کور / تازه خبرونه / د یو افغان امریکایی قاتل محاکمه کیږی

د یو افغان امریکایی قاتل محاکمه کیږی

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوي چی هغه امریکایی قراردادي ( ډان ایاله ) چی ۱۷ ورځی مخکی یې د کندهار په میوند کی یو ملکی افغان وژلی و ، په امریکا کی محاکمه کیږی . ده پخوا د حامد کرزي د ساتونکو په ډله کی کار کاوه خو اوس د پوځیانو په یوه کلتوری څانګه کی ګومارل سوی دی . د نوامبر پر څلورمه طالبانو خبر ورکړی و چی په میوند کی کوچنیانو پر یوې بهرنۍ ښځینه پوځی باندی تېل وپاشل او هغه یې وسوځوله . هغه ځوان چی دا کار یې کړی و عبدالسلام نومېدی او سوځېدلې امریکایی ښځه ( پاولا لویید ) نومېده . دا بل امریکایی ۴۶ کلن ( ډان ایاله ) چی دا صحنه ولیده نو عبدالسلام یې ونیو او لاسونه یې ور وتړل . خو کله چی لس دقیقې وروسته ورته وویل سوه چی « پاولا » ۶۰ ٪ سوځېدلې او خطرناکه ده ، نو ورغی او عبدالسلام یې پر سر وویشت او شهید یې کړ . اوس د امریکا په الکساندریه کی محکمې دﺉ ورغوښتی دی ( چی لا اوس هم په افغانستان کی دنده اجرا کوي ) . که دﺉ ملامت وګڼل سی نو ښایی د پنځو کالو په شاوخوا کی قید پر راووځی دا ځکه چی دﺉ عسکر نه بلکی یو قراردادي دﺉ . پوځیان د دغسی محکمو څخه خلاص دي .