کابل : بهرني پوځیان ولی طالبان نه ماتوی؟
رویټر په خپل تازه راپور کی وایی چی د کابل خارجه وزیر رنګین دادفر پر هغو ۴۱ هېوادو چی په افغانستان کی پوځیان لری ، ږغ کړی چی که هغوی زموږ د پوځ سره د طالبانو په ماتولو کی سمه همکاری نه کوی نو کېدای سی چی موږ د هغوی د شتون سره مخالف سو . حامد کرزي او د ده حکومت په دې وروستیو کی ځکه پر دغو بهرنیو پوځیانو انتقادونه زیات کړی چی وایی په تیرو ۷ کالو کی یې ونسو کړای چی طالبان ورته مات کړی . دادفر زیاته کړه چی حامد کرزي په دې وروستیو کی هغو حکومتونو ته چی دلته پوځیان لری ویلی چی خپل پوځیان دې سرحدونو ته ولیږی تر څو د پاکستان څخه د جنګیالیو د را اوښتلو مخه ونیسی . په دې کار کی ناکامی کولای سی چی افغان حکومت د هغوی د شته والي سره مخالف کړی . ده په عجز سره وویل چی « موږ د نړیوالی ټولنی څخه په احترام سره غواړو چی د افغانستان د ملی اردو او پولیسو سره مرسته وکړی تر څو د لاسه وتلی ټولی سیمی بیرته د حکومت په کنټرول کی راسی . له دې پرته به افغانی حکومت ( د بهرنیو پوځونو د شتون سره ) موافق نه وی . » خو مبصرین لیکی چی هلته په واشنګټن کی د دیموکراتانو راتلونکې اداره دلته په کابل کی د جمهوریت غوښتونکو لخوا واکمن کړي ملګري د هغوی د بې کفایتۍ او فساد له امله نه خوښوی او ځکه دوه اړخیزه ګیلې او شکایتونه د ډېرېدو په حال کی دي .