کور / سياسي / په امريکا کښي رشتيا « بدلون » څه معنی لري؟

په امريکا کښي رشتيا « بدلون » څه معنی لري؟

ليکوال : اسټرليايي ژورناليست، جان پيلجر John Pilger 


د اوباما د نيرنګ نه خبر دار ! 

جان پيلجر  يونامي، انساندوسته  ا سټرليايي ـ انګليسي  ژورناليست ، ناترسه او ريالست تحليلګر او مشهوره مستند فلم جوړونکی دی . د هغه بې پرې ليکني او څېړني  نړۍ وال شهرت لري . نوموړي  په خپله تازه مقاله کي چي د تکزاس نه دليدني وروسته  د نوامبر پر ۱۲مه نېټه   په خپله ويب پاڼه کي  خپره کړېده ، د امريکا د منتخب جمهور رئيس بارک اوباما د انتخاباتي کمپاين، د هغه د بري او دهغه د کار پر پلان باندي   ګوته نيولې ده .  د نوموړي  مقالې  د  پښتو ژباړي لنډيز دلته وړاندي کيږي  :


د تکزاس څخه زما لومړنۍ کتنه و کال ۱۹۶۸ ته را ګرځي  او دا هغه وخت وو چي د جان ايف کينډي د وژلو د پنځمي کليزي د لمانځلو  مراسم تر سره کېدل  . په هغه کال کي زه د هغه ځای و کوچني ښارګوټي Midlothian ته ولاړم، او هلته مي د هغه ځای د محلي خپروني  Midlothian Mirror د مشره سره کتنه وکړه .

هغه يو داسي خبريال وو چي ليکني يې لکه  اور غورځونکي بمونه، څوڅو ځله به د John Birch Society نومي تبعيضي تشکيلاتو پر سر را  اورېدله  . هغه داسي يو خبريال وو چي هره هفته نه بله به يې خامخا داسي ګڼ شمېر شواهد او مدرکونه يو دبل تر څنګ سره ايښودل چي د جان ايف کينډي د قتل په باره کي به يې ټول هغه رسمي روايتونه د بېخ  او ريښې څخه  شنډ کړل  .


البته دغه کيسه، د هغه وخت کيسه ده چي ژورناليزم لا د کارټلانو په څېر په يوه لويه موسیسه باندي نه وه اوښتی …

د امريکا د وروستيو انتخاباتو په لړ کي، زياتره خلکو پر دې موضوع باندي تأکيد وکړ چي د امريکا دولت بايد د هغو امريکايانو د درد او غم په فکر کي  ولويږي چي پخپله  نسي کولای ودغه درد او غم ته  د نجات   لاره پيدا کړي . هغوی دېته آماده وه چي لږ شاني زيات ماليات ورکړي تر څو صحي خدمتونه عام سي . هغوی د نړۍ د اټومي وسلو د امحاء  څخه دفاع کوي او  د نورو  خلکو د هيوادو څخه  د خپل هيواد د عسکرو  د را ايستلو  غوښتونکي دي .


دا پلا هم ، کله چي تکزاس ته ولاړم، هغه څه چي زما پام يې ځانته را واړاوه نو يوځل بيا مي هغه کسان ليدله چي د راسیستانو، رکسیونرانو او د بېعقله   موجوداتو په  مقابل  کي به ولاړ وه . يعني د هغو امريکايانو په مقابل  کي ولاړ وه چي د خپلي ټولني په اړه يې داسي باور درلود چي امريکا د نړۍ تر ټولو بهترينه ټولنه ده .  ددې برترۍ د ساتني او تضمين  دپاره هر کار مجاز دی ،د هغه د جملې نه که د دنيا په هر کونج کي   قتلونه، ويني رژېدني او بېحسابه مرګونه وسي نو   مشروعيت    لري  . …


اوباما وايي چي غواړي د امريکا پوځي قدرت لا نور هم پياوړی کړي . هغه ګواښ کوي چي  په پاکستان کي به  ديوې نوي جګړې اور بل کړي ( عمدتاً په پښتني سيمو کي. ژباړن) او همدا رنګه يو ګڼ شمېر غنم رنګه خلک به ووژني . البته دا، يوځل بيا د چا په سترګو کي اوښکي مرۍ کوي . هغه اوښکي چي د اوباما د برياليتوب  د شپې  د اوښکو سره توپير لري کوم چي د هغه  پلويانو په ډېر شوق  سره د خپلو سترګو نه  را وبهولې .


د اوباما د زياتو پلويانو په صداقت او خلوص نيت کي هيڅ راز شک او ترديد نسته، خو د اوباما د بري څخه خوښي و ټولو ته يوشاني معنا او دليل نلري . مثلاً موږ يې وينو چي  ددې کاميابۍ څخه امريکايي  ليبرالانو پر خپلو شونډانو خنداوي خورې کړې  ، نړۍ هم د هغوی سره يوځای و خندل ، خو ددې ليبراله امريکايانو خوشحالي نسي کېدای د هغو کسانو د خوښۍ سره  مقايسه سي چي د جګړو څخه و پزي ته را رسېدلي دي او د هغه  عواقبو څخه  يې په سر کي ټک دی کوم چي په وال سټريټ کي تېريږي .  هغه کسان چي د ميليونونو  ايمېلونو په ذريعه يې و سپيني ماڼۍ او کنګرې ته  خپل خښم بيان کړی دی .


دوه کاله مخکي د ميليټاريزم يا نظاميګرۍ پر ضد رايو و کولای سوه ( دډيموکراټ ګوند) په کنګره کي د ډيموکراټانو يو لوی  اکثريت   ځای پرځای کړي، تاسو اوس ښه ځير سی او و ګوری چي همدغه د ډيموکراټانو اکثريت د جورج بوش په واک کي لا نوري  هم زياتي پيسې کښېښودلې تر څو هغه و کولای سي همدا رنګه نړۍ په وينو کي لژنده کړي . تر هغه ځايه چي په »انتي ميليټاريسټ » اوباما پوري اړه  لري، نو هغه هم د هغو رايو ورکوونکو په کتار کي وو  کوم  چي بوش يې غوښتنه کوله .


بلې؛ دا رښتيا ده چي د امريکا د جمهور رئيس په توګه د اوباما ټاکنه يوه تاريخي پېښه وه ، او د زياتو کسانو د پاره   د یوه  لوی بدلون نښانه هم ده . خو دا هم رښتيا ده چي امريکايي «ايلايټو» يا نخبګانو د خپلو چالاکيو په برکت سره دونه پر مخ ولاړه چي ان کولای سي  د ميانه حاله تورپوستانواو مديرانو څخه په هغه لاره کي چي زړه يې غواړي  استفاده وکړي .


زړه وره مارټین لوټر کینګ څه ښه پوهېدلی وو کله  چي  د يوه تورپوستي امريکايي انسان حق يې د يوه ويټنامي انسان د حق سره يوشاني و باله،.  خو په هماغه وخت  کي  چي  ويټناميان  به  د  امريکا  د «ليبرال ډيموکراټيکي »  ادارې لخوا په خورا بېرحمانه ډول تر تېغ ايستل کېدل   . نو  هغه  (مارټين لوټر کينګ)  هم   په يوې مرمۍ  و وژل سو … 


همدارنګه د هغه سره په يوه څرګنده تناقض کي، ګورو چي يو ځوان امريکايي تورپوستی ، جګړن کولین پاول  ددې فجيع جنايت د« څېړني» دپاره يا په واقعيت کي د  My Lai ( د ويټنام هغه مجموع الجزاير دي چي هلته امريکا په  خپل تاريخي او  مهيبه  قتلونو لاس پوري کړی وو ) د فجيع جنايت د سپيناوی او برحقه ښودلو  د پاره په کار ګمارل کيږي .


ددېنه وروسته، کله چي تورپوستی کولین پاول د جورج بوش د بهرنيو چارو دوزارت مقام  په غاړه واخيست، نو دهغه نه به اغلباً د يوه «لیبرال» په نامه يادونه کېدله . خو د هغه څخه د يوې ايډآلي وسيلې په توګه،  په عراق کي د هغه ناموجوده  ډله ائزه وسلوپه ارتباط د ملګرو ملتو د سازمان په وړاندي د درواغو د جوړولو د پاره  کار واخيستل سو .

او بيا وروسته، د جورج بوش په اداره کي همدا برحاله د بهرنيو چارو وزيره کنډولیزا رایس ، يوه بريالۍ او د صفت وړ تور پوستې ښځه معرفي کيږي . خو همدغه ښځه بيا په خپل ټول توان او کوښښ سره زيار و ايست چي وخپل روا او مسلم حق ته  د فلسطين د ولس د رسېدو مخه و نيسي …


د اوباما دوې لومړني خو ډيري مهمي ټاکني د هغو کسانو آرزوګاني نفي کړې چي د اساسي مسئلو پر سر يې پر هغه باندي باور کړی وواو هغه ته يې رايه ورکړې وه :


د اوباما لومړی مرستيال جوزف بايډن يو جګړه ماره  صهيونيست دی  . راهام امانوئيل چي بايد د سپيني ماڼۍ د اداري ريئس په لوړترينه دنده وګمارل سي، يو خون ګرمه  «نئولیبراله » شخص دی؛ نوموړی  د هغه مرام ، ډکترين او  مکتب يو فدايي دی چي وروستۍ اقتصادي فاجعه يې را مينځته کړه او په ميليونهاوو  انسانان يې د خاورو خاکه کړه .


راهام امانوئيل همدارنګه د  هغو صهيونستانو څخه يو دی چي په « لومړی ـ اسراييل» باندي اعتقاد لر ي، هغه په پوځ کي خدمت کړی دی ، او د فلسطينانو د پاره  د يوه واقعي عدالت مخالف دی ، هغه يوه داسي بې عدالتي غواړي چي  د هغه په وجه  دامريکا پر ضد د مسلمانانو نفرت زيات او  په هغوی کي د   «جهاديزم »  روحيه تقويه کړي .


د انګلستان د «آبزرور» ورځپاڼه  چي  په عراق کي د بوش د جګړې ملاتړکوونکې    ، او د همدې لخوا د جوړ سوی درواغو او  د جعلي اسنادو او مدارکو د شخوند مظهر ده، اوس بې له هيڅ سنده ليکي چي : « امريکا په دې انتخاباتو کي د نړۍ اعتماد او دهغه   ايډيالونه بازسازي کړه  »

يعني هغه «ايډيالونه »  چي اوباما به پر هغه باندي سوګند وخوري ، دې ايډيالونو د کال  ۱۹۴۵ راهيسي بيا تر اوسه پوري د نړۍ ۵۰ دولتونه  په دې جمله کي ډيموکراټيک دولتونه له مينځه وړي دي ،  دېرش  آزادي بخښونکي ولسي جنبشونه يې دړي وړي کړي دي  او  په ټوله نړۍ کي  د  بېحسابه نارينه وو، ښځو، او کوچنيانو د مرګ باعث سوي دي . 


په انګلستان کي هم د جنايت کاره او جګړه ماره بلير د راتګ نه مخکي، ليبرالیزم د يوې حقيقي مقولې په توګه د هغه د اسرار آمېزه رسنيو لخوا نفي سوی وو . د ګارډين ورځپاڼي په کال ۱۹۹۷ کي ليکلي وه : « ټوني بلير کولای سي د نړۍ د محافظ برج د روښانه سترګو  په حيث وي »   دې ورځپاڼي زياته کړې وه چي « هغه به  په هنرمندانه توګه د رهبری  او مديريت و شېوې ته    بدلون ورکړي » ،

خو نن چي څوک ګوري نو  ډېر ساده ،  دهغه نوم  په اوباما باندي  بدل سوی دی !


په دغه تاريخي لحظاتو کي يو بل داسي شی هم سته چي تر اوسه يې اظهار ندی سوی ، خو د ويلو په حالت کي دی :

ليبراله ډيموکراسي چي  د نژادي تبعيض ضد عناصرو او د ډله ائزه رسنيو لخوا اداره کيږي،    د يوې ګډي ډيکټاټورۍ پرخوا روانه ده  .


د تکزاس راستګويه Penn Jones Jr يو وخت ليکلي وه : چي ريښتنې ډيموکراسي   ، داسي دوامداره هوښياري  ده چي د چا غوږونه تل بايد و هر زنګ ته    په هوا او سترګي يې مدام و هرڅه ته  رڼي  وي ، او څوک پر داسي خوا  فکر ونکړي لکه څرنګه چي ځيني غوښتل  کيږي  !


د اصلي مقالې عنوان او لينک :

Beware of the Obama hype.  What ‘change’ in America really mean?
www.johnpilger.com/page.asp?partid=511