د عالمي ضمیر په نوم د ماشومانو اواز
په ۲۰ نومبر په ټوله نړۍ کي د ماشومانو نړېواله ورځ ولمانځل شوه. غونډي او دستورې ترتیب شوې. په دې کي به یقیناً هغو خلکو، چارواکو او د بېلابېلو این جي او ګانواستازو لوی لوی نمایشي او جذباتي تقریرونه کړي وي،د چا ماشومان چي هډو درد پېژني نه. زه د درد د قبیلې یو څوک د نړیوال نمایش په تناظر کي د دردېدلي طبقې د دردېدلو ماشومانو یاد ته محدود پاتیږم.
دا یو ظالم طبقاتي سماج دی. چایلډ لېبر ددې نظام بنسټیزه پېژندګلو ده. په داسې حال کي چي د ماشومانو نړېواله ورځ لمانځل کېده، یونیسف رپورټ ورکړ چي په دنیا کي روزانه له ۲۶ زره نه تر ۳۰ زره پوري ماشومان د غربت له کبله مري. په نړېواله کچه ۷ کروړه ۳۰ لکه چایلډ لېبر داسي دی، چي عمرونه یې لس کاله ته هم نه دي رسېدلي.د ملل متحد د رپورټ له مخي نن هم په دنیا کي ۵۱ لاکه ماشومان په بېګار کېمپونو کي په غلامانه توګه کار کولو ته مجبور دي. په کلنۍ توګه ۱۲ لاکه ماشومان په بېلابېلو هیودونو کي د مزدورۍ یا جنسي عملونو په غرض خرڅېږي او سمګل کېږي.
د ماشومانو د نړېوالي ورځي مراسم او ترتیبات به نه پوهېږم په څومره جوش او نمایش سره نیول کېدل، چي په کراچۍ کي درو مېرمنو خپل اته ماشومان د لوږي له کبله هلته مېشت ایدهي سینټر ته وسپارل. په دې سینټر کي له وړاندي نه په زرګونو ماشومان روزل کېږي.
د ورځنیو اخبارونو بیانونه او تصویرونه ددې مقدس نظام په سرخېلانو پوري ملنډي کوي. چرته کي یوه مور د لوږي له کبله ځان د خپلو ماشومانو سره د اورګاډي مخ ته غورځوي او چرته کي بله د نهر نهر ماشومانو د چیغو له کبله د زهرو بوتل په لاس ولاړه وي. چرته کي یو پلار د کوم لوی ښار په څلورلاري کي له خپلو ماشومانو سره ولاړ وي او د هغوی په سرونو یې په پېچلو ټوکرانو باندي لیکلي وي (د خرڅېدلو لپاره) او چرته کي بل پلار د چا غټ سري د دفتر مخې ته د احتجاج په ډول ځان ته اور اچوي.
دا یوه حتمي خبره ده، چي تر څو په ټولنه کي د چایلډ لېبر لعنت موجود وي، تر هغو هر دعوه او وعده دروغ، د هري ترقۍ راز بې معنااو د هر انقلاب خوب سراب دی. د افغان ماشومانو د حالت په لیدلو ډبرین زړونه ویلېږي. زموږ ماشومان یې د کاغذونو د بوجیو او بوټ پالش وړ وګڼل، د بارودو خوراک شول، دمکتب ورونه ورباندي وتړل شول او د پردیو په کورونو کي د تشددتر سېوري لاندي د ژوند د بقاء لپاره زیار باسي.
یقیني خبره داده، چي دا د ماشومانو ورځ به هم زیات شمېر پښتنو ماشومانو په ذهني او بدني اذیت کي تېره کړې وي. د تاریخ دا نازولی جبر ګوره، چي د افغان ماشوم به په دې هم نه وي پوهېدلی چي نن د هغه ورځ لمانځل کېږي. د افغان ماشوم په دې هم نه پوهېږي چي د هغه قدر و قیمت څه دی. هغه داسې فکر کوي لکه چي د زیار او اذیت لپاره پېدا شوی وي. هغه په خپلو حقونو هم نه پوهېږي ځکه چي هغه ته د حقونو د ادراک او حصول درس چا ورکړی نه دی. دې د اور او ویني په چاپېریال کي زېږېدلي نژاد ته چا د ژوند معنا او مفهوم ورونه ښوولو. دوی ته خپلو ټولنیزو حالاتو یوازې د جنګ او تشدد درس ورکړو. دوی مکتب ته پرېنښوول شول بلکې ترهګرو کېمپونو ته د تګ لار وروښوول شوه.زموږ د ماشوم ښایست د بارودو لمبو خوړلی دی. موږ د مغرب پخواني تورپوستي غلام ته ورته نژاد یو یا د هند له اچهوت قام سره ورتوالی لرو.
دنیادخپل ماشوم صلاحیتونه وروزل. د ساینس، سیاست، ادب او فلسفې د ډګر اتلان یې پېدا کړل. خو حالاتو زموږ له ماشوم نه خودکش بمبار جوړ کړ. چي څه لږ شعور پیدا کوي نو په ذهن کي یې جنت ته د ستنېدلو خیال ورکښېنولی وي. موږ که هر څو چیغي وکړې چي موږ خپل ماشوم ته د خودکش بمبار جېکټ نه بلکې د کتابونو بسته غواړو خو د جنګ زامن د امن او عدمِ تشدد د استازو خبره کله اوري. نن مي ټول قام د ژوند او مرګ په برید ولاړ دی خو غمیزه مي ددې دوزخي حالاتو د جرړو او لاملونو د نه ادراک ده. سایل صاحب وایي :
غم دا نه دی که نن د مرګ او ژوند په برید ولاړ یم
غم دا دی چي ددې خبري غم راسره نشته
او ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر وايي
زما د قام د کومي بدبختۍ به درته وایم
چي څوک را ځلمي کېږي په ټوپکو پسې ګرځي؛زه نه پوهېږم، چي د ماشومانو په نړېواله ورځ به هم څومره پښتنو بچیانو ته مکتب ته د نه تلو ګواښ شوی وي، څومره ماشومان به سوالګر سوالګر لاسونه په مات زړه د لویو لویو کورونو نه راستانه شوي وي، څومره به د لوږي نه مړه شوي وي، څومره به په ګولیو لګېدلي وي، څومرو به د خپلو بادارانو نه وهل خوړلي او ښکنځل اورېدلي وي، د څومرو په عزت به تېری شوی وي او څومرو ته به د ځانمرګو بریدونو درس ورکول شوی وي؟؟؟
دا ټول سوالونه د عالمي ضمیر په نوم دي او د دې ظالم طبقاتي نظام په غېږ کي د خپلو ځوابونو په لټون دي. موږ ژوندي خلک یو، دژوند په ادا میَن خلک یو. په دې هیله مخ په وړاندي سفر کوو چي دا جابر او جلاد نظام به راغورزېږي، دا فرسوده او پسمانده جهان به ورانېږي. د انقلاب لمر به ددې تتو او تورو تیارو ګرېوان څیري، د استحصال نه پاکه ټولنه به په وجود کي راځي، د جبر، جنون، جمود، جنګ، جارحیت او جذباتیت دور به پای ته رسي او د ماشومان لپاره به یو د فطري ښکلا نه ډک صحتمند او اکاډمیک چاپېریال رغېږي.
پای