کور / تازه خبرونه / خوست: بهرنيو ځواكونو يو زده كوونكى وواژه

خوست: بهرنيو ځواكونو يو زده كوونكى وواژه

خوست مېشتو بهرنيو ځواكونو، د خوست ښار په جنوبي څنډه كې ميخانيكي ليسې ته څېرمه يو زده كوونكى وواژه.

نوموړي د دغه ولايت د اسماعېل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ په څړبن ليسه كې دوولسم ټولګى لوست.

پېښې ته نېږدې خلك وايي، چې نوموړى په خپل موټر كې سپور ؤ، چې د بهرنيو ځواكونو پوځي كاروان يې ترڅنګ تيريده، يوه بهرني سرتيري ډز پرې وكړ او دى يې وويشت.

دى په ټپي حالت روغتون ته وړل شوى او هلته يې د ټپ د ژور والي له امله ژوند له لاسه وركړى.

دا پېښه د خوست ځايي چارواكو او په خپلو بهرنيو ځواكونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره تاييد كړې ده.

د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم د خوست په باك ولسوالۍ كې د ناټو يوې چورلكې دوه موټرسايكل سواره زده كوونكي په نښه كړي او وژلي وو.