شوقیان

د لراوبر اداره | نوومبر 24th, 2008


په لندن کې د یو ننو تلي افغان   هنر بندکنسرت وواو ګنډ شمیر  دهنر  شوقیانو يې  کارونه پرېښي او هلته په نڅاه وه   ګڼه ګوڼه او ټېلماټیل وو ان ځېنې یود بل په اوږو سپاره او نڅیده  . ډنګ اوډونګ ؛شرڼګ او پړنګ؛ اوښتل رااوښتل وه
 ددې هنر بند ځینو  شوقیانو لکه په سد کمیسونه غورځولي وه   له ډیرو انجر بنجر  سپورتنو،  لغتو او لاسونو غورځولو څخه   په  خولو کې لمبیدلي ښکاریده؛ درب اودروب وو، خر او خرکار نه سره مالومیدل، ان په څوکیو کې د ناستو شوقیانو کړيچی وو چا اوږې ، چا وېښتان  ،چا کوناتیان   خوځوله  چا له خونده سترګې پټي کړی د خیال  په دنیا کې يې له سندرې خوند اخیستئ،  لاسونه سر ونه   اوا وږې يې بې اختیاره  پورته پورته غورځېدی  او له اختیاره وتلی وه .  یاره که رښتیا را باندې وايي  د قیامت ورځ وه هر یو په خپل جنجال اخته وو
  زه هم    هلته    ددوو انګریزانو  څنګ ته ، چې غوښتل یې  افغانستان ته ولاړ شی او د افغانستان د موسیقی او خلکو سره اشنا شی  ناست وم .هغو هڅه  کوله ژبه هم زده کړي.
 د هنر بند  ګن  اواوږده، جروبر وېښتان په هواکې تار تار کیده    او لکه چې مرض خراب کړی وي تاو تاو کیدئ او غرغړې يې وهلې او د ډهل دږغ سره به یې لکه  ملخ ټوپونه  او کله لکه بیزو لوټکی وهلې
یوه سندره به لا نه وخلاصه شوی بله ورپسې وه  خو په ډې
نوی  سندرې د شوقیانو  مستي  دوه چنده شوه ان ناست خلک  پر څوکیو پورته  او ورته په نڅیدو شول ان څوکیدارو دروازه پریښووله او  په په تیز بیدو میدان ته ګډ شول ما هم غوښتل لکه نورو بهرنیانو ته  خپل زنده دلی او شوقیتوب  وښیم نو لیچې مې راونغښتې لکه مارچیچلی میدان ورګډ شوم. میلمانه انګریزان هم په دی سوچ چې زموږ کومه ملی غزله ده  راولاړ شول
یوه يې  ورو زما نه وپوښتل  :
 ډیر مست خاندن دی هغه څه وايي؟
زه ودریدم او شعر ته می غوږ ونیوی : هغه ویل درد دندان دارم دندان به دندان میزنم…
 بیا می هغه  ته سندره  مانا کړ هغه وایي: غاښ می خوږیږی  وی دغاښ درد…
 دهغه سترګي چوغي شوې په هېښتیا  او ګونګوالي يې ماته  وکتل
زه ددې لپاره چې ورته کم نشم  په داسې حال کې چې میده میده نڅیدم  هغه ته مې په افغانی غرور  وویل :
موږد یو بل په درد اوغم کې شریک یو

Copyright Larawbar 2007-2024