د افغان سېنما يو بل ځلانده ستوری هم نسکور شو
ډاکتر سيد نصير احمد (هالنډ، ۲۰/۱۱/۲۰۰۸)
درنو لوستونکو تېره شپه مې له ټوليزو رسنیو يو زړه
بوږنونکی او بدمرغه خبر واورېد، چې د باليوډ او افغانستان نامتو او تکړه
هنرمند-ډایرکتر حشمت الله خان د سپورت کولو په ترڅ کې د زړه د سکتې له سببه د افغانستان
د کابل د مرکزي قولاوردو په روغتون کې د ۲۰۰۸ م کال د نوامبر په ۱۸ نېټه په حق
ورسېد (قالُو اِنَا لِلهِ وَ اِناَ اِلَيهِ راَجِعُون).
ځوانيمرګ حشمت الله خان
حشمت الله خان په ۱۹۶۵ ميلادي کال د مزار شريف د بلخ په ولسوالۍ
کې سترګې وغړولې او د نونسسوواتياومو کلونو په پیل کې د کمونيستي غوبل په ترڅ کې
لومړی کندهار ته کډه شو او بيا په ۱۹۸۴ م کال له خپلې کورنۍ سره هندوستان ته مهاجر
شو. په هندوستان کې یې له ښوونځي وروسته د ټولنپوهنې او ټولنيزو حقوقو په برخه کې
خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې، حشمت الله خان د سینما له هنر سره ځانګړې مينه درلوده،
نو د سينمايي هنر په برخه کې یې هم زده کړې وکړې او په ګڼشمېر فلمونو کې یې د ستوري
په توګه بريالی رول ولوباوه، چې لاندې فلمونه يې ښې بېلګې دي:
1986 Pahunchey Huwe Log
1989 Sach
1990 Bandh Darwaza
1993 Krishan Avataar
حشمت الله خان وروسته له دغو فلمونو څخه د ډایرکتري په برخه کې
هم پر څانګپوهنه لاس پورې کړ او یوشمير ښايسته فلمونه د حشمت الله خان په هڅو جوړ شول،
چې د رويا او پسرلنۍ هيله یې د یادولو وړ دي. د حشمت الله خان په نوښت د افغانستان د
نامتو سندرغاړي مرحوم احمد ظاهر ګڼشمېر سندرې په انځوريز بڼه اړول شوې دي، چې دغو
کليپونو د مرحوم احمد ظاهر سندرې په انځوريزه بڼه تلپاتې کړې.
حشمت الله خان د پسرلنۍ هيلې په فلم کې
درنو وروڼو او خويندو! ما تلپاتی حشمت الله خان د لومړي
ځل لپاره د نونسوه نویمو کلونو په پيل کې د لروینون (تلويزيون) په پرده، چې د
مرحوم احمد ظاهر سندره یې د ښايسته کليپ (انځوريزې سندرې) په بڼه جوړه کړې وه، وليد
او د سندرې په اورېدو مې د کابل انځوريزيادون سترګو ته ودرېد او د هېواد خیالونه مې
یې راته تازه کړل، خو د منلي حشمت الله خان مسلکی څانګپوهنې ته هېښ پاتې شوم او له ځانه
سره مې د افغانستان د هنر په ډګر کې دغه پېښه خورا غوره وګڼله، چې یو افغان ځوان دې
د باليوډ ستوری شي. وروسته له دغه پېښې مې د ښاغلي حشمت الله خان ځيني نور هنري فلمونه
او انځوريزې سندرې ولیدې، چې د هر افغان کلتوري تنده پرې ماتېده، خو برخليک بیا بله
لوبه کوله او زما د هجرتونو لړۍ هم پیل شوه او د پردېسي په خوالو او نا خوالو بوخت
شوم، له هېواده اوهېوادوالو لېرې شوم او په خپل پردېسي روزګار بوخت شوم، مګر د
افغاني هنر له نړۍ سره مې مینه پاتې شوه.
څه موده مخکې مې یو ملګري راته تليفون وکړ، چې هالنډ ته راځي، نو
ما هم ورسره ژمنه وکړه، چې هرومرو به یې پوښتنې ته ورځم. له ژمنې سره سم په ټاکل
شوې نېټې د هالنډ اينترکانتینینتال هوټل ته ورغلم، نو کله چې میلمستون ته ننوتم، له
عادته سره سم مې له هر چا سره روغبړ وکړ، ناڅاپي مې مخې ته یو لوړ، ښايسته او
خوشخلقه افغان ځوان ودرېد، چې سترګو په سترګو شو، نو ما ورته لاس اوږد کړ، خو دغه
ځوان راته لاسونه پرانيستل او په افغاني مينه مو ټټر سره ولګول، ته به وایې چې د
کلونو ورک ملګري سره میلاو شول، ښه ویل شوي، چې «زړونه یو او بل ته لاره لري!»، خو
موږ یو اوبل ته څه و نه ویل او له یو او بله بېل شولو. هغه لاړ چې له نورو سره
روغبړ وکړی او زما سترګې هم پخپل ملګري ولګېدلې، نو د هغه په لوري ورروان شوم، چې
روغبړ سره وکړو، وروسته له روغبړه خلک په وړو وړو ډلګیو ووېشل شول او هر چا له خپلې
صلیقې سره سم رنګ واخيست، ما ته مې ملګري وړاندیز وکړ چې له هغه سره په ډله کې مل
شم، خو ما ورته وویل، چې زه به ورته همدلته تم شم او په کراره به بیا خبرې سره
وکړو.
حشمت الله خان او سيد نصير احمد د هالنډ په یو میلمستون کې
د خیالونو په څپو اوښتم او رااوښتم، چې ناڅاپي مې سترګو ته
بیا هغه لوړ او ښايسته ځوان ودرېد او د کېناستو غوښتنه يې وکړه، ما لاهم دا ځوان نه
دی پېژندلی، نو کله چې کېناست له یو اوبل سره مو په خبرو اترو پیل وکړ، نو حشمت الله خان
راته وویل چې څېره دې ډېره آشنا ښکاري او را څخه یې وپوښتل چې د پلانی خان زوی او
یا له کورنۍ څخه خو به نه وم! ما ورته وویل، چې نه وروره، زه هغه کورنۍ نه پېژنم!،
نو ما هم پخپل وار سره خبره ورغبرګه کړه، چې ستاسو څېره هم راته ډېره آشنا برېښې،
خو نه پوهېږم چې چېرې مو سره ليدلی دي، نو حشمت الله خان راغبرګه کړه، چې په مزار کې خو
نه اوسېدلې، زه د مزار شريف اڅکزی يم! نو ما ورته وويل چې نه، په مزار کې هم نه يم
اوسېدلی.
ما حشمت الله خان ته کتل او ورته مې وویل، چې تاسو خو ځان راونه
پېژانده! نو د سترګو په رپ کې مې په ذهن کې د حشمت الله خان څېره انځور شوه، نو مې ورته
وویل، چې نه دا چې حشمت الله خان یې، راته په خندا شو او هو یې کړ! هو زه حشمت الله خان یم!
په دې وخت کې مې بیا ځير ځير ورته وکتل، نو بیا له ځایه ورته پورته شوم او غاړه مو
په پښتني مينه سره ورکړه، خو موږ دواړو داسې احساس کاوه، چې ګنې یو او بل له کلنو
راهيسې سره پېژنو او خواږه ملګري يو او زموږ خبرې اوږدې شوې او دواړو د هېواد د
ناخوالو، بدمرغیو او نالوستوب په اړه مو د زړه خواله وکړه.
د خبرو په ترڅ کې حشمت الله خان زما د بوختیاو په اړه وپوښتل او
دا یې یاده کړه، چې نن ماښام به خپل نوی فلم اميد بهار (پسرلنۍ هيله) د دغه کنفرانس
ګډونکونکو ته وروښیي، نو د کنفرانس په وروستۍ برخه کې پسرلنۍ هيله په پرده وښودل
شوه، خورا په زړه پورې فلم ؤ او په ډيره لوړه کچه جوړ شوی ؤ، نو کله چې فلم پای ته
ورسېد، ما اوحشمت الله خان بیا سره وليدل او هغه راڅخه وپوښتل چې فلم دې خوښ شو او څنګه
فلم مې جوړ کړی! نو ما ورغبرګه کړه، چې فلم مو ډېره ښه محتوا لري او په ډېره لوړه
کچه جوړ شوی دی، خو زه مسلکي پوهه د فلم جوړولو په برخه کې نه لرم، مګر د دغه فلم
په ليدو مې د هېواد او هېوادوالو ډېرو ستونزو ته بیا پام شو او روزنيزه برخه يې
ډېره پیاوړې ده.
منلي حشمت الله خان راسره ژمنه وکړه چې وروسته له یو څه مودې به
بیا هالنډ ته راشي او خپل فلم به په هالنډ کې نورو هېوادوالو ته وښيي، وروسته له یو
لنډ مجلسه مو له یواو بل سره خدای پاماني وکړه او حشمت الله خان د آلمان په لوري رهي شو
او زه د خپل کار په لوري، څو ورځې نه وې تېرې، چې له حشمت الله خان سره مې تليفوني خبرې
وکړې او هغه راته وویل، چې په بېړه افغانستان ته ځي او هالنډ ته يې راتګ ونشو.
د یادونې وړ ده چې حشمت الله خان له ټولو خلکو سره ښه سلوک کاوه او د
ټولو خلکو زړونو ته یې لاره موندلې وه، وروسته له دغه پېژندنې څخه ما له منلي حشمت الله
خان سره کله کله تيلفوني خبرې کولې، په هېواد او هېوادوالو يې ډېره خوا بده
وه او دا به یې ویل، چې: دغه غمیزه به کله پای ته رسېږي، چې دغه غم ځپلی او غم لړی
ملت به کله له دغو بدمرغیو خلاصېږی! نو درنو هېوادوالو حشمت الله خان پر افغانستان مين
ؤ، د افغانستان په اړه تل ځورېده او له خپلې وسې یې ډېره مرسته له افغانانو سره کړې
او د افغانستان نوم یې د سینمایي هنر په برخه کې نړيوالې کچې ته رسولی.
حشمت الله خان او سيد نصير احمد د پسرلنۍ هيلي له نندارې وروسته
پرون کله چې له کاره کور ته راستنېدم، نو یو ملګري مې راته
تيلفون وکړ، چې ماښامانۍ به له هغه سره یو ځای خورم، نو خبرې مو کولې چې د آریانا
تلويزيون په لمنلیک کې مې ولوستول، چې د افغانستان تګړه هنرمند حشمت الله خان په حق
ورسېد. دغه ناڅاپي خبر ته هک پک پاتې شوم، نو په زړه کې مې تېره کړه، چې چا
به وژلی وي او که د لنډو راکېټونو قرباني شوی به وي، خو د اخبار په ترڅ کې وویل
شول، چې د زړه د سکتې له سببه په ناڅاپي توګه د سپورت کولو په ترڅ کې په حق رسېدلی
دی.
درنو هېوادوالو ما دغه څو ليکې ځکه تورې کړې، چې له یوې
خوا د خپلو هېوادوالو پام د دغه ستر شخصیت لویوالي او انسانيت راواړوم او له بلې
خوا مې خپل مسؤلیت لکه یو انسان پر ځای کړی وي چې د دغه ستر افغان له کورنۍ سره ځان
د هغوی په غم کې شریک وګڼم او کورنۍ ته يې له لويه خدايه د جلیل صبر وغواړم.
اَلَّلهُمَّ اغْفَرْ لِحَیَّنَا وَ
مَیَّتِنَا وَ شاِهِدنَا وَغَائبَنَا وَ صَغیرِنَا وَ کَبیرِنَا وَ ذَکَرِنَا وَ
اُنْثَانَا،
اَللَّهُمَّ مَنْ اَحْیَیْتَهُ مِنَّا فَأحْیِهِ عَلَ الْاِسْلامِ
وَ مَنْ تَوفَّیْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَی الاْیمانِ.
آمين!