کور / کیسه / د شنه زړوكي پېڅكه

د شنه زړوكي پېڅكه

دژمي سر و ، واورى لانه وې پرېوتى خوهوابى دركه سړه وه . دلالي بابا دزړى اوبى روازي كوټى وره ته يو نيمځالى، خيرن سپين پلاستيك پروت و اوسره له دى چى دپلاستيك پرلمن دوه درې پخي خښتى ايښى وي خو بياهم بادپه ځاى نه پريښوده اوپه زوره زوره يي رپاوه . لمرتازه ختلى و، لالى بابا دكوټى مينځ كى نغرى ته ناست و . مخامخ يي ورته تكه سره سپينه ځوانه نږور اوترڅنګ يي اوه اته كلنه لمسۍ (( نجيبه )) هم ناسته وه . لالى بابا پداسى حال كي چي لاس يي رپيده دچايوپياله يي ورو ورو له شونډوتر ځمكي ورسوله . يوه شيبه دنغري تت انګارته ځيرشو، بيايي دكټ خواته وكتل اوخپلي نږورته يي وويل ، هلك خودشپي نارامه و، نږوريي وويل ،هو، ټوله شپه ټوخيده ، څوكاشوغي جوشانده مي وركړه ، هغي سره يي ټوخي ودريد … ويده دى . بابا غلى شو، اوشيبه وروسته يي وويل : عسكروويشت ، طالبانووويشت اوكه امريكايانو ، خورانه يي واخيست ، هغه بيرته نه راځي ، دعاورته كوه ، اله دي اووه واړه جنتونه وركړي بيايي پورته وكتل اوپه لږشان لوړاوازيي وويل ، زمازوى خوچيرى په ميږي هم پښه نه وه ايښي ، چاچي راسره داظلم كړى دى ، خدايه ته ورته جزاوركړي . له همدى سره يي سترګي ډكي اونوريي څه ونه ويل . دلستوڼى په څنډه يي دسترګواوښكي وچي اوبيايي په ډيره نرمه اومهربانه لهجه نږورته وويل : لورې! ځواني دې ده ، خلك دې غواړي ، حقه لارده ، يونيك سړي سره نكاح وكړه ، غاړه به مى خلاصه شي . نږوريي په ژړغوني غږ وويل : بابا خداى مى دې حياوساتي ، تاپه دى حال كې چاته پريږدم ، خلك به څه وايي ؟ اوپداسى حال كې چې پركټ پروت ماشوم ته وكاته زياته يي كړه ، لمسي ته دي دعاكوه . په همدي سوال وجواب كي دواړو وژړل . له دي وروسته بابا يوكوږلرګى چي دامساكاريي تري اخيسته ، راواخيست ، په ستميدو ستميدو پرى ودريد اوخپلى لمسى ته يي وويل : نجيبى بچۍ ! ناوخته كيږي ځان تياروه چي برچوك ته لاړشو ، هلته ګڼه ګوڼۀ ډيره وي موټرپكي ځنډيږي ، دجمعى شپه ده ، خداى مهربانه دى ، خپل نصيب خوبه راوړو. موريي ژر پورته شوه ، دخپلى لورزړوكى يي ورسم كړاويو پلاستيك يي هم وركړ اوورته يي وويل : ځمكه يخه ده ، دباباپښى دى خوږيږي ، دابه ورته وغوړوي چي پرى كيني همدي سره بابا دنجيبي په اوږو لاس كيښود اودبرچوك لاره يي ونيوله شيبه وروسته برچوك ته ورسيدل ، نجيبى ورته دسړك پرڅنډه پلاستيك وغوړاوه اوباباپرى كيناست . په چو ك كي رښتيا چي دموټروګڼه ګوڼه زياته وه . بابا په كمزوروسترګوموتران څارل ، كوم يوبه چي لږڅه وروشو . نجيبى به ورمنډه كړه اودخپل زړو كي په پيڅكه به دموټردښيښي په پاكولو لګيا شوه ، ځيني موټربه نه ودريدل ، اونجيبى به ورسره يو ټوټه منډه هم كوله . چابه څه وركړل ، چابه تري ځآن پسى ښيښي پورته كړي ، څوك به ورته وغوريدچي مه كوه ښيښه داغي كيږي اوچابه ترى ګيرولګاوه . چابه چي څه وركړل ، هغه به يي ژر په بابا سپارل . اوبابابه ورته همدا ويل ، بچيه احتياط كوه چي كوم موټردي خوږه نه كړي . له سهاره ترمازديګرتيره پوري دسړك په دواړولورو ، په څلورپنځه كتارونوكي په زرګونه موټرتيرراتيرشول ، اونجيبه ددغوټولو په مينځ كي ستړى ستومانه ،په خاورواوګردونوليته پيته ، كله ورو كله په منډو او كله په تيندكونو واوښته راواوښته . ماښام نږدي شواويونيم موټرڅراغونه هم ولګول . بابا نجيبه له ورايه څارله ، كله كله به ترى دګردونواودموټروپه لوخړوكي پناهم شوه ، خو ورغږبه يى كړ : بچيه راووځه ، ناوخته كيږي . نجيبه دموټروپه ګڼه ګوڼه كي ژر ژرتاويده راتاويده ، چيري به يي دموټروپه بمپرونوكي لمن اوچيري به يي ددروازو په اړخنوښيښو كي دزړوكي څنډه ونښته ، خوځان به يي ترى خلاصاوه . په همدي هلوځلواوكشمكش كي ددى زړوكى غاړىته راورسيداودغوزانوقدرته وړى وړى سيني يي د زوړاونازك كميسه په ټټركي بوټي راووتى .دځان اوكالوپروايي نه كوله خوكوښښ يي كاوه چي ځان باباته ورورسوي په دي وخت كي دبابا له نظره ووته ، پورته شوه اوبيايې ورغږكړ ، نجيبي بچى ، چيرى يي ، پام كوه ، ژركوه ، راووځه . خوهرڅومره يي چي سترګي واچولي ، ويي نه كته ، وارخطاشو ، ودريد دموټرودګڼى ګوڼي مينځ ته ځيرشو ، بيا يي كوزى خواته وكتل ، هلته يي هم ترسترګو نه شوه .خو چې برى خواته يي وكتل ګوري چي دتوروښيښو يوموټر په ډيره بيړه دنوروله كتاره ووت ، ددروازى دلاندي څنډې څخه يي دشنه زړوكي پيڅكه راوتلي اودسترګوپه رپ كي له چوكه واوښت . باباچيغي كړي ، دخداى لپاره لمسى يي را يوړه ، هلې مخه يي ونيسى ، خلك پرى راټول شول ،زوږاوچيغى شوى، څوك … چا…څنګه … ولي …
خـــــــــــــوخبره لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه خبرى تيره وه . پاى .

خانمحمد ( سـيـنـد) ۲۳-۷-۱۳۸۷ كابل وزيراكبرخان مېنه

تبصره نسته

  1. درانه سيند صيب
    كيسه دې ډېره ښكلې وه خوند مو تري واخيست، په اوسنيو شرايطو كې د ماشومانو د تښتونې پېښې خورا زياتې شوي
    چې د ټولو د اندېښنې وړ ګرځيدلي كه كيسه ليكوال دا پېښې سره په كيسو كې ونغاړئ نو خامخا په سړي تښتونكو اغيز اچوي.