کور / هراړخیز / نړۍ تر 2025 کال پوري

نړۍ تر 2025 کال پوري

دا لیکنه دهغی لیکنې منځ ټکی را څیړې چی د امریکا د متحده ایالاتو د کار پوهانولخوا  په هغه رپوټ کی چې هر څلور کاله یو ځل د نړۍ د راتلونکې سیاسې ، اقتصادی او نظا می  حالاتو په اړوند خپریږې را غلې دې . بدی روټ کی د پام وړ ټکې دادې :

امریکا به تر 2025 کال بوری خبل نننۍ نړیوال ځاۍ په اقتصاد او سیاست کې دلاسه ور کړې ،

چین به د نړۍ ستر اقتصادې ځواک وګرځې  خو په نظامې برخه کی به امریکا تر وړاندی وې،

به را تلونکو 15ـ17 کالو کی به سره ددی چی د حرارتې انرجی پر نورو ډولونو به ډیر کار وشې بیا هم د تیلو او ګازو پر سر به د کنترول لپاره سیاسی او نظامې هڅې د اوس په شان تودی پاته شې ،

د سعودی عربستان ، روسی او ایران په شان هیوادونو ا قتصاد به چی تر ډیری کچی په تیلو پوری تړاو لرې داسی بر مخ تګ  ونکړې لکه اوس اوس جې ﺉ لرې . کیداې شی په ایران کی به پورتنی دلیل د دولتی  تغیر شاهیدان ؤسو ،

روسیه به د نړۍ پنځم اقتصادې ځواک وګرځې . ددی هیواد چټک اقتصادې پر مخ تګ به تر 2017 کال بوری دنن په شان  چټک وې ،

داوسنې لیبرال اقتصاد ځاۍ به  دولتې پانګوالۍ ته چی د روسې او چین اقتصادی سیستم ﺉ بیلګه کیداۍ شې ونیسې ،

د کوریا دوه هیوادونه به سره یو او دا وچه به د اتومی سلاح نه پرته غیر نظامی هیواد و ګر ځې،

د منځنی ختیځ حالات به هم داسی کړکیچن وی او ځنې هیوادونه به  په دغه منطیقه کې اتومی سلاوی ولرې ،

د هند و ستان د و ګرو شمیر به د چین تر وګړو ډیر شې

د نړۍ د خلکو شمیره به اته ( 8) میلیارده ته ورسیږې ،

ددی رپوټ ځانګړتیا په دی کی ده چی په لمړې ځل د امریکا لوړ پوړې سیاسی او نظامې چارواکی او کار پوهان دا منې چی  امریکا به تر 2025 کال پوری خپل لو مړۍ څاۍ به سیاست او اقتصاد کی د لاسه ور کړې او نړۍ به څو رنګه نړۍ وې .




یادونه : دا لیکنه د بی بی سی د  روسی څانګې د ژورنا لیست  الکساندر ژوراولیوف د  لیکنې  او رپوټ نه   لیکل شوی او ژباړل شویده .