کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی او څو افغانی پوځیان زخمیان سول

دوه امریکایی او څو افغانی پوځیان زخمیان سول

رویټر د خوست څخه خبر ورکوي چی یو فدایی خپل ځان د امریکایی اډې په دروازه کی والوزاوه چی له امله یې دوه امریکایی پوځیان او یو شمیر افغانی عسکر زخمیان کړل . په افغانستان کی څه باندی ۷۰۰۰۰ بهرني پوځیان مستقر دي چی نیمایی یې امریکایان دي . امریکایی پوځ وویل چی موږ او پاکستانی پوځ اوس د ډیورنډ د کرښی پر دواړو خواوو طالبان په ګډه تعقیب او تر حملو لاندی راولو .
د رویټر تازه خبر د ولسوال عبدالقیوم له خولې وایی چی په دې حمله کی ۹ کسان وژل سوي چی پنځه یې پولیس او ساتونکي دي او څلور نور هم ملکی خلک دي . طالبانو د دې حملې مسؤلیت منلی دﺉ .