کور / تازه خبرونه / طالبانو په کونړ کې د مرورې ولسوال وواژه

طالبانو په کونړ کې د مرورې ولسوال وواژه

طالبانو په کونړ کې د مرورې ولسوال وواژه


د کونړ چارواکي وايي چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د مرورې ولسوال غياث حقمل وواژه، د کونړ د والي وياند ادريس غروال په وينا دوی د ولسوال مړی د خاص کونړ او سرکاڼو ولسواليو ترمنځ د پشد په سيمه کې وموند او بيا يې د هغه کورنۍ ته وسپاره.


غروال زياتوي چې تښتوونکو لومړی د حقمل له کورنۍ د پيسو غوښتنه کړې وه او وروسته يې په کونړ کې له چارواکو وغوښتل چې د ولسوال په بدل کې دې ورته د دوی ۵۰ تنه طالب بنديان را پرېږدي، غروال وايي دا چې  دوی په کونړ کې هېڅ طالب بنديان نه درلودل، نو له همدې امله  يې د هغوی غوښتنه پوره نه کړای شوه او په پای کې يې ولسوال حقمل وواژه،  قاري ضياالدين چې په سيمه کې  ځان د وسلوالو طالبانو قومندان بولي وايي ولسوال يې ځکه وواژه، چې دولت د دوی  غوښتنه ونه منله، نوموړي د حقمل له کورنۍ نه د پيسو اخيستو خبره نه ده کړې.


                                                                                                             نقيب احمد اتل      ننګرهار