کور / تازه خبرونه / پكتيكا: ناټو او طالبان يوه بل ته د زيان اړولو ادعاوې كوي

پكتيكا: ناټو او طالبان يوه بل ته د زيان اړولو ادعاوې كوي

ناټوځواكونه وايي چې تېره شپه يې د پكتيكا په زيړوك ولسوالۍكې د پلټونكو عملياتو په پايله كې د سيمې يو تن وژلى او پنځه نور شكمن كسان يې ژوندي له ځان سره وړي دي.
ځايي خلك وايي، چې د  ناټو سرتيري د شپې پر وخت د دوى دوكانونو ته ورغلي او د دوى په خبره يې يو دوكاندار وژلى او شپږ نور يې وړي دي، دوى واييي چې وژل شوى او بيول شوي ټول بې ګناه خلك دي.
بل خوا وسله وال طالبان وايي چې د پكتيكا په خوشآمند ولسوالۍ كې يې د ناټو ځواكونو پر پوځي اډه د توغنديو بريد كړى او د همدې ولايت په ميټاخان ولسوالۍ كې يې د هغوى دوه پوځي موټر په بمونو الوځولي، چې د دوى په وينا درېواړو پېښو كې د ناټو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر ياد بريد او چاودنې مني، خو وايي چې زيان نه دى ور اوښتى.