مدافع وکیل : راشد رؤف نه دی وژل سوی
فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی پاکستان الاصل برتانوی القاعده وال راشد رؤف چی ویل کېده څلور ورځی مخکی په شمالی وزیرستان کی د امریکایی بې پیلوټه طیارو په حمله کی وژل سوی و ، ژوندی دی . د راشد رؤف مدافع وکیل حشمت علی حبیب بی بی سی ته وویل چی « موږ باوری نه یو چی دا قصه دې رښتیا وی . . . دا یوه ساختګی کیسه ده . موږ اوس هم په دې باور یو چی زما مؤکل مړ نه بلکی ژوندی دی . » ده وویل چی د هغه د جسد غوښتلو ته مثبت ځواب نه دی ورکول سوی . ده زیاته کړه چی « دا د حکومت یو نوی تخنیک دی چی ځان د راشد او نورو لادرکو خلکو د قضیو څخه خلاصوی . » رؤف د لندن د هوایی ډګر د حملې په ارتباط په ۲۰۰۶ کی په پاکستان کی نیول سوی و چی د ادعا له مخی یې د هغه ګروپ سره تړاو درلود چی غوښتل یې د لندن څخه امریکا ته څو تلونکي طیارې په هوا کی وچاودوی . خو یو کال وروسته د پولیسو له بنده تښتېدلی و . د برتانیې خارجه وزارت وایی چی موږ د هغه د وژل کېدو په هکله دقیق معلومات نه لرو . داسی ښکاری چی دا اوس یوه معما ګرځېدلې ده .