روسیې د افغانستان لپاره ناټو ته ځمکنۍ لاره ورکړه

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 20th, 2008


رویټر د ماسکو څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی روسیې د لومړي ځل لپاره ناټو ته اجازه ورکړه چی افغانستان ته د مځکی له لاری خپل اکمالات ورسوی . دا تړون د ناټو د غړی جرمنی سره لاسلیک سو چی د هغه له مخی به وسلې ، مهمات او نور اکمالات په اورګاډو کی د ترانزیټ په توګه د روسیې د خاوری څخه افغانستان ته رسول کیږی . روسیه د جورجیا د شخړي او د امریکایی بالسټیک توغندیو د نصبولو په سر د ناټو سره د خپل شدید اختلاف سره سره په افغانستان کی د هغوی سره ګډي ګټی لری او ځکه یې دا نوی امتیاز ورکړ . مخکی یوازی د هوا له لاری د ناټو اکمالات افغانستان ته د روسیې د فضا څخه لیږل کېدل ، خو نور به د مځکی د لاري هم ور انتقالیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024