کور / اسلامي / زلزله ځپلو ته زکوات ورکړې

زلزله ځپلو ته زکوات ورکړې

زکوات د اسلام له پنځو بناوو او ارکانو څخه اهم رکن دې منکر ېې کافر دې او نه ورکوونکې ېې مرتکب د ګناه کبېره دې .
زکوات هغه حکم چې پر منافقېنو او بخېلانو ډېر سخت دې ولې موافقېن او مومن سخېان ېې ډېر په مېنه ادا کوې .
په اسلامې تارېخ کښې تر ټولو لومړې انکار له زکاته شوې دې او هغه هم دنبې اکرم صلې الله علېه وسلم له وفاته سمدلاسه وروسته شوې .
دا هغه مالې عبادت دې چې د مومن صدق پکې نغښتې وې او په ورکړه ېې هغه ښکاره کېږې .
بله خبره دادې چې زکوات هغه امر او عبادت دې چې نېت پکښې شرط ندې ولې زکوات حاکم دوخت په جبر هم اخستلاې شې او په جبر د زکوات له اخستلو سره زکوات ادا کېږې نو پداسې صورت کښې خو د ورکوونکې هېڅ نېت نوې .
د جنوبې پښتونخوا په هغو سېمو کښې چې سخته زلزله راغلې ده خلک په سختو شراېطو کښې ژوند کوې پر خلکو داوسېدنې کورنې ړنګ شول پدې سخت ژمې او ېخنې کښې تر شنه اسمان لاندې ژوند کولو ته اړ دې .
ژمې پر سر ولاړ دې د حکومت له لورې که ځېنو خلکو ته کومې خېمې ورکړې شوې هم دې هغه دومره نازکې او نرې دې چې د زېارت د دوبې شپه نه پکښې تېرېږې .
زموږ د سترګو لېدلې حال دادې چې هلته دزېارت دښار سره نژدې چې د خېمو کم کمپ د پاکستان دولت جوړ کړې دې هغه دهغه حېا دارو پښتنو لپاره هېڅ د اوسېدلو قابل ندې . هسې هم له لرې کلو څخه دېوه ټېم غوړو او لس کلو وړو لپاره هېڅ سړې دې خېمو ته په کډه نشې ورتللاې ولې چې هغه ېو وار له خپل کلې و کوچېدلو ته اړشې بېا نو پدې خېمو کښې لس کلو اوړو ته ژمې نشې تېرولاې بېاخو لوې وطن دې پر بله خوا هم تللاې شې .
پکار دادې چې له دوې سره پخپلو کلېو کښې مرسته وشې ترڅو دوې په عزت پخپل ټاټوبې کښې پاتې شې .
که څه هم له زکاته پرته هم پر داسې موقوع باندې اسلام صدقه هم فرض کړې ده ولې بېا هم خلک اکثره زکواتونه ورکوې . د جنوبې پښتونخوا د زرهاوو مدرسو مهتمېمېنو دا رواج په خلکو کښې جوړ کړې دې چې زکات په برات ېا روژه کښې ورکړې ثواب ېې ډېر دې دا ېو غلط تصور دې . پر څه مهال چې مسلمان د شرعې نصاب څېښتن شو پر ده قرض نوو او ضرورېات شرعېه ېې پوره وو دا دده دزکوات نېټه ده هغه که هر تارېخ وې له کال تېرېدلو وروسته ېعنې حولاحول کال چې ورباندې تېر شې او هغه نېټه راورسېږې نور پر ده زکات فرض دې که ېې څوک بې عزره ځنډوې په ماخوزه دې . د مدارسو لپاره چونکه دا مېاشت برات او روژه د وفاق المدارس له اړخه دسبقانو رخصتې وې پدې کښې حافظان تراوېحو ته ځان برابروې مسافر طلبا کورونه ته ځې او مهتمېمېن حضرات د مدرسو و چندو ته اوزګار شې نو دوې د ځان دسهولت لپاره دا اوازه کډه کړې ده .
دزکات د اداکولو دځانګړې نېټې دنشتوالې حکمت دادې چې دضرورت او احتېاج دپېښېدو هېڅ نېټه نوې معلومه بېا به خلک څنګه روژې ته انتظار کوې .
بله خبره داده چې زکوات د کال تر پوره کېدلو وړاندې په اډوانس پېشکې کښې هم ورکولاې شې که اوس دچا کال نوې پوره د هغه لپاره هم څه شرعې ستونزه نشته .
نور زه له ټول لر اوبر افغانانو او په ځانګړې ډول دافغانستان له حکومته څخه هم دا غوښتنه کوم چې باېد د خپلو غمځپلو وروڼو سره پدې غم کښې ځان شرېک کړې او بې تفاوته پاتې نشې . هغه پښتانه افغانان چې په خارج کښې اوسې او اقتصاد ېې نسبتا ښه دې باېد خپل اخلاص ونه سپموې ژرترژره دالله رضا او دخپلو وروڼو دوعاوې ترلاسه کړې  . مننه

تبصره نسته

  1. زه د لراوبر دتولو کارکوونکو چخه مننه کوم چی خپلو مسلمانا نو ورونو ته دینی لیکنی خپرونی خپروی بیل هم ورنه یوه نری مننه کوم
    خدای دی وکری چی موژ ته هم پداسی خپرونو کی جای راکری وسلام
    او درنه هیله کوم چی لاندی چلوریجه راته په لراوبر سایت کی نشر کری
    زره می چورتو وری دی
    دهر پیغلی پایزبو وری دی
    شکلی چشمان چی په هر جای کشی وینم
    لودینه زره دی هم هغو وری دی