی او عمومی شوراګانی جوړی کړی او د هغو له منځه استاځی وټاکی چی د هغوی سره به د امریکا او لویدیځ لخوا کومک کیږی . خو څیړونکي معتقد دي چی د افغانستان ټولنیز بافت دومره حساس او پیچلی دﺉ چی دغسی پلان یا د عراق غوندی فارمول دلته عملی کول به افغانستان د لویو مشکلاتو سره مخامخ کړی چی مسؤلین به یې د کابل فعلی اداره او واشنګټن وی .