کور / نثر / نه نه … زه له خپل رب سره کړې ژمنه نه ماتوم

نه نه … زه له خپل رب سره کړې ژمنه نه ماتوم

ننګيالی د يوې بې وزلی کورنۍ څخه وه، د پلار يواځې يو زوی وه، ډېر نازولی خو ښه روزل شوی وه.
هغه له ماشوم والي څخه ډېر سپېڅلی وه. دروغ یی نه ويل، د چا سپکاوی ېې نه کاوه، خپله ژمنه ېې نه ماتوله له همدې امله ېې ټولو ملګرو ډېر درناوی کاوه.
پلار یی غوښتل چې له هغه نه قاضي جوړ شي او د پلار دا هيله یی لوی څښتن پوره کړه او ننګيالی د خپلو لوړو زده کړو د بشپړولو وروسته په يوه محکمه کې قاضي وټاکل شو.
يوه ورځ ورته د يوه تورن له خوا چې د مرګ د سزا سره مخامخ وه شل لکه روپۍ راوړل شوې تر څو هغه واخلي  او نوموړی د مرګ له سزا څخه وژغوري.
د هغه يو ملګري(بل قاضي) ننګيالي ته وويل:
قاضي صاحب: ما مې له خپلې مېرمنې سره ژمنه کړې چې سږکال به ورته يو ښکلی کور د ښار په ښکلې سيمه کې جوړوم، لدې امله اړ يم چې دا پيسې واخلم او د خپلې مېرمنې سره کړې ژمنه پوره کړم.
خو قاضي ننګيالي ځواب ورکړ.
قاضي صاحب: ما هم د خپل خدای سره د اسلام په سپېڅلې کلمه کې دا ژمنه کړې چې زه به د خپل ژوند ټولې چارې د هغه د لارښودنو او د اسلام د سپېڅلي دين سره سمې تېروم. دا بډې زما له هغې ژمنې سره سمون نلري ، باور وکه چې تر اوسه مې له کوم يار دوست سره خپله ژمنه نده ماته کړې نو له خپل رب سره کړې ژمنه به څنګه ماته کړم.
نه نه ……… هېڅکله نه.
زه له خپل رب سره کړې ژمنه نه ماتوم.
زه بډې نه اخلم. بډې اخيستل او نور ټول ګناهونه له خپل خدای(ج) سره د خپلې ژمنې ماتول دي.

په درناوي


ډاکټر فيض الله (ثاقب)