فرانسه وایی چی زموږ یو پوځی ووژل سو
فرانس پریس آژانس په پاریس کی د دفاع د وزارت له قوله لیکی چی یو فرانسوی پوځی د دارالامان په شاوخوا کی د سړک ماین وواژه او یو بل یې سخت ټپی کړ . فرانسې په افغانستان کی جمعأ ۲۵ پوځیان تلفات ورکړي دي . ولسمشر سرکوزی د احساساتو په ښودلو سره دا یوه نامردانه حمله وبلله او ویې ویل چی تروریسټان دې مخامخ راسره وجنګیږی او موږ به د تروریزم پر ضد خپل جنګ ته نور شدت هم پسی ورکړو .