کور / تازه خبرونه / خوست: د تېر ماښام په ځانمرګي بريد كې دېرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست: د تېر ماښام په ځانمرګي بريد كې دېرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خوست د تېر ماښام په ځانمرګي بريد كې د مرګ ژوبلې شمېره ډېره شوې او پېښې ته نېږدې خلك وايي، چې كيداى شي د ولسوالۍ لويدلې ودانۍ ته نور خلك هم ورلاندې وي.
د موټر بم دا ځانمرګى بريد تېر ماښام د خوست لويديځ ته د دوه منده ولسوالۍ په داخل كې وشو.
د سيمې ولسوال لطف ا لله ببكرخېل وايي، يو تن، چې په ورسره موټر كې يې چاوديدونكي توكي بار كړي وو، غوښتل، د  ولسوالۍ په داخل كې د افغان او ناټو ځواكونو ګډې پوځي قرارګاه ته ځان ورسوي، خو د ده په وينا د سرتېرو له خوا پرېنښودل شو او په نظام قراؤل، يا د ولسوالۍ په وره كې يې موټر والوځاوه.
د خوست ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې تر اوسه د دې پېښې نهه تنه وژل شوي او تر شلو پورې ټپيان كسان دوى ته وروړل شوي دي.
په وژل شويو كې پېنځه افغان سرتيري او څلور ملكي وګړي دي او په ټپيانو كې هم  د ولسوالۍ د امنيې قوماندان او څو سرتېرو ترڅنګ يو شمېر يې عام وګړي دي.
ويل كيږي، چې په ملكي وژل شويو او ټپيانو كې هغه مسافر خوستوال  هم وو، چې له څو كلن ځنډ وروسته تازه له عربي ملكونو راغلي او خپلو كورونو ته تلل.
وسله وال طالبان وايي، چې دغه بريد د خوست د سپېرې ولسوالۍ هغه عادي موټرچلوونكي كړى، چې څه موده وړاندې يې د بهرنيو ځواكونو په يوه بريد كې د كورنۍ ډېر غړي له لاسه وركړي وو.
دوى وايي، چې په سمبال شوي ډاينه موټر كې درې ټنه، يا درې زره كيلوګرامه چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى شوي وو او ادعا كوي، چې ګڼ شمېر بهرنيو او افغان ځواكونو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
خو په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې پېښه كې د دوى ايله دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
د سيمې خلك وايي، چې چاودنه ډېره زوروره او د ولسوالۍ وداني يې غورځولې ده. دوى دا هم وايي، چې لوى كاري موټرونه په ودانۍ كې كار كوي  او كيداى شي نور كسان هم ديوالونو لاندې كړي وي.
دوه منده د خوست په لويديځ كې هغه ولسوالي ده، چې ترمخه يې د خوست او كابل لويه لار تېره شوې، له پېښې وروسته دغه لار په بشپړه توګه د ټرافيكو پرمخ تړل شوي او پر لار تلونكي خلك وايي، چې لسګونه موټر او سلګونه سوارلۍ يوې او بلې خوا ته د لارې د خلاصيدو په تمه ولاړ دي.