تېره شپه د پل چرخي زندان په اخ وډب کښي يو بندي وژل سوئ

د لراوبر اداره | نوومبر 22nd, 2008


دکابل په پل چرخي زندان کې دتيرې شپې اخ اوډب په ترڅ کې يوبندي دپوليسو لخوا په ډزو وژل شوي اوډير نورنديان ټپيان شوي دي .
دزندانونو عمومي ريس جنرال اميرمحمد جمشيدي لراوبر ته وويل چې تيره شپه په دوهم بلاک کې بنديانوترمنځ شخړه رامنځ ته شوي اوچې پوليسو مداخله وکړه نو قهرجنو بنديانو يوپوليس يرغمل کړ اودهغه دوژلو ګواښ يې وکړ .
جنرال وايې چې پوليسو دخپل ملګري پوليس دخلاصون په خاطر په هغه بندي ډز وکړ کوم چې پوليس يې يرغمل کړي وو ، په دې ډزو کې بندي ووژل شو اوپوليس ټپي شو؛ خو بنديان وايې چې په دې ډزو کې دوه بڼديان مړه اوشپږ تنه بنديان سخت ټپيان  کړي دي .
بنديان شکايت کوي چې دتيرو څلورو ورځو راپديخواي ې برق اواوبه او نور خواړه پرې قطعه کړي دي اودوي د دولت له مشرتابه څخه غوښتنه کوي چې يوپلاوي ورواستوي ترڅو ستونزي يي له نژدې وګوري .
بنديان وايې چې اوس هم خال خال ډزي دبل چرخي دننهه کيږي .
پل چرخي کې دامهال ٣٠۰٠ شاوخا بڼديان پراته دي .

Copyright Larawbar 2007-2024