کور / کیسه / زه او ته دواړه شهیدان شولو !

زه او ته دواړه شهیدان شولو !

دژوند ډېری وخت مي په متحده اماراتو او نورو بحرنیو هېوادونو کي تېر شو، او له خپلي ګراني مېني څخه لیري پاته شوی وم ، ډېره مي تلوسه درلوده ترڅو خپل ګران هېواد ، پسله ډېره وخته ووینم ، او خپل تږې تنده باندي ماته کړم .

هو ، په دې ورستیو کي مي دهغو شېبو احساس کاوه ، کوم چي مي پخوا کاوه .

بلې !

هم هغه احسا س چي ګواګي په نژدې راتلونکي کي به خپل ګران ټاټوبي ته ستنېږم .

کمپیوټرراته چالانده وو ، او زه هم په چورتونو کي ډوب وم ، چي کله به خپله مېنه وینم ، په دې چورتو نو کي وم، چي د هاټ میل میسنجر پرمخ یولنډ غوندي پيغام ښکاره شو، (چي ستاسو برېښلیک بکس ته برېښنالیک واستول شو)ـ په ځغرده مي خپل برېښنالیک بکس ته ځان ورسوه ، کله چي مي برېښنالیک بکس راخلاص کړ، یو برېښنالیک مي د( Wedding Invitation)  ترعنوان لاندي ولید ، او ل مي غوښتل چي دموږک په وسیله یې دمخ خوښ بکس وټاکم او بیا د ړنګولو (Delete) په تڼۍ زورراوړم ، خو داچي بېکاره وم ، نو دې ته مي ځان سم نه کړ، او ورباندي ټک مي وکړ، ترڅو راته خلاص شي ، زه لا دخپل ټاټوبي د لېدو په چورتو نو کي وم ، چي د برېښنالیک د متن په لیدواو لوستوسره مي چورتونو لکه پر یوه سیمه چي طوفان راشي ، کوچ وکړ .

متن مي ولوست ، او کرښي یې داډول لیکل شوي وې :

ګران دوست ګلالي ته !

څوځله دي راته ویلي وه ، چي غواړې خپله مېنه او خپل ولس له نژدې ووینې ، اوس دغه ماته مخکي خپل پلار او مور زنګ وهلی وو، چي بله اونۍ دي واده دی، او ځان راورسوه ، داچي خبري پای ته ورسېدې، ژر مي تاته همدغه برېښنالیک چي اوس یې لولې درواستوه ، کوم چي له تاڅخه داغوښتل شوي چي باید زما سره یوځای لاړشې ، بلې ، هم به زما په واده کي ګډون وکړې ، او هم به د هېواد بېلابیلي سیمي ووینې ، خوددې سره سم خپل دزوکړي ځای ته به هم ستون شې ، ستا راتګ زما لپاره ډېره اړینه ، ته خپل کارونوسره سم کړه ، زه هم اوس د سعودي څخه مخ په دبۍ درځم ، کوشش کوه ، زما تررسېدو پوري تاخپل ټول کارونوسره سم کړي وي ،او تلو ته چمتو واوسېږو .

ماغوښتل چي کمپیوټر بند کړم ، چي ناڅاپه ، یو بل ملګری مي پرلیکه شو، او د سلام رااچولو سره یې لومړی پيغام راکړ..

بلې، نوموړی ملګر ی مي د اکا زوی وو، چي له کندهار راسره پرلیکه شوی وو.

دلیري واټن د روغبړ نه وروسته ، یې راته وویل :

ګلالیه ! ماغوښتل چي تاته اوس برېښنالیک ولیکم ، خو ښه دی ، هغه دی ته مي اوس پرلیکه ولېدلې .
 


زه : څه حال او احوال لرئ .

اکازوی : ښه یو، دلته ټول جوړ او روغ دي ، نهه ورځي پسله د عزت لالا واده دی، هغه ماته ویل، چي ته په کمپیوټر او موبایلونو ښه پوهېږې، هررقم چي کېږي ، ګلالی به خبروې او ورته وایې به ، چي هرومرو باید راشي ، که نه بیا سره خبره ورانېږي .


ماچي دخپل تګ موضوع نه وه ورته یاده کړې ، بس ورته ومي ویل ، چي زه به خپل کوشش کوم ، خو هغه بېرته راته پیغام راکړ.


اکازوی :  نه هرډول چي کېږي  باید راشې،  عزت لالا ویل ، چي ډېر وخت کېږي نه دی مي لیدلی، او بل ګلالیه ! ماخو بیخي نه یې لیدلی.. راشه ، په واده کي به ټول خپلوان هم سره راټول وي  ، او ټول به سره ووینې .

دنوموړي سره مي خدای په امانېده وکړه او ورته ومي ویل ، چي زه به انشاء الله واده ته درشم .


کمپيوټر مي له ډېري خوشحالۍ څخه ،په ځای ددې چي له   Shutdown تڼۍ څخه بند کړم ، له برېښنا څخه مي مزی وکاږه او بندشو.


ټوله شپه ویښ وم ، او دد خپلي مېني دشلوکلونو مخکي انځورونه مي لیدل چي تېر او بېر کېدل ، دکندهار د ارغنداب او شاه ولي کوټ ولسوالۍ راپه یادېده ، چي دانارو ډګو او شنو باغونو کي   پښتانه سندغاړو به پکي نارې جوړي کړي وې ،او ځوانان به  دې خوااو هاخوا ته  چي  کندهارۍ خولۍ يې پر سر او   ښایستې  غاړي یې اغوستې وې ، تېر او بېر کېدل .

ترسهاره پوري په همداډول چورتونو کي ډوب وم ، سترګو مي له اوښکو ډګي وې ، لکه چي پرهینداره اوبه رارواني وي،او خپل انځور ته چي څوک ګوري ، په همدې ډول به ټول یادونه راتازه کېدل او له مخي به مي تېریدل.


زه لا په دې فکرونو کي وم ، چي دملاصیب   دسهار دلمانځه آذان مي ترغوږو شو، اودس مي تازه کړ، او دمسجد په لوري  لاړم ، د لمانځه وروسته بیا په همدې چورتونو کي وم ، چي کله به خپل دیارته ورسېږم .

بس کله چي روښنايي شوه ، خپل کار ته لاړم ، او هوري مي دخپل  کار مشر څخه درخصت غوښتنه وکړه ، نوموړي په ډېرخلاص تندي راته وویل، هرڅومره وخت چي تېروې ، کولای شې تېر یې کړې، زما لخوا تاته اجازه ده ،  او سربېره یې راته وویل :

ګلالیه ! کله چي راځې ، زما لپاره سپېشل لنګۍ به راوړې !؟

بلې صیب! زه به یې خپل ځان ته هم راوړم .
 


خپل اتاق ته لاړم او خپل کالي مي سره راټول  کړل ، او دملګري په انتظاروم ، چي کله به له سعودي څخه راورسېږي، ملګر ی مي ډېر ژر راورسېد، او درې ساعته وروسته مو د کراچي هوايي ډګر په لوري حرکت وکړ .

په طياره کي ملګري راته ویل ، چي پنځلس کاله کېږي ، خپل کور او خپلوان یې نه دي لیدلي ، او ډېر خوشحاله دی ، چي اوس دکور په لوري ځي .


کله چي کراچي نړیوال هوايي ډګر ته ورسېدو، ملګري ویل چي نن شپه به همدلته پاته شو، دلته ښه هوټلونو دي ، ماورته بېله ځنده وویل ، نه ګرانه باید همدااوس مخ پر پېښور حرکت کوو.

موټرکي سپاره شولو او ښکلي پېښور ته راورسېدو ، دپېښور دخلګو په لیدو سره مي ،پښتو واورېده ، پښتانه مي ولیدل ، داچي ډېر وخت مي دیوچاسره نژدې په خوږه پښتو خبري نه وې کړي ، په ناحقه به دوکانونو ته ودرېدم ، او پوښتني به مي کولې، او هغوی به ځوابونه راکول ،ډېر خوشحاله وم .


ماسپښین  مهال وو، چي ملګري ته مي مخ وروګرځوه ، چي اوس څه کوو، هغه راته ویل ، اوس نو ستاواک زما په لاس کي دی، هري خواته چي زه ځم، ته به راسره ځې.. هو  نـــــــــــــه    

به نه لرې.. ته به یوازي  دسیمو نندارې کوې ..

خپل کور ته یې زنګ ووهه، چي اوس موږ د تورخم څخه درروان شولو، او کېدای شي ، چي ډېر ژر کابل ته درورسېږو، په لاره کي مودنارنج ښکلي باغونونه تر سترګو کېدل ،  ملګري او ما به ډېر ځله موټروان ته ویل چي یو ځای او بل ځای موټرودروي ، او موږ به یې په لیدو سره خوند اخیسته .

ماښام  ته نژدې ، پلازمېنه کابل ته ورسېدو، هواډېر ښه وه، او ملګري راته ویل ، چي سبا سهار وختي به مخ په کور ځو، ماهم ورسره ومنله .

دملګري کور مي په غزني کي وو، او درې ورځي وروسته یې واده وو، نو باید هرڅه چي ژر وای ،ورسېدلي وای.

سهار وختي شو، په موټر کي کښېناستو او د غزني په لوري مو حرکت وکړ، موټروان د مقرولسوالۍ څخه وو، او ټوله لاره یې راباندي د عبدالله مقري سندري واورېدې ، او موږ به پر هري سندري یې خوند اخیسته .

ساعت لا یولس نه وې شوي ، چي دانډرو ولسوالۍ ته روسېدو، بلي داهغه ځای دی ، چي زما دملګري کور دی ، کله چي ورغلودخوشحالیو بحثونو او بنډارونه تاوده وه ، او موږ هم ځانونه پکي ګډ کړل ، سبا سهار چي شو، د واده لپاره مو تنظیمات نیول ، هر ځوان ته به یوه وظیفه سپارل شوې وه ، ما ته هم یوه وظیفه وسپارل شوه ، چي باید دبلني لپاره کارټونه جوړ کړم ، زه غزني ښار ته ستون شولم، ترڅوکارټونه جوړ کړم ، خو کارټ جوړونکي راته ویل ، چي سبا باید راشي ، او چمتو کارټونه دځان سره یوسې .

ماملګري ته زنګ ووهه !

ګرانه ! کارټ جوړونکی راته وايي، چي کارټونه سبا راسه یوسه ،اوس څنګه وکړم ، هغه راته ویل ، چي بیرته راشه کورته .
ملګري مي ځان خوراسره سم کړی وو او خبر هم راغلی وو، چي ناوې او دهغې کورنۍ له زابل څخه حرکت راکړی دی، او کېدای شي ژر راورسېږي ، ډېر وخت تېر شو، چي د ناوي پلار زنګ ووهه، اوس موږ له زابله ډېر ودې خواته راغلي یو، داچي لاره کي جګړه ده ، نو کله چي جګړه پای ته ورسېږې، موږ به بیا حرکت دروکړو.

دملګري پلار ته مي مخ ورګرځوه ، اوورڅخه مي پوښتنه وکړه ، جګړه ، دڅه دپاره !؟؟

ویل یې ، چي تاسو په دې هیواد کي ژوند نه دی کړی، دلته هره ورځ په سپين میدان یو اوبل وژل کېږي ،  بحرني سرتېري هره ورځ دلته  جنګونه او وژل کړي  ، کیسه یې راته اوږده کړه ، چي څه او څه ترسره کېږي او ما به ورته غوږونه نیولي وه .

سهار شو، او ملګري راته ویل ، لاړشه ، اوس به کارټونو جوړ شوي وي ، هغه درسره راوړه ،ما هم حرکت وکړ، دکارټو جوړولو په دکان کي ناست وم ، چي ناڅاپه زنګ راغلی ، کله چي مي واخیست، ملګري مي  په ژړاراته وویل ، چي ګلالیه !

کارټونه درسره مه راوړه ، ځکه دناوي پر کاروان باندي بمبارۍ شوې  ده ، اوټول شهیدان شوي دي ، بېله ځنده ماورته وویل ، چي اوس وخت د مسخرو نه دی ،  او نه هم زما داډول مسخرې خوښېږي ، چي ګوشۍ یې وخپل پلار ته ورکړه ، او پلار یې راته وویل ، زویه ! ملګری دي رښتیا وایي ، دواده کارټونو پرځای د جنازې  پاڼي چاپ کړه ،او درسره یې راوړه …

مابیا هم نه منل ، خو کارټ جوړونکي راته ویل ، څه خبره ده ، ماورته ویل داسي خبره ده ،هغه هم راسره ومنله ، او ویل یې چي ددې کاروان سره یې ددوی یوملګر ي هم شهید شوی دی .

بس، دجنازې لپاره مي کارټونو سره سم کړل او ورغلم، هلته چي ورسېدم، څه دپاسه ۳۰ جنازې پرتې وې، چي په سرو وینو ککړوې ، ناوې خپل مور او خویندو ترمنځ په خپلو سرو کالو کي پېچل شوې وه .


جنازې او ورپسې دقران عظیم شان ختم وشو ، مازیګری وو، چي دیوې ویالې په غاړه ناست وم ، او له سترګو مي اوښکي بهولې ، چي ګورم ملګر ی مي راغلی او راته یې ویل ، ګلالیه بل سبا دخیره دي ، د اکادوزی واده دی، هلته به لاړ شې، ماورته ویل ، چي نه یاره ، زه نشم تللی، خو نوموړي ډېر ټینګار راته وکړ، چي باید لاړشې، او بیرته ژر راشې، چي خپلو کارونو ته به ځو .

دنوموړي دټینګار لامله زه دکندهار په لوري روان شولم،  او بېله داچي خپل خپلوان خبرکړم، دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په لوري وخوځېدم ، چي کورته ورسېدم ، ټول زما په راتګ خوشحاله شول ، ما هم ټوله ولېدل، کوم خپلوان چي مي وه ، دټولو سره مي پېژندګلوي او زړه خواله وشوه .

بلې، زه نه پلار او نه هم مور لرم، نوموړي هم د روسانو په یوه بمبار کي شهیدان شوي وه ، هرڅه مي همداخپلوان وه ، چي نن مي ورسره ولیدل .

دواده لپاره موتیارۍ نیولې ، دلته هم هرچا ته وظیفه ورکړل شوې وه  کله چي مادوظیفې غوښتنه وکړه ، نو داکاماندینې راته ویل ، چي ته به هیڅ کار نه کوې ، یوازي به خپل وخت په خوشحالۍ سره تېروې ، او نه هم ته دلته دکارکولو لپار ه مو راغوښتی یې ..

چي ګورم ،  عزت لالا راغی، او د روغبړ وروسته یې راته ویل ، چي ته او زه به ښار ته ځو، او لږ ټوګر او ورسره خادې به راوړو، ځکه باید یو کیمپ ووهل شي ، نام خداټول خپلوان سبا دخیره راځي ، داسي نه شي ، چي بیا ځای پيدانشي ..

موټر کي سپاره شولو ، او د ښار په لوري راروان شولو، شنه باغونه خړپړښکارېده ، نه انار وه ، او نه هم هغه ډګي ویالې ، چي شل کاله مخکي مي لیدلي وې ، ښار ته ورسېدو او خپل کار مو تمام او بیرته دکورپه لوري راستانه شولو.

سبا سو ، دواده لپاره ډېر مشران او کشران سره راټول شوي وه ، مجلسونه تازه وه ، او هري خواته به ، ځوانان چي هم هغه کندهارۍ خولۍ او په لاس رغول شوي غاړي یې اغوستې وې ، لیدل، چي ډلي ډلي به وه ، او بنډارونه یې تازه کړي وه .

چي ګور م دغزني څخه مي ملګري راته زنګ ووهه، خبره مي لاسمه نه وه وسره شوې ، چي قطع شو ، هرڅه چي مي کوشش وکړ، ترڅو رخ یې کړم، ونه توانېدم، چي ګورم عزت لالا له لیري رانارې کړه، چي څه خبره ده ، ماورته ویل، چي زنګ نه رخېږي ، هغه راته وویل، راشه ، هلته انتن نژدې دی، لاړ به شو، او زنګ  دي  ووهه، بیرته به راشو، زه هم ورسره لاړم ، انتن ته نژدې شولواو ملګري ته مي زنګ ووهه، پسله سلام او علیک څخه یې راته وویل، چي واده څنګه پرمخ درومي ماورته ویل ، چي ګرانه واده په ډېر ه ښه توګه مخ ته ځي ، په همدې  هکله مو خبري کولې ، چي ناڅاپه ډزي او بیا ورپسې درنې چاودني وشوې، ملګري راته ویل ، چي داڅه خبره ده، ما ورته ویل هیڅ همداسي …….

عز ت لالا راته ویل، چي یاره ، دالکه چي زموږ پرکور باندي بمباروشو، بېله داچي ماته بل څه ووایي ، مخ پر کور روان شو، اوزه یې پیاده پرېښودم ،ترکور پوري څه دپاسه پنځلس دقیقې پیاده لاره وه ، زه هم دستي ورپسې لاړم ، پنځه دقیقې لا نوري نه وې تیري شوي ، چي بله غټه چاودنه وشوه ، ځان مي کورته ورورسوه ، هیڅ نه مالومېدل ، هري خواته مړي پراته وه، ځوانان ډله ډله پرخپل ځایونو سره ناست شهیدان شوي وه ، آشپزان پرخپل ځای ددیګونوسره پراته وه ، چي دامي لیدل، ناڅاپه بله چاودنه وشوه ، چي زه یې هم یوې خواته وغورځولم ، ډېر وخت بې هوشه وم ، او کله چي راپاڅېدم ، چي ګورم هري خواته مړي دي ، چي رایستل کېږي ،

ما هم نارې کړې ، عز ت لالا ، څه شوې ، په ټولو مړو کي مي عزت لالا پیدانه کړ..

وروسته د ښځینه برخي کورته لاړم ، هلته ټوله په سرو وینو ککړو پراته وه ، دناوي لاسونه یوه خواته او پښې یې بلي خواته غورځول شوي وه ، عزت لالا هم غاړه دویني ډګه وه.

اوس هلته دواده نښي نه لیدل کېږي .
اوس هلته د زوم او ناوي خبري نه کېږي .
اوس هلته دکندهاري ځوانانو بنډارونه  نشته .
اوس هلته د سپين ږیرو او سپين سرو دخولو نکلونونشته .
اوس هلته ، د آئینه بست او نګرېزو شپې نشته .
اوس هلته دځوان پرخوله خندانشته .
اوس هلته پېغلي نشته ، چي د ملالي پوړني پر ځان راتاو کړي .
اوس هلته ځوانان نشته چي د احمدخان شملې پرسره کړي

اوس هلته شپون نشته ، چي شپېلۍ ووهي . 


اوس هلته قبرونه دي ، یو نه بلکي ډېردي .

اوس هلته غمونه دي.

اوس هلته سپين او زرغونه بیرغونه رپېږي .


شهیدانو ته مي دعاوکړه ، او غزني ته مي ځان ورسوه ، ملګری وختي لا ، راته دسړک پرغاړه راته انتظار کاوه ، بس سپاره شولو، نژدې وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ ته ورسېدو، چي دڅو خواوونه راباندي د ټوپکوخولې خلاصي شوې، دولسوالۍ څخه لا تېر شوي نه وو ، چي بحرنیانو راباندي مرمۍ وچلولې ، او موږ یې هم . … کړو..!!

تبصره نسته

  1. ګران یوسفزی صیب :
    داچې زموږهیواد اوس هم د یرغلګرو په لاس کې دی، او ورځ په ورځ زموږ تنکي تنکي ځوانان او پېغلي خاورې کوي ، خدای دې ټوله تباه کړي ، سره ددې فاشیستي دولت ..
    قلم مو هم داډول چلوئ ، او دهغې ورځې په امید چې وطن مو د افغانانو په واک کې راشي ، او ګران مجاهدین مو چې اوس دیرغلګرو په وړاندې جنګېږي ، په لاس کې ولویږې..
    ک – لیوال – افغانستان

  2. ګرانه وروره ! تیمورشاه
    د دې کیسې په لوستلو خو زا له سترګو نه اوښکې وبهېدلې او ……
    خو زه د لوی خدای له دربار څخه دا غواړم چۍ د افغان دښمن تباه او برباد کړی . آمین یارب العامین .