کور / کیسه / ورکه نغمه

ورکه نغمه



                       
د قندهار د ښار هرات بازار شپږویشت اوویشت کلونه وړاندې د ډېره شور ډک وو د بازار په یوه غاړه د نیمایي څخه نیولې تر چارسو پورې د ډول ډول راډیوګانو،ټېپونو او کیسټونو دکانونه غزیدلي ووچې د رانیونکو دپاره به د هر دکان کې ټیپونه په لوړ ږغ ږغیدل چې کله به کوم نوی کیسټ او لا دا چې زړه  پوری به وو،نوی بازار ته راوتلی وو نو په هر دکان کې به هم هغه ږغیدې. کله کله به د بازار د شور په سندرو زور ور شو ددې ټولو ږغونه به یو داسې ږوږ جوړ شو چۍ په غوږونو به بل ډول لګیده .
د بازار بلې غاړې ته د بازار د نیمایي څخه نېولې تر چارسو پورې د بزازانو د دوکانونو لړۍ پرته وه . د همدې دکانونو مخ ته په پل لارې باندې د منځني عمر خاوند چې کونډی توره ږیره یې وه او هر وخت به یې سپینې جامې په تن وې د څو کتابونو سره کښیناستې . نه پوهیږم چې نوم به یې څه وو خو خلکو ورته صوفي وایه .صوفي به هرې خواته تر لیرو لیرو پورې کتل او دې به څاروو چې څوک راشي او کوم کتاب ځېنې ترې واخلي . هغه ددې لارې خپل د ژوند اړتیاوې پوره کولې . سهار وختي به راتلې د کتابونو لرګین صندوخ به یې دنیژدې دوکان څخه راخیستې، کتابونه به یې ځېنې راخیستل او په پل لارې باندې به یې په خاص ترتیب سره ایښول .دیني،تصوفي،ادبي او د ښوونځیو او لیسو د لوست کتابونه لکه د قران محید ډول ډول نسخې ،د یوسف رلیخا منظومه،د رحمان بابادیوان،د استاد بینوا اوسني لیکوال ، د علامه حبیبي تارخ افغانستان قبل از اسلام،رشیدالبیان ،پنج کتاب،دشمس تبریزي کلیات نو او نور.
دهغه رانیوونکي ټول د پاخه عمر خاوندان وو .داسې لږ پښیدل چې ځوانان دې دهغه نه د کوم کتاب په باب پوښتنه وکړي . په دغه ورځ د نورو ورځو په ډول هغه کتابونه ته ناست وو چې په نسواري چادرۍ کې پیچلې یوه نجلۍ دهغه مخ ته ودریده او یوه کتاب په باب یې وپوښتل . د نجلۍ ږغ دومره تاثیر درلود چې د صوفي د روني حالت ته یې په لومړي ځل تکان ورکړاو په ډېرې وارخطایې یې ځواب ورکړې….. څه……؟ څه…… مو وویل؟
د یوولسمې ټولکي تاریخ لرې؟
اوس خو راسره نشته خو که ستاسې ضروري په کار وي د رته بیداکولایې یې شم.
ښه نو بیا زه سبا احوال اخلم.
نه سبا نه بل سبا……..ښه دې ته سبا راشه.
نجلۍ روانه شوه او د صوفي چې ځان ته پام شو نو زړه یې داسې دربې کاوه چې د هغه ږغ یې پخپلو غوږ ونو اوریدې په احساساتو کې یې یو ډول بدلون احساساوه ،خپله هم نه پوهیدې چې د نجلۍ په جواب کې یې وروستۍ جملې څنګه ادا کړې وې . همدا اوس د هغه په ټول وجود باندې د هغې ږغ خپور وو ………… ښه نو بیا… زه سبا احوال اخلم……….ښه نو بیا زه ………
د بازار شور خپل اوج ته رسیدلې وو ، د خلکلو ګڼه ګوڼه د ښونځیو او لیسو د هلکانو او نجونو بهیرونه چې خپلو کورونو ته ستنیدل د نقلیه وسیلو هارونونه د ډول ډول کیسټونو ږغونه چې په لوړ ږغ ږغیدل او په دې ټولو ږغونکي هغه وریښمین ږغ چې په نابللي ډلو همدا اوس اوس د صوفي په رګونو کې خپور شوې وو او دهغه د زړه د توپونو په سر او تال کې سندریز کیدې د حواسو د لارې یې د کسټونو د سندرو سره ګډیدې .
نن په شپه زما د یار په کوم مکان وي
باپيراهن یاسمني چادر ماشي
بازآمدي ای دلبر من مانه نه باشي
یاره نن مې اوریدلی‍‍‍‍‍‍‍ د لیلا د بنګرو شرنګ دی.
جنګ تو صلح و صلح تو جنګ است …… او داسې نورې سندرې په تېرو وختونو کې همدغه سندرو ته حتی د هغه پام نه اوښتې خو نن خبره بل ډول وه هو! نن یو نابللي احساس یوې نابللې مېنې هغه پخپلو وحشي څپو کې اخېستی وو او په هغه یې د ماشومانو په لاسونو کې دناوکي په شان لوبې کولې .نن یې قضا ماپښین لا خپل کتابونه ټول کړه او د قندهار د ارګ بازار په لورې روان شو.د کتابونو په لویو لویو دوکانو نو کې تر تیاره ماښامه وګرزیده ډېره پلټنه یې وکړه تر څو چې بریالې شو او کتاب یې ومینده ،دومره خوښ وو لکه چاچې د کلونو کلونو ورکه میندلي وي . کله چې سبا سهار د نورو ورځو په شان د بازار خواته وروانیدې نو په پښو کې یې داسې توان ومینده چې هیڅکله یې احساس کړې نه وو. کتاب یې په ټټر باندې داسې نیولې وو لکه ماشوم چې څوک د زیاتې مېنې نه ټینګ په غېږ کې نیسي .په لار داسې روان وو لکه اوبه چې مخ په ښکته روانې وي .او داسې لکه د هوا څپې سپکې او په رړه پورې چې بارار ته راورسیدې د پخوا په شان یې د نږدې دوکان څخه د خپلو کتابونو صندوخ راواخیست . کتابونه یې ځېنې راوایستل او په ترتیب یې په مځکه اودډل .خپله یې مخې ته کیښناست تر غرمې پورې د ځایه ونه ښوزیده ،دابیره ورسره وه نه چې هغه راشي او دې په ځایې نه وي .
د انتظار شېبې د بازار د شور سره یو ځایې کیدې او دصوفي د احساساتو سره یې لوبې کولې دهغه پام په یو ټکي کې نغښتې وو چې د هغې سندریز ږغ به یې کله غوږونو ته راځي او کله به بیا دده احساسات د هغې د ږغ د سر او تال سره څپې څپې کیږي.صوفي تردې وخته دهغې په باب هیڅ نه پوهیده؟
څوک ده؟ دکومې راځي؟  نوم یې څه دی….؟ نور او نور
هغه یې یوازې ږغ اوریدلې وو او دهغې په ږغ پسې لیونی وو او د یوه داسې کیفیت په ټال زنګیده چې پخپل ټوله ژوند کې یې احساس کړی نه وو . د عمر څلویښت یا د څلویښتونه هم زیات کلونه یې تېر کړي وو ،د ماشوتوبه د تنکۍ ځوانۍ تر بریده او تر اوسه چې د منځني عمر خاوند وو.د واده د لومړنیو شپو رنګینۍ یې هم تېرې کړې خو هیڅکله یې په احساساتو دغه ډول طوفان منګولې نه وې لګولې ،یو ډول ناکراري،یو ډول درد او یو خاص ډول تنده یې پخپل ټول وجود کې احساسوله ،یوه داسې تنده چې په اوبو نه ماتیږي ،یوه داسې تنده چې د سړي وجود سر تر قدمه ځوروي ،یوه داسې تنده چې اصلا بیانیدای نه شي .
پخه غرمه وه چې یو چا دده په لوري قدمونه راکاږه کړه  صوفي تر اوسه هغه یو ځل لیدلې وه او ددې منل ورته ګران وه چې دا به هم هغه پرونۍ نجلۍ وي کنه ؟ چې هغې ورباندې ږغ کړ
کتاب مو راته پیدا کړ؟
هو ولې نه……ولې نه
صوفي نور څه ونه ویلای شو کتاب یې د قط شوي پټو دلاايي څخه راوایست او نجلۍ ته یې وړاندې کړ.نجلۍ د نسواري چادرۍ د مخ پوټي څخه سپین تنکۍ لاس راوغځاوه او کتاب یې ځېنې واخېست .
بیه یې څو ده ؟ نجلۍ وپوښتل
بیه نه لري که ستا خوښ دی بس ستا شو.
زما خوښ ،خوښ دی
لومړی ځل دی چۍ زما څخه کتاب اخلې دا ځل یې همداسې واخلﺉ بل ځل به بیا ګورو.
تاسو به حتما د بل چا څخه په بیه اخیستې وی.
نه ما په بیه نه دی اخیستې ما پخپلو کتابونو کې چې په کور کې راسره دي پیدا کړ.نجلۍ ډېر اصرار وکړ خو صوفي پخپله خبره ټینګ ولاړ وو یا…..یا….نه یې اخلم.
نجلۍ ته ځان بد ښکاره شوچې کتاب همداسې واخلي د اټکل د مخې یې یو څو افغانۍ دهغه مخ ته په یوه کتاب کیښودلي او روانه شوه .ده ته یې د نورو خبرو موقع ورنه کړه . د سترګو په رپ کې پناه شوه او دبازار په هجوم کې داسې ورکه شوه چې تابه ویل اصلا راغلې نه وه . صوفي چې پېسې د خپلو نورو پېسو څخه بیلې د صدرۍ په پاسني جېب کې ایښولې نوداسې یې احساس کړولکه زړه ته یې چې څه ورغلي وي او دده پټ درد څه تسکین پرې میندلی وي .
ورځې تېریدې په اونیو اوښتې او اوهنۍ په میاشتو خو هغه بیا راښکاره نه شوه. د صوفي د رزړه ناکراري د یوې ورځې نه بلې ورځې ته زیاتیدله ،یوې هېلې یې زړه په منګولو کې رایسار کړې وو چې که یوا وار بیا راشي او دې یو ځل بیا دهغې سندرز ږغ پخپل ټول توان او ټول وجود واوري او د خپل ذهن په پاڼو کې یې د تل دپاره ثبت کړي . خو د وخت په تېریدو سره یې ناهیلي زیاتیدله او داسې ورته ښکاریده لکه  داسې ورځ چې هغه به راځي اصلا دده د تقدریر په دفتر کې لیکلې شوی نه وي .سترګو یې هغې خوا ته چې نجلۍ باندې راتله لارې جوړې کړې وې او د رړه ناکراري یې اوج ته راسیده چې کومه ښځه یا نجلۍ به یې په نسواري چادرۍ کې ولیدل نو تر هغو به یې ورته کتل تر څو چې به پناه کیده ، دهغې د ږغ د هیرولو هاند یې کاوه خو نه یې شوای هیرولای ،عجیبه کیفیت د یکه چې انسان غواړي یو څه ته د رسیدو مقصد یې سر ته نه رسیږي نو د محرومیت وږي لیوان یې په حواسو منولې لګوي او تر څو چې وس رسې وي هغومره یې ځوروي .
صوفي هم په دغسې یو حالت کې اوسیده ، د ځور حالت ، د یوه داسې انتظار حالت چې په نا څرګند ډول وي ،دیوې نامالومې مودې تېرول لکه څوک چې د یو جرم په کېدو جېل ته ولاړ شي او دبند موده یې څرګنده نه وي . هو! صوفي په یوه داسې حالت محکوم وو چې باید حتما تېر کړي ،موسمونه یو په بل رابرسېره کیدل او طبیعت خپلې جامې بدلولې ،نژدې وو چې په نسواري چادرۍ کې د نجلۍ پیچلی تصویر چې دده په ذهن ،خیال او حواسو یې حکومت کاوه دی د رسوایې تر بریده ورسوي او د هرې نسواري چادرۍ په خاوندې پسې تر هغو لاړ شي تر څو ورته څرګنده شي چې هغه ده او کنه؟چې یوه ورځ یې په ناڅاپي ډول ډول هغه مخې ته ودریده صوفي دومره حېران شو چې نه پوهیدو څه وکړي ؟ یو ځلې یې د رړه په هر ګوټ کې ا مید شمعې بلې شوې په وارخطایې د ځایه پاڅیدې نه پوهیده څه ووایي  ،چې نجلۍ وپوښتل
د دوولسمې ټولکي پښتو لرې؟
هو!ولې یې نه لرم په کور کې راسره شته ـــــ ته سبا راشه.
که ستاسو سره حتما وي نو ره به سا راشم که وي بل ځایې به یې وګورم
نه ته سبا پورې صبر وکړه ،زه یې درته راوړم
سمه ده نو زه به سبا راشم
کله چې صوفي سبا سهار د کور څخه د راوتلو په تکل شو نو دهر څه لومړي یې کتاب راواخیست او د بازار په لورې راروان شو. د سهارني لمر ژړو وړانګو د بازار په ځېنو ګوټونو کې خپلې څانګې خوری کړې وې او دکانونه یو په بل پسې خلاصېدل . دنقلیه وسیلو شمېر هم زیاتېدې او د راتلونکو لارویانو د ږغونو کډیدل  ،ورو ورو ورځ غرمې ته لنډه شوه.د ښونځیو او لیسو نه د خصت شویو هلکانو او نجونو بهیرونه راپيل شوه چې د هرات دروازې څخه د چارسو په لوري تلل .مخ لوڅو نجونو ټول بازار په تورو کمیسونو او سپین پړونو تور او سپین کړ.پټ مخې نجونې چې په پل اخیستلو کې به یې د چادرۍ د مخ پوټي د لاندنۍ برخې څخه تورې جامې ښکاره کیدلې . د صوفي ټول پام د پټ مخو نجونو په ډلو وو چې که به یوه ددوي دسېله رابېله شي او دده په لورې به راشي او بیا چې کله دده پام کې دې نو نجلۍ راغلې او بېرته تللې وه ،خو صوفي اوس هم په یوه داسې حالت کې ناست وو چې چا به ویل اوس هم چاته لارې څاري ،لېرې او ستړې لارې….
د قندهار د ښار او بازارنو حالت بدل شوې وو اوس هرات بازار د شور په هغه تال کې نه زنګیده  . ګڼه ګوڼه هم مخ په لږیدو وه . هره ورځ به نامالومو لورو ته کډې تللې ،هیڅوک نه پوهیده چې څه به کیږي . د ښار په شاوخوا کې په دولتي ځواکونو د جنګیالیو مجاهیدینو بریدونه پېل شوي وه او کله کله ددغه بریدونو لمبې ترښار هم رارسیدې او د یوې لوې جګړې ګواښ یې د ځان سره راوړي کاروبار په ټپه دریدولې وو او دخلکو د ترهیدولو څېرو څخه دا څرګندیدله چې ټوله یوه لوري ته د تللو لارې لټوي او یوه ورځ صوفي هم ددغو لارو په لټون د خپل وطن او ښاره ووتې .نژدې ګاونډي هیواد ته د تللو په اراده یې د ریګستان په تب جنو ریګو کې قدم کیښود او په لږ وخت کې یې پلونه د کراچۍ تر صدر بازار پورې اوږده شو چې ځان ته یې پام کېدې نو د لوي سرک په غاړه په ارت پل لارې باندې د ډبرو نه د جوړو شویو زینتي شیانو د لوي دکان مخ ته ناست وو او مخ ته یې چیني ،ناشکن،لوسي ،فرانسوي کرسټل مېوه دانې او زینستي شیان پراته و. د صدر دلوي بازار په دواړو غاړو کې د ډول ډول سامانونو لوي دوکانونه غزیدلي و چې څاښت مهال به خلاصېدل او ناوخته ماښام پورې به په بازار کې داسې ګڼه ګوڼه وه چې تا به ویل اوس د ورځې پیل دی .ډول ډول رڼا وو به د صوفي سترګې بریښولې او دښاري بسونو ځوررنکو هارنونو به یې هر وخت د اوریدو لو احساس ځوراوه . کله چې د ښکلو ډبرونه د جوړ شوو زینتي شیانو رانیوونکي غټ دوکان ته څوک راتله چې اکثره به یې ښځې وې نو په ستنیدو کې به دده لوښو ته هم دریدلې یو څوک به داسې هم راپيدا شوه چې دده نه به یې هم څه په بیه واخیستل .
صوفي د بې وطنۍ او پردیسۍ په غمونو کې اوس هم دنجلۍ ږغ د یاده نه ووایستلې .کله چې به په ایښودلو او اوډولو کې دده د لوښو کړنګ پورته شو نو دده په غوږونو کې به د نجلۍ ږغ د خپل ټول توان سره راژوندې شو او وجود به یې تبجنه څپه راغله .هغه اوس هم منتظر وو خو نه پوهیده چې څه ته ؟
په ږیره او سر کې یې سپین لګیدلي وو په څېرې یې د زورګار د سړو او تودو دوړې پریوتې وې په وجود کې کمزوري حسوله خو زړه یې په هم هغه حال پاتې وو د نجلۍ د ږغ په مینه به یې کله په لوي لاس د فرانسوي کرستل نه کړنګ پورته کړ چې د نجلۍ خیالونو ته ورستون شي چې احساس او بدن یې میږي میږي شي چې په وجود یې تبجنه څپه راشي او چې د کتابونو لرګین صندوخ د کندهار د هرات بازار د پل لارې ګڼه ګوڼه  د کسټونو سندرې او د ښوونځي او لېسو د نجونو ډلې ورپه زړه شي یوه ورځ څه عجیبه پېښه وشوه د مازدیګري لمر وروستیو وړانګو د کراچۍ د اوچتو بلډینګونو هسکې څوکې ښکلولې د هوا د تودوخې له کبله به په دغه وخت کې د ورځې د نورو وختونو په پرتله ګڼه ګوڼه زیاتیدله .خلک د خپلو کورنو څخه راوتل د لویو او وړو موټرونو تګ راتګ په بازار کې ډول ډول ږغونه خپرول د نمجنې هوا سړو څپو د سیند د غنم رنګو او نرۍ نجونو د اوږدو ویښتانو سره لوبې کولې ،په لویو دوکانو نو کې سپین او رنګین څراغونه یو په بل پسې لګیدل او دکراچۍ د رنګین ماښام شیبو ته یې په پل لارو باندې رنګین رنګین انځورونه جوړول چې صوفي ناڅاپه احساس کړه لکه څوک چې دده په شاوخوا کې وي.یوه پیژانده چې دې ورسره د احساس په لارو کې تړلې مزی لري .او بیا یو آشنا ږغ چې دده وجود یې د تبجنې څپې په تودو کې داسې خوله خوله کړ چې په ځان کې کمیس یې ورته لوند خېشت کړ .هغه په چټکۍ د زینتي شیانو دوکان ته مخ ورواړاوه  یوه ښځه په تور عربي حجاب کې ولیده چې ماشوم تر لاس نیولې ولاړه ده، مخ یې ټول د حجاب په ټکري کې نغښتې وو ،یوازې یې دووې غټې تورې سترګې چې د ټیکري د توروالي سره سیالي کولې څرګندیدلې .صوفي په ډېر اضطراب څو څو ځله وروکتل ،ویې پېژندله ،زړه یې غوښته چې ورولاړ شي ،سلام علیک ورسره وکړي ،د حال احوال پوښتنه یې وکړي ،په خبرو خبرو کې هغه وختونه ورپه یاد کړي ـ قندهار ،د هرات بازار ،دده کتابونه نور او نور……..چې کتل یې هغه راستنه او تر ده تېره شوې وه د پل لارې ځېنې د اوښتلو په وخت کوچني زوي ته یې ویل  پام کوه زویه چې په واله کې ونه لویږې.
صوفي د بلې وځې نه د احساس په نړۍ کې یو نوې سفر پېل کړ په تور حجاب کې نغښتې ښځه ،تورې غټې سترګې ،وریښمین ږغ …….او …..انتظار…….
                                                                  ۲۴/۷/۲۰۰۵
                                                            کابل،دارلامان واټ


د کراچۍ بلوګ نه په مننې