کور / اسلامي / دقرض معامله ساده مه ګڼئ

دقرض معامله ساده مه ګڼئ

دقرض د دروند بار اودهغه د وعيدپه اړه  دخدای دنازولی رسول صلی الله عليه وسلم د ټينګار څخه ډکی ويناوی :

دابی موسی (رض) نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

اَغْظَمُ الذَّنُوبِ عِندَاللهِ اَنْ يَّلْقَاه عَبْدُ ُ بعدَ الْكَبَائِرِالَّتِي نَهي اللهُ عَنْهَا اَنْ يَّمُوْتَ رَجُلُُ ُ وَ عَلَيْهِ دَيْنُ ُ لاَ يَدَعُ لَهُ قَضَاءُ ُ (رواه احمد)

دهغوکبيره ګناهونونه پس – دکومونه چه الله تعالی منع فرمائلی ده لکه شرک،زنا،وغيره – دټولونه لويه ګناه داده چه سړی په داسی حال کی  مړشی چه په هغه باندی دچا قرض وی –اودهغه دادا کولولپاره يی څه نه وی پريښی.
 

دابی هريرة (رض) نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

نَفْسُ الْمؤْمِنِ مُعَلَّقَةُ ُ بِدَيْنِهِ حَتَّي يُقْضي عَنْه (ابن ماجه ،ترمذی ،داؤد اومسنداحمد)

دمؤمن بنده روح دهغه دقرض په وجه زوړند اوبند کړشوی وی ترهغی پوری چه څوپوری هغه قرض ادانه کړی شی .
 

دعبدالله بن عمر(رض) نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:

يُُعْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ اِلاَّ الدَّيْنَ (رواه مسلم)

شهيد لره به دټولوګناهونومغفرت وشی بغيرله قرض څخه . 
 
…………… وَالَّذِي نَفْسَ مُحَمَّدُ ُ بَيَدِه ِ لَوْااَنَّ رَجُلاً قَتَلَ فِي ْ سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي ْ سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ  ثُمَّ قُتِلَ فِي ْ سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ َ عَاشَ وَعَليهِ دِيْنُُ ُ مَادَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّي يُقْضي دَينُه ( رواه احمد )

………… قسم دی په هغه پاک ذات باندی دچاپه قبضه کی چه دمحمد(ص) روح دی ،که چيری يوسړی دخدای (ج) په لارکی (جهاد) کی شهيد شو اوبياژوندی شی اوبياشهيدشی اوبياژوندی شی اوبيا دخدای (ج) په لار کی شهيد شی او دده په ذمه باندی قرض وی نوهغه جنت ته تر هغی پوری نشی تلی ، څوپوری چه دده قرض نه وی ادا شوی . 
 
مَنْ اَخَذَ اَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيْدُ اَدَاءَ هَا اَدََّي اللهُ عَنه وَمَنْ اَخَذَ يُرِيْدُ اِتْلاَفَهَا اَتْلَفَه الله ُ عَليْهِ (رواه بخاري )

كوم سړی چه دخلکونه په قرض مال واخلی ،اودده نيت او اراده د اداکولو وی ، نوالله تعالی به يی اداکړی (په ادا کولو کی به دده مدد وکړی ،اوکه  په ژوند کی يی هغه ادا نکړی  شی نوپه اخرت کی به يی دهغه دطرف نه ادا کړی ) اوچه څوک دچا نه قرض واخلی او دهغه اراده دخوړلو وی ، نوالله تعالی به يی برباد کړی (په دنيا کی به هم دهغه بدنيت دسړی امداد ونکړی اوپه آخرت کی به هم دهغه دپاره وبال جوړشی .
 

دقرض معامله بايد ساده ونه ګڼل شی .

دقرض په اداکولو کی کوښښ کول ، دقرض په غوښتلو کی  ښه رويه کول

دمړی قرض  په چټکی سره خلاصول ، درسول الله (ص) دا عادت ؤ چه کله به کومه جنازه دده پيش شوه نوهغوی (ص) دمړی له ورثی څخه پوښتنه کوله چه آيا په دغه کس د چا قرض ؤ نو دمړی ورثی ته به يی دهغه دقرض په ادا کولو حکم کولو.

نن سبا خو يو بی چاره مړ شی  پور يا قرض يی  پرځای پاتی وی خو خيراتونه يی تر سالګيری پوری ورسيږی .

تبصره نسته

  1. دالمسيار اوضعيی نکاح په اړه زمونږ يوه ورور مضمون ليکلی ؤ اوهغه
    بيا پر ځنو ويب سايټو کی خپور شو .
    زه غواړم پدی مضمون يوه لنډه تبصيره وليکم :

    متعه ياضعه يا دټاکلی وخت لپاره نکاح .
    داډول نکاح په اسلامی
    شريعت مطلقه حرامه ده .ددی ډول نکاح کوونکی زانی دی که اسلامی حکومت وی دوی بايد
    فوراً ونيسی اودزنا حد ورباندی جايری کړی .
    متعه نکاح ديوی ښځی او دهغه دنسل
    دروزنی او بقا په حق ستر ظلم دی نو ځکه دا ډول نکاح په اسلام حرامه ده .
    ددی
    نکاح دحرومت په اړه ډير احاديث دی چه دلته می يواځی دوه حديث له مسلم شريف څخه نقل
    کړل .

    3496 – وَحَدَّثَنِى سَلَمَةَ بْنُ شَبِيبٍ
    حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَعْيَنَ حَدَّثَنَا مَعْقِلٌ عَنِ ابْنِ أَبِى عَبْلَةَ
    عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ الْعَزِيزِ قَالَ حَدَّثَنَا الرَّبِيعُ بْنُ سَبْرَةَ
    الْجُهَنِىُّ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- نَهَى عَنِ
    الْمُتْعَةِ وَقَالَ « أَلاَ إِنَّهَا حَرَامٌ مِنْ يَوْمِكُمْ هَذَا إِلَى يَوْمِ
    الْقِيَامَةِ وَمَنْ كَانَ أَعْطَى شَيْئًا فَلاَ يَأْخُذْهُ ».
    3499 –
    حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِى شَيْبَةَ وَابْنُ نُمَيْرٍ وَزُهَيْرُ بْنُ
    حَرْبٍ جَمِيعًا عَنِ ابْنِ عُيَيْنَةَ – قَالَ زُهَيْرٌ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ
    عُيَيْنَةَ – عَنِ الزُّهْرِىِّ عَنِ الْحَسَنِ وَعَبْدِ اللَّهِ ابْنَىْ مُحَمَّدِ
    بْنِ عَلِىٍّ عَنْ أَبِيهِمَا عَنْ عَلِىٍّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم-
    نَهَى عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ يَوْمَ خَيْبَرَ وَعَنْ لُحُومِ الْحُمُرِ
    الأَهْلِيَّةِ.
              

     
    المسيار نکاح ته ځنو علماؤ جواز ورکړی چه په ځنی حالاتو کی ښځه په
    خپله خوښه له خپلو ځنی حقوقو څخه تيريږی .
    ځکه چه کيداشی داسی ښځی وی چه معيوبی
    يا د ډيرعمر کونډه وی ،نوداډول ښځی ترځنوحقوقو تيريږی اوغواړی ځان ته خاوند پيدا
    کړی .