کور / تازه خبرونه / پاکستان د جاسوس الوتکو د ویشتلو ځواک لري

پاکستان د جاسوس الوتکو د ویشتلو ځواک لري

د پاکستان د هوايي ځواکونو مشرایرمارشل تنویر احمد ویلي دي چې د پاکستان هوايي ځواکونه ددې صلاحیت لري چې د جاسوسي الوتکو او میزایل بریدونو مخه ونیسي نوموړي په کراچۍ کې دفاعي نندارتون ایډیاز ۲۰۰۸ کې خبریالانو ته وویل چې اوس دا د ټاکلي حکومت خبره ده چې هغه مونږ ته کله ددغې بریدونو د مخنیوي حکم راکوي  دیادونۍ وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار څو څو ځل دا خبره کړې ده چې ددوۍ سره داسې هیڅ ډول صلاحیت نه لري چې جاسوسي اوياهم ډرون ډوله الوتکي پرې راوغورځوي. هېره دې نه وي چې دآمريکايي ډرون الوتکو دبمبارۍ له امله دپښتونخواپه ګڼوسيموکې ګڼ باندني جنګيالي اوهمدارازځايي ملکي وګړي وژل شويدي.