کور / هراړخیز / د شنو چايو زيات څښونکي او په بدن کښي يې مثبت رول

د شنو چايو زيات څښونکي او په بدن کښي يې مثبت رول

شین چای یا نې داسې یوه څښونکې ماده چې په نړۍ کې یی څښونکي ورځ له ورځې مخ په ډیریدو دي، چې یواځینی دلیل یې د روغتیا لپاره د خورا زیا تو ګټودرلودل دي.ډیرو ته خو لا دا حیرانونکې ښکاري چې څنګه دې شین چا ی روغتیا ته دومره ځا نګړې ګټې ولري. او ځینې نور خو بیا وایي چې که ته په ورځ کې ۳یا ۴ پیا لې شین چای ونه څښې نو خپلې روغتیا ته بر تري نه ورکوې. له دې هر څه سره زه غواړم هغه ۲۵ لاملونه چې سړی اړبا سي تر څو د شنه چای په څښلو پیل وکړي درپه ګوته کوم:


 




  • ۱ـ شین چای او د سرطان ناروغۍ:
    شین چا ی د سرطان په نا روغۍ د اخته کیدو د خطر په کمولو کې مرسته کوي. هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لري ښه اغیز یې ۲۵ ځله تر ویتا مین اي(E)  او ۱۰۰ ځله تر ویټا مین سي(C) ډیر دی. د شنه چا ی دغه ځا نګړ تیا هغه حجرې چې ګما ن کیږي د سرطا ن د نا روغۍ سره اړیکه لري له ویجا ړیدو ژغوري.


  • ۲- شین چای او دزړه نا روغۍ:
    شین چای د کولسترولو(Cholesterol) د میچ په را ښکته کولو سره د زړه د غوټو او یا حملو(Strokes) او همدا راز د زړه د نا روغیو د مخنیوي لامل ګرځي. آن تر دې چې د زړه د غوټې( Heart Attack) څخه وروسته هم د زړه د حجرو د مړینې څخه مخنیوی کوي. او دزړه د حجرو بیا رغیدنه هم ګړندۍ کوي.


  • ۳- شین چای د زوړوالې ضد:
    شین چای د پولې فینول (Polyphenols) په نامه د انتي اکسيدانت لرونکی دی. کوم چې د ازادو رادیکا لونو په ضد کار کوي. دا په دې ما نا چې د ا انتې اکسیدانت د زوړوالې (Aging) په ضد کار کوي او د اوږد عمر او اوږد ژوند د رامنځ ته کولو لامل ګرځي. اوهمدا راز د مخ او پوستکې ګونخې ورکوي.


  • ۴- شین چا ی او دوزن با یلل:
    ډیر خلک د چاغښت نه ډیر ګیله من وي ددي ستونزي د حل لپا ره بیا هم ښه ملګری شین چا ی دی. وایي چې شین چای د وزن په با یللو کې ډیر ګټور او اغیزمن ګڼلی شوی.شین چای وازګه(Fat)  سوځوي او د میتا بولیزم میچ په طبیعې ډول ګړندی کوي.شین چای کولای شې د ورځې د ۷۰ کا لوري په میچ  د وازګې په سوځولو کې مرسته وکړي چې ددغه کار په بنسټ کولای شې په کال کې اووه(۷) پاونډه وازګه وسوځوي.


  • ۵- شین چا ی او پوستکی:
    هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لري پوستکی د ازاده رادیکا لونو له زیا نمنونکو اغیزو څخه ژغوري نوموړي ازاد رادیکا لونه په پوستکې کې د ګونځو او د پوستکې د زوړ ښکا ریدلو لامل ګرځي چې دا دغه ازادو رادیکا لونو د زیانمنونکو اغیزو له ډلي دي او شین چای ددغو اغیزو مخه نیسي. همدا راز شین چای د پو ستکې د سرطان په مخنیوي کې هم خورا ستره ونډه لري.


  • ۶-شین چای او د بندونو پا ړسوب:
    شین چای د Rheumatoid Arthritis بیما رۍ د رامنځ ته کیدو د خطر په کمښت او مخنیوي کې خورا ډیر رول لري. همدا راز لکه څنګه چې پوهیږی د بدن ځینې برخې له کرپندوکي
    (Cartilage) څخه جوړې شوي دي.پس شین چا ی هغه انزایمونه چې د کرپندوکیو د ویجا ړتوب لامل ګرځي ددغه کار تر سره کولو ته نه پریږدي. او په دې توګه زمونږ د دروغتیا یو مهم اړخ را ژغوري.


  • ۷- شین چا ی او هډوکي:
     دروغتیا له پلوه د شین چا ی تر ټولو مهم اړخ دادی چې شین چای د لوړ ارزښت لرونکو فلورایدو منځپا نګه ده. دا فلوراید دی چې هډوکي غښتلې او پیاوړي سا تي. که چیرې ته هره ورخ شین چا ی وڅښې نو دا کار ستا سره د هډوکیو د تراکم(Density)  په خوندي کولو کې مرسته کوي.


  • ۸- شین چا ی او کولیسټرول:
    شین چا ی د کولیسترولو د میچ په ټیټ سا تلو کې خورا مهم رول لري.همدا راز شین چا ی د ښو کولیسترولو د نسبت په سمولو کې ستره ونډه لري.په دې ما نا چې  د بدو او زیا نمنو کولیسترولو میچ را کوزوي.


  • ۹-شین چای او بې بریده ډیر چا غوالی:
     د وازګینو انسا جو په حجراتو کې  د ګلوکوز د خوځښت او یون په ټپه ودرولو سره شین چا ی د بي بریده چا غښت مخنیوی کوي. که چیرې تا سو یو روغتیايي خوړنیز رژیم ولری، په منظم ډول تمرین وکړی او شین چا ی وڅښۍ نو نا شونې ده چې تا سو د چا غښت له ستونزې سره مخ شۍ.


  • ۱۰- شین چای او دشکری نا روغۍ(Diabetes):
    شین چای د وازګو او ګلوکوزو په میتا بولیزم کې سمون راولي. د شکرو او خوږو د میچ د نیغ په نیغه او تند لوړوالي څخه په وینه کې مخنیوی کوي. اود میتا بولیزم په میچ کې برابری(Balance) را منځ ته کوي.


  • ۱۱- شین چای اودAlzheimer’s نا روغۍ:
     ددغې نا روغۍ په هکله د بشپړو معلوما تو لپاره دغه ویب پا ڼې ته سر ورښکا ره کړۍ:
    http://uk.ask.com/reference/dictionary/wordnetuk/2563/Alzheimer’s
    شین چای د یاد(حا فظې) په پیا وړې کولوکې مرسته کوي.ددې سره چې د Alzheimer’s ناروغۍ درملنه هم نه کیږي پس شین چای کولای شي په مغز کې د Acetylcholine دکمښت د پروسې په کرار والې کې مرسته وکړي. د یا دولو وړده چې دAcetylcholine کمښت په مغز کې دAlzheimer’s د نا روغۍ سبب کیږي.


  • ۱۲- شین چای او Parkinson’s نا روغۍ:
    په مغزو کې د حجرو ویجا ړتوب خورا نا کاره پیښه ده د کوم له پلوه چې د Parkinson’s نا روغۍ منخ ته راخي. او هغه انتې اکسیدانت چې په شنه چای کې شتون لری په مغزو کې د حجرو د ویجاړتیا په مخنیوي کې مرسته کوي. ډیر کم دا سې پیښیږي چې هغه خلک چې شین چای څښې په هغوی کې دې د Parkinson’s بیماري پر مختګ وکړي.


  • ۱۳- شین چای او د ځیګر نا روغۍ:
    ډیر ځله داسې کیږي چې ډاکټران د بدن د یوې برخې انساج په بل ځای کې پیوندوي چې دغه کار د Transplant په نامه یا دیږي. په ځینو خلکو کې د راز راز لاملونو په دلیل  دغه کار نا شونی وي چې دغه راز حا لت د Transplant failure په نوم یا دیږي. پس شین چای په هغو خلکو کې چې د ځیګر په ناروغېو اخته وي او ځیګر یی ښه کا رنده نه وي د
    Transplant failure په مخنیوي کې مرسته کوي. همداراز پلټنو ښودلې چې شین چای هغه زیانمن ازاد رادیکا لونه چې دځیګر په وازګینو انساجو کې شتون لري ویجاړوي.


  • ۱۴- شین چای اود وینې لوړ فشار:
    شین چای د لوړ فشار په مخنیوي کې مرسته کوي.دAngiogenesis د عملې دمخنیوي په مټ  شین چای د وینې د فشار په ټیټ سا تلو کې مرسته کوي. د یا دونې وړده چې نوموړې عملیه د لوړ فشار سبب کیږي. پس هغه خلک چې شین چای څښي نو دا شین چای ورسره د فشا رپه ټیټ سا تلو کې مرسته کوي.


  • ۱۵- شین چای او تسمم:
    داسې با کتریا وې شتون لري چې خواړه زهر جن کوي او دد اسې خوړو خوړل انسا ن او یا هم نورژوي مسموم کوي. په شنه چای کې د Catechin په  نامه ماده شتون لري چې دغه ماده کولای شي زهرجنې با کتر یا وي ، زهر جن خواړه او پخپله زهر هم بي اغیزې کړي.


  • ۱۶- شین چای او دوینې شکر:
    پوهان په دې اند دي چې د وینې شکر د عمر سره نیغ په نیغ تړاو لري مګر د Polyphenol او
    Polysaccharide  په نامه مرکبونه چې په شنه چای کې شتون لري د وینې د شکر میچ را ښکته کوي.


  • ۱۷- شین چای او خوند يوالی(معا فیت):
    د Polyphenols او Flavenoids په نوم مرکبونه چې په شنه چای کې شتون لري د خوندیوا لتوب د سیستم په غښتلتیا او پیا وړتیا کې خورا ډیره مرسته کوي او ستا سو بدن د مکروبونو پر ضد جګړه کې غښتلی کوي.


  • ۱۸- شین چای د زکام او د یخني(Cold) نا روغي:
    شین چای تا سو له زکام او یخني څخه په اخته کیدوژغوري. د ویتا مین C شتون په شنه چای کې ددې لامل ګرځي  چې تا سو سره د زکام او يخني(Cold) په درملنه کې مرسته وکړي.


  • ۱۹- شین چای او نفس تنګي(Asthma) :
    په شنه چای کې د Theophylline په نامه یوه ماده شتون لري نوموړې ماده دهغو غړيو(عضلاتو) چې Bronchial tubes سره مرسته کوي د استرخا سبب کیږي او دغه کار د نفس تنګې د شدت په راکمولو کې مرسته کوي.


  • ۲۰- شین چای او دغوږونو عفونت:
    هغه غوږونه چې د عفونت په ستونزو اخته وي شین چای ورسره ښه مرسته کوي. دیوه طبعي غوږ د پا کولو لپاره د پنبې یو څه اندازه په شنه چای کې لونده یا خیشته کړی او غوږ پرې پاک کړی ډیر ګټور دی.


  • ۲۱- شین چای او Herpes :
    Herpes د پوستکي یوه ویروسي نا روغي ده چې د پوستکې د راخوټیدنې سبب کیږي. او یا هم هغه نا روغۍ چې په پوستکې کې د دردناکو پولیو یا ټنا کو لامل کیږي د Herpes د بیماری په نامه یا دیږي. ویل کیږی چې شین چای د موضعې Interferon اغیزد Herpes د بیماری په درملنه کې زیا توي. Interferon یو طبعې پروتین ده چې د معا فیتې سیستم د حجرو لخوا د بهرنیو توکو په ضد په بد ن کې تولیدیږي. هغه برخه چې په پورتنۍ نا روغې اخته وي لمړی ورته د شنه چای Compress ورکول کیږي او مخکې له دې نه چې پوستکی د Interferon له لارې تداوي شې با ید پریښودل شي تر څو پوستکی وچ شي.


  • ۲۲- شین چای او د غا ښDecay :
    شین چای ډیرې هغه با کتریاوې او ویروسونه چې د غاښونو د نا روغیو لامل کیږي ویجا ړوي. همدا راز شین چای د هغو با کتر یاوو د ودې او پراختیا مخنیوی کوي کومې چې د خولې د بد بویه وږمې (Bad Breath) لامل ګرځي.


  • ۲۳- شین چای او Stress :
    شین چای د L-theanine په نوم د یوه امینو اسید درلودونکی دی. نوموړی امینو اسید له اندیښنې او تشویش څخه په ارامولو اوله نوموړو ستونزو څخه په خلاصولو کې مرسته کوي.


  • ۲۴- شین چای او حسا سیتونه(Allergies) :
    شین چای د EGCG په لرلو سره د حسا سیت په کمولو او ارامولو کې بې سا رې مرسته کوي. پس که چیرې تا سو حسا سیت ولرۍ د شنه چای څښلو ته ځا نګړې پا ملرنه وکړۍ.


  • ۲۵- شین چای او HIV :
     په جا پان کې سا ینس پوها نو ته دا جوته شوي ده چې
    EGCG(Epigallocatechin Gallate) چې په شنه چای  کې شتون لري کولای شې چې HIV له روغو معا فیتي حجرو سره د نښلیدو او سریښیدو څخه منعې کړي. داپه دې ما نا چې شین چای کولای شي د HIV دخپریدو څخه په بدن کې مخنیوی وکړي.
    اوس نو ستا سو روغتیا ستا سو په لاس کې ده چې شین چا ی څښۍ او که نه.ددې لپا ره چې روغ رمټ او له دوا ګا نو خلاص ځان ولرۍ نو په ورځ کې درۍ یا څلور پیا لې شین چای  څښل پیل کړۍ.
    ستا سو د ښې روغتیا په هیله.