کور / تازه خبرونه / سميع يوسفزى نه دى نيول شوى

سميع يوسفزى نه دى نيول شوى

سميع يوسفزي په پېښور کې د لراوبر سره د خبرو پر مهال دده د نيول کيدو په اړوند خبرونه بې اساسه وبلل، نوموړي وويل د افغانستان د يو خپلواک اژانس له خوا دده د نيول کيدو په اړوند خپور شوى خبر سم نه دى .نوموړي اژانس په يو خبر کې ليکلي چې سميع يوسفزى د خيبر ايجنسۍ د چارواکو له خوا په دې تور چې په غير قانوني ډول د يو جاپاني خبريال سره قبايلي سيمي ته ورغلى و د پنج شنبي په ورځ نيول شوى دى .سميع يوسفزى لر اوبر ته وويل چې اوس يې صحي وضع مخ په ښه کيدو ده او د هيڅ چا له خوا نيول شوى نه دى .نوموړي څو ورځې وړاندې د برمته ګرو نه د تختيدو پر مهال يوه مردکۍ په ټټر او بله په لاس خوړلې وه خوډاکټران يې د صحت په اړوندمطمين دي .