کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آیا د طالبانو او حکومت تر منځ خبری کېدای شی؟

آیا د طالبانو او حکومت تر منځ خبری کېدای شی؟

په ۲۰۰۱ م کي چي کله دامريکاپه مشرۍ صليبي ائتلاف دطالبانواسلامي امارت ته دپای ټکی کېښوداودافغانستان پرهرڅه يې خپلې منحوسې منګولې ښخې کړې . په مقابل کي يې طالبانوجهادي مبارزه پيل کړه،مبارزه ورځ په ورځ پیاوړې کېده اومقاومت نورهم غښتلی کېده له هغه وخته راپه دې خوادامريکاائتلافيانواودافغانستان اجيرې ادارې داخبرې پيل کړې دي چي دوئ غواړي له طالبانوسره خبرې وکړي اودالانجه دخبروله لارې حل کړي اوطالبانو ته په سياست کي دګډون موقع ورکړي . ايادوئ رښتياهم خبرې کول غواړي؟ که يې واقعي غواړي نوايادالانجه همداسي حل کېدای شي؟ که دوئ په خپلوخبروکي صادق نه دي نوبياولي دمطبوعاتوله لارې دخبرواترونارې او لاپي وهي؟ بل لورته طالبانودخبرولپاره چمتودي؟ که چمتووي نوڅه شرائط لري؟ لومړی داچي دوئ په رښتيا خبرې کول غواړي که نه؟ هو! خوهغه وخت چي بله لاره ورباندي ودريږي داځکه چي که دوئ واقعي دخبروپلويان وای نوخبرې خوهغه وخت هم کېدای شوای چي طالبان په افغانتسان کي دواک پرګدۍ ناست ؤ.هغه وخت دخبرو اترولپاره موقع ترنن ډېره مناسبه اوموزونه وه ځکه نه دطالبانواوامريکايانومخامخ جګړه پيل شوې وه،نه سلګونه کسان په زندانونوکي اچول شوي ؤ،نه يودبل په مقابل کي يودبل دپوځيانووينې توی شوې وې،نه زموږ ولس په خپلووينوکي ليت پيت شوی اونه دخپلوکورونواوسيمووپرېښودلوته اړشوی ؤ. اوس چي داټول پېښ شول نوبيادوئ اوس ولي دخبروهڅه کوي؟ لکه وړاندي مي چي وويل دوئ هغه وخت خبرې کوي ياپه بل عبارت دوئ هغه وخت دخبرولفظ پېژني چي له مجبوري يې مخ بل لورته نه اړوي،دخپل فرعوني ځواک هررازقوت يې استعمال کړي وي خوبياهم هرڅه يې ضائع اودخپله شوموموخوپه لاس ته راوړوکي يې لاډيرخنډونه پراته وي نو په دې وخت کي بيادوئ دخبروهڅه کوي په داسي حساس وخت کي چي دوئ خبرې وغواړي نواياروانه لانجه به حل کړای شي؟ نه! هيڅکله نه ځکه اوس هرڅوک پوهيږي چي دامريکااقتصادمخ پرځوړدی اودخپل زوال پرلور مخ په تېزۍ درومي،دفرعونيت اونمروديت ددروغوالوهیت یې نورختمېدونکې دی نوپه داسي حساس وخت کي هيڅ دښمن خبروته زړه نه ښه کوي . بل داکه دوئ نه غواړي چي خبرې وکړي نومطبوعاتي ډرامه يې ولي پيل کړې ده؟ ځواب يې دادی چي دښمن کوښښ کوي چي په دې سره دخپل مقابل په صفونوکي اختلافات رامنځ ته کړي، يوپربل بې باوري پکي پيداکړي اوداسي نور. مقابل لوری طالبان خبروته چمتودي؟ زه خوپه دي اړه په غوڅه توګه څه نشم ویلای،ځکه دادهغوئ خپل دریځ دي اماترکومه ځایه چي زه دمطبوعاتواوځینوهغوکسانوله لوري چي دطالبانوملاتړي دي اوزه ورسره کښېنم خبرشوی یم نوله هغومعلوماتو نه مادانتیجه اخیستې ده چي طالبان دخبرولپاره دکرزي اداره یواړخ نه ګڼي هغوئ په دي باوردي چي دکرزي اداره دهیڅ شي واک نه لري،نه یې نظرخپلواک دی،نه خبره،نه پرځان کنټرول لري اونه پرپردیوپوځیانو،کنټرول څه چي کرزی دخپل کورامنیت په امریکایي پوځیانوساتي نودغولاملونوته پام دامارت چارواکي په دي باوردي چي په افغانستان کي دخبرواصلي لوری کرزی اودهغه اداره نه بلکه پردي راغلي یرغلګرپوځونه دي،له هغوئ سره بیاخبري کول هیڅ معنی نه لري،ځکه له هغوئ سره خبري کول به دامطلب وي چي ددوئ ته دلته راتګ قانوني جوازلري چي دخبره هیڅ هغه کس ته دمنلووړنه ده چي افغانستان اشغال شوی ګڼي اودلته میشتوپردیوپوځونو ته دیرغلګروپه سترګه ګوري،اوس پوښتنه داده چي که طالبان خبروته چمتو نه وي بیانوپه دي وروستیو کي ولي دخبرودادروغجنه ډرامه په دومره شوراوزوږسره توده ده؟ فکرکوم لامل به یې داوي چي نورهم پردي پوځونه اوهم داخلي اجیران له جګړې ستومانه شوي دي،دماغونويې له پلان جوړولو ستړي دي،اقتصاديې په پوره پيمانه ټيټې کچې ته لوېدلی،اتحاديانويې ورووروهغه دچاخبره کوناټی ورګرزوي،بل لورته اجيره اداره په پرله پسې توګه دمرستې غوښتنه کوي چي امريکايان يې نورله مرستې کولوڅخه عاجزدي . داهغه عوامل دي چي امریکایان یې دغروراوتکبرله هسکه ټاله رانسکورکړل .اوس غواړي دخبرواترودموضوع په مطرحولوپه خلکوکي داذهنیت پیداکړي چي دوئ په هره چاره کي دافغانانوسوکالۍ اوامنیت ته پام کوي هغه نوکه دجګړې له لاري وي اوکه دخبروله لاري دوئ یوازي اویوازي دافغانانوخواخوږي دي وبس،خوهرڅوک پوهیږي چي دوئ دلته دڅه لپاره راغلي دي اوڅه غواړي ؟
خواخوږي خویې موږپه هرات،کندهار،جلال اباد،غزني،خوست،اروزګان،هلمند،نورستان،کنړاونوروسیموکي ولیده بمونه .دشـــوبلـــودرنې ډزې،دتوپونوبارود،دزندانیانوکړول،پردیني ارزښتونوتېری،دمیرمنوبې عزتي،په قرآني احکاموملنډې وهل،په ګندګیوکي دکلام الله مجیدغورزول اودګران نبي صلی الله علیه وسلم په شان کي بې ادبي کول هغه ډالۍ اوتحفې وې چي دافغانانوپه درددردیدلیوغربیانوموږته راوړې .موږبایدله هغوئ څخه ډېره مننه وکړو،ځکه هغوئ دلته دروسانوپه پرتله له ښوماډرنواوپرمختللووسلواوپوځونوسره راغلل اودافغانانو دکړولولپاره یې خوراښه اوغوره وسائل راوړل،کوردي یې ودان وي موږله یاده نه باسي تل زموږ دکړولو فکر ورسره وي .عجیب وفادراوګړي دي؟