خالد مشعل:له عربي هيوادو سخت گيله من يم

16 | نوومبر 24th, 2008


 دحماس دډلې مشر خالد مشعل په دمشق ښاركې ديوې خبري غونډي پر مهال ټول عربي هيوادونه پړه كړل چې دغزي دكلا بندو خلكو سره مرسته نه كوي ،نوموړي وايې  عربي هيوادونه كولاي شي د بيړيو له لاري غزي ته خواركي او نور داړتيا وړتوكي ور سوي ،خالد مشعل  په ځانگړئ توگه دمصر نوم ياد كړي چې دغه هيواد هم دتيرڅه وخت راهسي دغزي سره خپله پوله بنده كړي چي له امله يې دغزي اوسيدونكې دسختو ستونزو سره مخ دي، ياده دې وي چې په تيرو ټولټاكنو كې حماس دغزي سمي ټولي رايې تر لاسه  او په دغه سيمه كې يې حكومت جوړكړ خوو غربي هيوادونو په ځانگړئ توگه امريكا نه يوازي خپله بلكي عربي هيوادونه يې هم دې ته وهڅول چې له حماس سره مرستي بندي كړي 

Copyright Larawbar 2007-2024