کور / تازه خبرونه / طالبانو د سختو حملو اخطار ورکړ

طالبانو د سختو حملو اخطار ورکړ

فرانس پریس آژانس د اسلام آباد څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د پاکستانی طالبانو یو مشر حافظ ګل بهادر اخطار ورکړ چی که پر قبایلی سیمو د امریکا د بې پیلوټه طیارو حملې د نومبر د شلمی ( یعنی نن ) څخه بندی نه سی نو دوی به د نورو سیمو څخه سختی حملې وکړی . د طالبانو ویاند احمدالله احمدی دا اخطار نن په یوه وینا کی صادر کړ خو دا یی واضح نه کړه چی دوی به څه ډول حملې وکړی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼی تیره اوونۍ خبر ورکړی و چی د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ پټ تړون سوی چی د هغه له مخی امریکا په آزاد لاس په قبایلی سیمو کی د بې پیلوټه طیارو د حملو اجازه لری خو اسلام آباد دا ادعا نه منی .ویل کیږی چی اسلام آباد تر دوو فشارونو لاندی دﺉ چی یو د خپل ولس زیاتېدونکی مخالفت او بل هم د امریکا زیاتېدونکی ټینګار دﺉ چی نتیجه یې د پاکستان په لوی زیان تمامېدونکې ده .

تبصره نسته

  1. سلامونه: بيشكشان ولا داسي بريدونه دي وكري چي دا دنيا پر بل مخ كري حق يي دي، يوازي په افغانستان دي كار نلري خداي دي وكري چي پاكستان په دا بل مخ كري.

  2. Panjabiano pa yad mo ausa che Mosa Shafiq marhom sa wayali wa:
    Asia ki za ustad wom ta wayala separa
    Makh di tor sha aus zma de sar dawikry
    Ta aw khday no pa hamdagha qwara.
    Long life for united Afghans

  3. وروسته له تودو سلامونو نه درنو لوستونکو ته:خدای مو دی له داسی حال نه وساتي چه د خپلو مسلمانو مشرانو پر ځای ديوه اجنبي غیر مسلمان په رپوټ یا خبره اعتماد کوو.دا زمونږ دمشرانو لپاره تر مرګ هم بدتره ده که دوی پوهیږی.وسلام