کور / تازه خبرونه / خوست: بمي چاودنې اتلسو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست: بمي چاودنې اتلسو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

نن له غرمې وړاندې د خوست ښار په ختيځه څنډه سبزيو منډيي كې يوې بمي چاودنې دوه تنه ووژل او شپاړس نور يې ټپيان كړل.

د خوست د ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې په وژل شويو كې يو يې ماشوم او په ټپيانو كې هم څو ماشومان دي.

چاودنه په خوست كې له بهرنيو ځواكونو سره د ځانګړو افغان (كمپاين) ځواكونو يوه ولاړ موټر ته څېرمه شوې.

د خوست امنيتي چارواكي وايي، چې په دې پېښه كې د نوموړي ځواك سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې پېښه كې د دوى كسان لاس نه لري.

مجاهد تور لګوي، چې دا كار بهرنيو ځواكونو د دوى د بدنامۍ له پاره كړى دى.

په چاودنه كې وژل شوي او ټپيان زياتره لاروي او د سبزۍ په نوموړې منډيي كې اخېستونكي او خرڅوونكي وو.