کور / شعر / شکمن

شکمن

چه دچا یمه همراز د چا شکمن
یم د چا د سترګو خار د چا خوږمن


زمانی چه خپلی لوبی په ما وکړی
یم دچا سره اوس دوست دچا دښمن


د ریا او صداقت  توپیر لږ شوی
یم د بعضو اشنایانو ګیله من


هرسړی چه ترمطلبه پوری یار شو
اعتبار په بعضو نشته  عزت  من


څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یی خلک
څوک د چا په ښو کی ندی رضامن


افغانی  پام چه د زړه راز افشا نه کړی
په ظاهرو او باطنو یم شکمن