کور / تازه خبرونه / خوست: تښتول شوي تركي انجنيران خوشي شول

خوست: تښتول شوي تركي انجنيران خوشي شول

هغه دوه تنه تركي انجينران چې نږدې يوه مياشت وړاندې د خوست ښار له جنوبي برخې تښتول شوي وو، تېره شپه  راخوشي شوي دي.
د خوست مرستيال والي طاهرخان صبري په همدې اړه يوه خبري ناسته كې وويل، چې نوموړي انجنيران هره ورځ له خوست ښار څخه د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ كې د يوې نوې جوړيدونكي راډيو له پاره تلل، خو دوى ته يې خبر نه وركاوه.
ده وويل، چې د خوست ځايي ادارې همغه مهال د تڼيو مشران راوغوښتل چې د تښتول شويو تركانو په پيداكولو كې ورسره  مرسته وكړي او د ده په وينا د نوموړي قوم دې  تړون چې كه د چا په كوركې دغه كسان وموندل شي نو د نغدي جريمې ترڅڼګ به يې كور هم سوځوي، دې ته لاره اواره كړه، چې دغه كسان بېرته روغ رمټ خوشي شي.
ويل كيږي، چې ياد انجنيران د پيسو په بدل كې خوشي شوي، خو د خوست مرستيال والي وايي  د تركانو په خلاصيدوكې  د پيسو هېڅ ډول معامله نه ده شوې.