کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / چیست یاران طریقت بعد از این تدبیر ما

چیست یاران طریقت بعد از این تدبیر ما

haqyar@gmail.com

ولسمشر حامد کرزي چې لوېديځو هېوادونو ته له سفرڅخه تازه راستون شوى تېره ورځ نسبتاً په تونده لهجه پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه چې ګوندې همدوى په افغانستان کې ناامنۍ ته زمينې برابروي ، پخپلسرو بمباريو يې ولس هم دبهرنيانو او هم دافغان دولت پرضد درولى،او دولايتي بيارغونې ټېمونه ددولت دحاکميت دکمزوري کولو لامل ګرځېدلي دي.
ښاغلي كرزي په افغانستان کې لاس لرونکي بهرني ځواکونه وګواښل او ورته يې وويل چې دوى درې انتخابه لري: يا به له طالبانو سره سوله كوي، يا به دى له واكه ګوښه كوي او يا به له افغانستان څخه وزي.
ده پخپلو دې خبرو کې سينه وډبوله چې که دطالبانو مشر ملا محمدعمر مجاهد دخبرو لپاره هېوادته را شې نو دى به يې دخونديتوب تضمين وکړي .
دښاغلي کرزي داڅرګندونې ترډېره حده پرځاى دي دا واقعيت دى چې په افغانستان کې ډېرې ستونزۍ او ناامنۍ دبهرنيوځواکونو د شتون ، هېڅ قانون ته غاړه نه ايښودلواو دخپلسريو له امله رامنځته شوي ، ددوى ړوند بمبار او بې رحمه کړنې ددې لامل شوې دي چې ډېردردېدلي افغانان دغچ او انتقام په خاطر له مخالفينوسره يوځاى او ده پر حکومت دافغانانو باور کم شي . دملکي وګړيو دوژنې سهوه!! يوځل او دوه ځله نه بلکې ، په لسګونو ځله تکرار شوې ده ، هرځل يې دبې ګنا افغانانو چيغې او سورې اسمان ته پورته کړي ،هرځل دناسم پوهاوي !! په پايله کې لسګونه بې ګناه افغانان دلمبواو باروتو خوراک شوي دي .
دې بې نظميو نه يواځې داچې له پخواراهيسې د ولس حوصله تنګه کړې ، بلکې له ډېر پخوا يې ښاغلى ولسمشر هم ترپوزې راوستىاو دده پر مشرۍ د موجود حکومت مشروعيت او حيثيت يې له ګواښ او سوال سره مخ کړى دى . ده يې هم په اړه څوڅوځله خپل شکايت او اندېښنه متحده ايالاتو، ناټو ځواکونو،نړيوالو، افغانانو اوخبري رسنيو ته رسولې ده ان په ستيج په ژړا شوى دى خوخبره داده چې پر چا يې منې !!دهيچا زړه پرې ونه دردېد ،هيچا يې خبره اوزارۍ ونه منله . تېره اونۍ چې ښاغلي کرزي رسنيو ته وويل چې افغانستان زموږ دى، ددې هېواد قباله له ماسره ده نو ماته دده خبرې ټوکې ،نمايشي اکت اوتش فيګور ښکاره شو ، ما پدې خبروکې خلوص ونه ليد، داهرڅه راته ديوبلې موخې لپاره لاره هوارول وبرېښېدل داغوڅدريځي ، جديت او وروستي اخيستي ګامونه راته واردمخه ټاکنيزکمپاين ښکاره شو.
کله چې ښاغلي کرزي دافغانستان دقبالې خبره وکړه نو ماته هغه دګيدړ دقبالې ټوکه راياده شوه : يو ګيدړ له ځان سره يولېوه دچا باغ ته بوته او ورته يې وويل چې په باغ کې دې هرڅه خوښ وي ډاډه يې خوره ځکه چې ددې باغ قباله له ماسره ده . هغه هم په ډاډه زړه په باغ کې خوراک پيل کړ چې په همدې وخت کې دباغ خاوند راښکاره شو دباغ دخاوند له ليدلو سره ګيدړ منډه کړه، دباغ په تنګ سوري ووت اوتښتېد خو لېوه چې پدې سوري وتلى نشو دباغ دخاوند ګوتو ته ورغى او هغه يې هم په وهلو پيل وکړ لېوه ،ګيدړ ته چيغې وهي چې له تاسره خو دباغ قباله ده ،قباله وروښيه چې ماپرېږدي زه خو يې مړ کړم.ګيدړ ورته وويل چې سمه ده قباله خو راسره شته خوخبر داده چې په چا يې منې . نو جناب کرزى صاحب ! قباله خو به درسره وي خو ستونزه داده چې په چا يې منې. رښتيا تا خو قباله هم وخته نورو ته ورکړې ده .
که لتاسره رښتيا قباله واى نو نن به دولسمشر په توګه په افغانستان کې يواځې ستا حکم چلېده ، تابه له نورو هيلې التجا او التماس نه کاوه .باور وکړه چې زه ستا په روحياتو پوهېږم زه ستا دزړه درد ستا په سترګوکې ليدلى اودزړه سوي او عاطفې کرښې ستا د تندي په تخته لوستلى شم ، زه پوهېږم چې ته د ملکي افغانانو په وژنه او دبهرنيو زورورو مېلمنو په ناسمو ، خپلسرو، بېرحمو کړنو خفه او ناراضه يې او له زړه پرې دردېږې ، خو خبر دې ځکه څوک نه اوري چې دکور قباله دې دبل چا په لاس کې ده .او دوى ته ددې قبالې په ورکولو کې ترنورو ټولو ستا رول ډېر وو ځکه چې ته ترهغوخلکو هم وړاندې ددوى دموخو دتحقق لپاره اروزګان ته تللى وې چې دافغانستان پر خاوره يې ١٥ ټنيز بمونه واړه بلل.
که قباله زما او ستا په لاس کې واى نو په کندهار، بګرام اود افغانستان په نورو سيمو کې به دامريکايانو شخصي زندانونه نه وو او که واى هم زه ا وته به خبر وو چې هلته له افغانانو سره څه کېږي، همداراز لدې ځايه به په خپلسري ډول ګونتانامو ته افغانان نه لېږدول کېدل .
که قباله له ما او تاسره واى نو زموږ له خوښې او اجازې پرته به بهرنيو ځواکونو حملې نه کولې ، دافغانانو دکلتوري ، ديني او ملي ارزښتونو سپکاوى به نه کېده ، پردي به ددوى پرکورونو نه ورختل او نه به يې ناخبره او بې ګنا ملکي خلک د مور،پلار، بچيانواو مېرمنو په مخکې اوآن دوه کلن کوچنيان دمور په غېږ کې وژل .
په تشو راپورونوبه مو ودونه نه بمبارېدل او ناوې او شاه به مو نه وژل کېدل .
خفه کېږه مه اوس موږ مظلوم اوتر لاس لاندې يو اودا دزورورواو کبرجنو قانون دى چې دترلاس لاندې خلکو غږ ته چندان غوږ نه ږدي .او نه يې ځان په اورېدلو مکلف بولي :
تقدير کے قاضي کايه فتوى هين ازل سے
هين جرم ضعيفى کاسزا مرگ مفاجات
ښاغلى ولسمشر!ستا دا اعتراف هم دستايلو دى چې کم ترکمه داخو منې چې دلرې کولو واک دې له بهرنيو سره دى ،او دهغه چا دلرې کولو واک له نورو سره وي چې همدې نورو راوستى وي ، څوک چې خپل ملت راوستى وي نو له خپل ملت پرته يې بل څوک لرې کولى نشي، دا هم ستا مېړانه ده، ځکه دترخو واقعيتونو منل هم زړورتيااو شهامت غواړي او تا داشهامت وښود … يابه ما له واک نه لېرې کوئ، … تادوى ته درې اپشنه ( انتخابه ) ورکړل خو داشونتيا ډېره ده چې دوى به ستا دلرې کولو اپشن غوره کړي او تا به له واک نه لرې کړي ځکه دوى ددې لپاره افغانستان ته نه دي راغلي چې ژر بېرته لاړشي. ته خو به اېږه پرېږدې خو که اوس اېږه تا پرېږدي !!
دوى له مخالفينو سره دروغې جوړې په پاليسۍ تراوسه يوه خوله شوي نه دي ،تراوسه هم دخوف او رجا ترمنځه دي کله خپل نوم او غرور ته وګوري دزور له لارې دبري خوبونه ويني او کله بيا خپلې ماتې دسرپه سترګو ويني سولې ته يې خوله اوبه پرېږدي ، نو ته دې فکتور هم ډېر مه خوشحالېږه چې هرومروبه ستا دسولې جنډه درسره په اوږه کړي .
ته ښه پوهېږي چې په متحده ايالاتو کې ستا ملاتړي( جورج ډبليو بوش) دخپلوناکامو سياستونو له لامله د خپل ولس باور له لاسه ورکړاو دوه مياشتې وروسته دتل لپاره له سپينې ماڼۍ سره مخه ښه کوي او او باما درڅخه پخوا خپله کرکه ښوولې ، ته يې يو ناکام او دفرصتونو ضايع کوونکى ولسمشر بللى يې، باور دى چې داځل دې هغوى هم ترشا نه درېږي .
دمنطق دعلم ، صغرى او کبرى قضيې خوبه دې لوستې وې مثلاً: (( قضيه :هرافغان غيرتي وي ، ځواب : احمد افغان دى. نتيجه: احمد غيرتي دى.
ستاقضيه : يا مالرې کړئ ،يا سوله وکړئ او يا ووځئ دهغوى ځواب: نه سوله کوو او نه وځو. نتيجه: تالرې کوو. ))
ته غواړي چې ددې احساساتي ويناوو له لارې ځانته ټاکنيز کمپاين وکړې او غواړې ولس ته وښيي چې آن زه ستاسواو دهېواد دملي ګټو لپاره له بهرنيودوستانو سره داړيکو پرېکون ته هم چمتو يم .همداراز غواړې چې پر دې ولسي لمسون بهرنيان تر فشار لاندې راولې ، خلکوته يې اشغالګر، دواک او تصميم اصلي څښتنان وپېژنې، ولس يې پرضد پاڅون ته وهڅوې ځکه ته ډاډه يې چې بهرنيان نور تا نه غواړي ،ته له همدې لارې غواړې په واک کې پاتې شې .
ښاغليه ! له طالبانو سره دسولې په شعار کې هم راته رښتونى نه ښکارې! عجيبه ده دومره سياسي انقباض اوناڅاپه دومره سياسي انبساط !! يو وخت به دې دطالب په تش تورڅوک دغرونو په سوړوکې هم نه پرېښود او زندان ته به دې واچاوه خو نن دطالبانو په سر امريکايانو ته ځواب ورکوې او رخصتولو ته يې چمتو يې ؟، که تا سوله غوښتلى نو دا اوه کاله چېرې وې ، ته خو دنورو دټانګونواو بي ٥٢په زور دومره مست او مغرور وې چې اصلاً دسوله او جوړجاړي مفهوم درته ټوکې ښکارېدې ، تاخو هېڅکله هم دزړه له کومي نه دي غوښتي چې طالبان دې راشي او د خپل هېواد په برخليک او مشوره کې دې شريک شي . تاچې دسولې او ملي پخلاينې په نوم کميسيون جوړ کړى نو دڅو موخو لپاره دې جوړکړى دى لومړى داچې له بهرنيانو ډالر راوشکوې ، دوهم داچې څوتنه ملګرو ته دې کار ومومې دريم داچې دطالبانو ترمنځ درز او بې اتفاقي واچوې ځينې يې ځانته بې قيد او شرطه تسليم او له ٥٠__ ٦٠ ډالرو ورکولو وروسته رخصت کړې څلورم داچې نړيوالو او افغانانو ته دا تاُثر ورکړې چې ګوندې موږ هم دسولې پلويان يو . په دې اړه خو به دې دادرې موخې ترلاسه کړې وي يعنې ځينې دوستانو ته دې ډبل ډالري معاش ورکوې داورېدلو له مخې تراوسه دې شاوخوا يو ميليارډ ډالر په دې کميسيون لګولي دي او له نوم څخه دې يې سياسي ګټه هم اخستې ، هر چېرته يې نيغ نيغ کوې او دعوه کوې چې شاوخوا ٦زره طالبان درته تسليم شوي خوستا سو په وينا ، په دې ٦ زرو تسليم شويو کې ديو مشهور طالب نوم هم نشي اخستلى ، داسې ښکاري چې داهرڅه يواځې تشې دعوې او دډالر هضمولو لپاره چېغې دي .
ګوره طالبان هم دومره ساده ګان ندي چې پدې چلونو ونه پوهېږي .
که په کوم ځاى کې تا له مخالفينو سره دسولې خبره کړې هم ده نو په سبايې بهرنيو ځواکونو بېرته ستادعوه رد کړې او هغه يې زموږ د ولسمشر شخصي نظر!! بللى دى .
تا پخپله دامنلې ده چې که کله کوم طالب له مخالفته لاس هم اخستى او خپل هېواد ته راستون شوى دى نو بيا يا ستا د استخباراتو ، پوليسو او يا ستا دمېلمنو لخوا نيول شوى اوپه کلونو کلونو په زندان کې پاتې شوى دى .
که تاسوله غوښتلى نو ايا له امنيتي چارواکيودې داپوښتنه نشواى کولى چې دادکابل ، مزار، شبرغان او… زندانونه ولې له بې ګنا انسانانو ډک دي ؟.که دکوم بې ګنابندي کورنۍ به ستا له ټوپکسالار ملګري خپل بندي په شل پنځه ويشت لکه افغانيو په شبرغان کې واخست نو کابل ته په رارسېدلوبه ستا امنيتي چارواکيو بيا ونيوه او بيابه يې ترې همدومره پيسې غوښتلې دمنفي ځواب په صورت کې به دلته بيا بندي شو . نو تا دسولې لپاره ولې کم ترکمه ددې يوه بندي پوښتنه هم ونکړه .
که ته رښتيا سوله غواړې نو ولې دې همداڅو ورځې وړاندې طالبان اعدام کړل ؟
ته مرتدعبدالرحمن پنجشېرى په الوتکه کې ايټاليا ته لېږې خو طالبان چې له تاسره سياسي بنديان دي اعداموې او بيا دعوه هم دسولې کوې !!!
ملت پوهېږي چې ستاددورې دپاى په شېبو کې ستا داوروستي په اصطلاح قاطع ګامونه کاذب او نمايشي جديت دى،ته غواړې چې دولس دغولولو لپاره [همرنګ اراضي ] شي . ملت وغولوې چې يوځل بيا دې له خپلې معشوقې ( ارګ ) سره وصل کړي . تاچې په دې وروستيوکې دچا پرضد ګامونه اخستي هغه کمزوري دي او په داسې يوه قام پورې اړه لري چې دپوښتنې يې څوک نشته ، (زه نه وايم چې داخلک بې ګناه وو له ګناه او بېګناهۍ سره يې زما کار نشته) خوښکاره خبرده چې ثابت صاحب دې ددې لپاره وشاړه چې ځان يې ولسمشرۍ ته ونوماوه او په اصطلاح ستا له ډلې يې بغاوت وکړ خو که احمدضيامسعود دمتحدې جبهې مشري هم کوي ، په اپوزيسيون کې دې هم وي او مرستيال دې هم نوخير دى ، قادري صاحب دې په کارځنډولو او سستۍ وشاړه په داسې حال چې دوزارت يې لادوه مياشتې هم پوره نه وې خو که داوبو او برېښنا وزير څلور کاله او لسګونه ميليونه ډالر ضايع کړل خير دى ؟؟
ته خوثابت او قادري څارنوالۍ ته معرفي کولى او ممنوع الخروجه اعلانولى شې خو هغه څوک چې له لس زرو ډېر بې ګنا افغانان يې په کانتينرونو کې ووژل ؟ ژبې يې ترې ووېستې ، ژوندي يې ښخ کړل او همدايوکال وړاندې يې ديوبارسوخه افغان پرکور له خپلو بدمعاشانوسره په نيمه شپه کې يرغل ورووړ ، دکور دحريم سپکاوى يې وکړ ان مېرمنې يې ورته ټپيانې او دى يې له ځان سره برمته کړ ازادګرځي ،اوددې پرځاى چې سزا ورکړي يوکال دې يې دوسيه وځنډوله ، بالاخره مظلومه خوا پوهه شوه چې مجرم ته يې څوک سزا نه ورکوي نو اړه شوه چې ستا په وساطت ځانته دخټو پوزه اوظاهراً پخلاينې ته غاړه کېږدي .
همداراز هغه څوک چې ستا لوى څارنوال يې پرلويه لار درته وډباوه هسکې سترګې ګرځي خو لوى څارنوال او قادري ……
اوه کاله کېږي چې ستا له راتګ سره سم په شمالي ولاياتو کې په يو قوم پورې داړوندو لسګونو زرو کورنيو ځمکې او جايدادونه هغو زورواکيو لاندې کړي ،هغوى يې وژلي اوپه ناموس يې ورته تېرى کړى چې ستا په حکومت کې لوړې څوکۍ لري او هغوى بيچاره ګان دا اوه کاله کېږي چې په نورو ولاياتو کې په پنډغالو کې دکډوالۍ درپه دره ژوند تېروي. همداراز همدا اوس بيا هم په همدې يو قوم پورې اړوندې شاوخوا سل کورنۍ په تخارکې له خپلو قبالوي ځمکو او کورونو ايسار شوي او په زاړه محبس کې دبند شپې ورځې تېروي عاملين يې ستا ترزنې لاندې ناست دي خو هغوى ته هېڅ هم نه وايي خو داذهانو دتېروېستلو لپاره يو بې واسطې چارواکى منفکوې!!
کرزى صاحب ! ته پوهېږې چې نور نوستا دبخت او تخت ستورى پرېوتى دى هېڅوک هم ستا په څېر مشران نه خوښوي ، دټولې نړۍ خلک خپلواکي ، سرلوړي اوسوله او امنيت غواړي او هرچارواکي چې خپل ولس او نړيوالو ته اور بل کړى وي ولسونو نه دي خوښ کړي دهمدې لپاره يې په پاکستان کې مشرف او په امريکاکې بوش ته رايه ورنکړه ، ستا، مشرف او بوش لاره او برخليک يو دى ، دامثلث نور ړنګېږي . لومړى خوښايي دامنيتي ستونزو له کبله بيخي ټاکنې ونشي او که ټاکنې و شي او په رښتيا رڼې وي باور دى چې داځل به دوه په سلوکې رايې هم يونسې . ځکه اوس ملت ويښ شوى مصنوعي او نمايشي حرکتونه له طبيعي او رښتونو حرکتونو بېلولى شي ملت تاته ډېر وخت درکړ اوه کاله ډېر وخت دى خو تاددې پرځاى چې ددوى ستونزې حل کړې ددوى ستونزې دې نورې هم ډېرې کړې .
تا دخپل ولس پرځاى پر بهرنيانو تکيه وکړه او هرڅوک چې دخپل ولس پرځاى پر بهرنيانوتکيه او باور کوي ، تاريخ يې برخليک روښانه کړى دى . ښه داده چې نور دڅوکۍ مېنه پرېږدې ،يو بل شهامت هم وکړې او په نره له خپل ولس څخه بخښنه وغواړې .
دروېش درانى وايي :
ته کوه عيش زه په زنځير په زولنو تړلى
ملګريه! يمه دضمير په زولنو تړلى
داخلک ولې انتظارکوي دهغې ورځې
چې پاچا مړ وي او وزير په زولنو تړلى؟