کور / شعر / غـم پـه غـاركـې كـېږده

غـم پـه غـاركـې كـېږده

راويــــږي دې شــيـــبـــې شــيـــبـــې ســـنـــدرې
چـې لـه فـيـضه يـې شـي نـورې شـنې سنـدرې


دشـيـطان زوى پــرې مــرګــونــى ګــذاركــړى
وي بـــه څـــومـــره كلــيـوالـــې مـــړې سـنـدرې


خـدايـه تـه مـې نـورپـه ښـكلوښكلوموړكړې
شــاعــرزړه مــې رانــه غــواړي ښــې ســندرې


پــــه رڼـــاورځ يــــې پــــردي پــــه ډګــــروژنـــي
رانـــه ښــــې دكــاراوښــې خــــوږې ســـنــدرې


يــارپــوښــتـلــم چـې ســنـدرې شــئ بـــولــې ؟
ما وې ستاشونډې  خوهـم دې دوې سـندرې


چــې يــې هـــرتـــورى دمــيـنـې يــــودريــاب ؤ
وخــت خــوړلـي دي اوس هــا پـخـې سـنـدرې


ديـــارغـــم رانـــه خـــوبـــــونـــــه تـــښـــتـــولــي
ځـــكـــه بــــولـــمــه اشـــنــادشـــپــې ســـنـدرې


يـار ه غـم پـه غـاركـې كـېږده څه پسې كېږده
راځــه واورو دمــنــګــل نــغـــمــې ســـنــدرې


شمسه خداى دې نورداتورې شپې سباكړي
چــې دې وويــنــم شــغــلــې شــغــلــې سندرې