کور / تازه خبرونه / امنیت شورا افغانستان ته ارزونکی هیأت لیږی

امنیت شورا افغانستان ته ارزونکی هیأت لیږی

فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د روانو حالاتو د ارزوني او معلوموني په غرض یو عالیرتبه هیأت افغانستان ته لیږی . د دې هیأت مشر به په ملګرو ملتونو کی د ایټالیا سفیر وی ، د دې شورا د ۱۵ غړو هېوادو استاځي او زلمی خلیلزاد به هم ورسره ملګری وی . دا هیأت به یوه هفته په افغانستان کی سروې ، ارزونه او څیړنه وکړی او په کابل کی به وی خو صرف هرات ته به هم ولاړ سی . نورو سیمو ته به د نا امنۍ په دلیل ولاړ نه سی . دوی به د کابل حکومت ته ډاډ او اطمینان ورکړی او په افغانستان کی به د حکومت کړني ، لاسته راوړني ، کامیابۍ او اجرأت مطالعه کړی . دا سفر په داسی حال کی کیږی چی دوې میاشتی وروسته به په واشنګټن کی د بارک اوباما اداره په کار پیل کوی او هغه ته به یو دقیق پروګرام تیار سوی وی . اوباما په تیره یکشنبه وویل چی موږ به د عراق څخه اضافی پوځیان افغانستان ته ولیږو چی د تروریزم پر ضد دجنګ مرکزی جبهه ده . څیړونکي وایی چی ملګری ملتونه ، ناټو او واشنګټن غواړی په ګډه د افغان مقاومت پر ضد یو متشکل او منظم پلان جوړ کړی .